د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان وران کړئ خو ايران به نه خپه کوئ

عبدالله ابک 09.06.2013 11:47

نه پوهېږم چې د ولسمشر د تېرې ورځې خبرو تعبير به څه وي خو زما له نظره يې يو ناوړه پيِغام لاره!
په افغانستان کې روانو چارو اکثره خلک نهيلي کړي او خواشيني کړي وو او په دې باور وو چې افغانان د نورو له خوا اخيستل شوي، د نورو لپاره کار کوي، په سمتي او ژبنيو تعصبونو کې ښکېل دي او دا وطن نه جوړېږي.
خو د ګوشتې پېښې او د خميني غندنې بيا د افغانانو په رګونو کې وينه وچلوله او دا تمه يې پيدا شوه چې په ګوشته کې هم ځوانان شته! يعنې په افغانستان کې لا اوس هم ملي فکر او د وطن د جوړېدو جذبه پاتې ده. ځکه چې ټولو په يوه خوله او يو غږ د وطن د ځمکنۍ بشپړتيا چغه پورته کړه او همدا راز يې په افغانستان کې د ايراني سياسي مشر د لمانځنو کومه اړتيا ونه ليده او دا کار يې وغانده!
دا چې يو شمېر با احساسه افغانانوغږ پورته کړ چې خميني نه کوم صحابي دی چې مونږ ورسره مشترکات ولرو، نه کوم مذهبي مشر دی او نه هم کومه نړيواله څېره ده، بلکې يو ايرانی مشر دی او د هغه ايران مشر دی چې زمونږ هزاره وروڼو ته (باربريان، کثيف او مردار) وايي او حتی په ايران کې يې په هوټلونو کې کار ته نه پرېږدي او د عامه پارکونو له ورتګه يې منع کوي. نو د کوم منطق او مشترکاتو له مخې د يو سياسي ايراني مشر يا ولسمشر ورځ دلته ولمانځل شي؟

د افغانانو دې غبرګونونو د ملتپالو په رګونو کې ډنډ شوې وينې جاري کړې او ټول خوشحاله شول چې انشاء الله افغانستان جوړېږي خو خو خو خو ولسمشر کرزي يې د وطن جوړېدو هېلې بېرته له خاورو سره خاورې کړې!؟
ډېر زر يې په يوې داسې غونډه کې سياسي خبرې وکړې چې له سياست سره يې هڅ تړاو نه درلود!
د چاپېريال ساتنې لپاره په جوړه شوې غونډه کې يې ايران ته خپله وفاداري وښوده او ارګ ته په ډپلوماټ بکسونو کې راوړل شوې پيسې يې ځانته حلالې کړې!

سړی حيران شي چې د يو هېواد لومړی درجه نفر يا په اصطلاح ولسمشر د هېواد ملي ګټو ته نه وي ژمن او د هېواد ستونزې نه درک کوي نو عام ولس بيا څه ملامت دی چې د دښمن په اشارو د خپل وطن، پول او پولګوټی په بمونو الوزوي، ښونځی سوزوي او معلم وژني!

په کار خو دا وه چې ولسمشر کرزي لوړی خپل ګومارل شوی مامور معلم عطا پوښتلی وی چې د کوم منطق له مخې يې په افغانستان کې چوکونه او سړکونه د ايراني جاسوسانو په نامه کړل؟
همدا راز يې هغه ډلګۍ پوښتلې وای چې د ايران د پخواني ولسمشر ورځ يې په افغانستان کې لمانځله!

که محرم لمانځل کېږي نو معلومه خبره ده چې مذهبي اړخ لري او په ګڼو هېوادونو کې د ورته او شريک مذهب خلک شتون لري نو خميني خو د ايران يو سياسي مشر دی چې نه صحابي دی، نه کوم مشهور ديني عالم دی او نه هم کومه نړيواله څېره ده بلکې د ايران يو سياسي مشر ؤ او د افغانستان په اړه يې ښه نيت نه درلود!
حتی د خپل ژوند په وروستيو کې يې د افغانستان سره سخت مخالفت هم ښودو! نو د کوم منطق او دليل له مخې په افغانستان کې د خميني ورځ لمانځل کېږي؟

ايا ايرانيانو کله د کوم افغان سياسي مشر او يا ولسمشر ورځ لمانځلې ده؟

خو دا ګيله له کرزي ولې وکړو؟
کرزی په خپله د خپل هېواد د ملي ګټو پر خلاف دی او هر وخت د غل پر ځای مل نيسي چې د تېرې ورځې ګوت څنډنه يې هم د غلو پر ځای ملو ته وه او ويې ويل:
که په ما او حکومت پسې مې هر څه وايئ پروا نه کوي!
که د هېواد د مادي او معنوي ګټو پر خلاف هر څه کوئ کوئ يې خو
خو، خو په ايران پسې به څه نه وايئ ځکه چې :

د سپينې خولې واک مې در کړی
د پرتوګاښ په غوټو مه وهئ لاسونه