د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سي، ډي اتم بم (طنز)

توریالی ملیار 26.12.2015 15:13

یو ځل تر ځان تېر شوم، قسم مې وخوړ او شق مې وکړ چې د ا د قدیر سي ډي ونه ګورم په والله کې یې پرېږدم، اول مې ځان ته کفن واخیست چې هسې نه د بلا په خوله کې ځان ور کوې نو دا کفن خو په خپلو لاسونو واخله، نور نو نه د چا قرضداره یم او نه مې څوک قرضداره دي د کورنۍ د الله مل شي.

څه به یې اوږدوم په ډېرو سختیو مې ځان د مشرقي تر ټولواک ورساوه، تور پکول، تور کالي، توره کورتۍ، تور دسمال، تورې عینکې، تور بوټونه تورې جرابلې، تور بکس، تور موټر، تورې ښيښې... بس په لیدو یې ګبڼۍ واخیستم یوازې بیرغ یې تور نه و که نه د سي ډي تر کتو مې مخکې دمه ختلې وه.

کوم لس ځله یې په تور رنګ او سپین کاغذ، ګوتې را باندې ولګولې، شل یې قسمونه راکړل او یوه یې ښه پخه د مرګ پټکه هم راته وکړه، چې که د چا ته حال ووایه بس د مرګ ذمه واري دې په ما، بیا یې نو بکس د ښوی تور میز پر سر زما خواته را وښویاوه، دی د تورې شپې ډوډۍ ته ولاړ او ما توره سي ډي تور کمپیو ټر کې ور ننویسته زړه ته مې لاس نیولی و چې هسې نه په دې توره شپه مې همدلته نفس ونه وزي او سبا به نو خلک خبر او حکومت به هم سپېرې تلې را اوښتی وي.

سي، ډي چې پلې شوه لومړی پکې څو وسله وال سر لوي سر لوي تیر او بېر شول، ما وې په خدای اوس همدلته د افغانستان د خرڅولو قواله مهر او ټاپه کیږي، څو شیبې وروسته، سي ډي کې یو هال راښکاره شو چې له ګڼو خلکو ډک وو، او برګ او تور وسله وال پکې ځای ځای ولاړ وو، شک مې په یقین وواښت چې یره اوس به د دویم ګندومک په دې خطرناکو مراسمو کې د انګورو په تول خرڅ شو، لږ وروسته ټنګ ټکور او سټیج د کمپیوټر په سکرین را ښکاره شول درز و غوپ شو ما وې پاکستان دی غټه شوړه یې وهلې ده ډنګ ډونګ خو به کوي.... د څو محلي سندرغاړو سندرې پکې تېرې شوې او لږ وروسته پکې ګل اغا شېرزي ته بلنه ورکړل شوه چې سندره ووايي د ویاند له دې غوښتنې سره تور او برګ وسله وال ماشه په ګوته شول، چې یو غټ پټ سړی له لومړي قطاره پورته شو سټېج ته ور وخوت او د (غواړم میده میخانې، مستې مستې پیمانې- راکړه جام راکړه جام) سندره یې داسې و غړبوله چې افرین شه او په ده شه، بیا نو ورووسته د پیښور او پنجاب د نجونو د نڅا وخت شو داسې پکې اوښتې را اوښتې لکه د څنګل تنکۍ څانګې چې مست شمال وهي... بېرته لږ شکمن شوم چې دا خو یوازې ټنګ ټکور دی او هغه هم د شیرزي د پاچاهۍ، بیا مې وې چې شیرزی به یې هم را غوښتی وي اخر د ملک سوداده. خیر د نجونو ډانسونه هم تیر شول او کامره چې د هال ساعت په نښه کړ نو د شپې دوې بجې وې، څه وخت وروسته د نجونو او هلکانو یو ګډ ډانس راغی ډېرو پکې کونې او ملاوې وښورولې... دا نو د هال وروستۍ ننداره وه.

وروسته مې کتل چې ګل آغا پکې له څو نازکو مېلمنو سره تور موټر ته پورته شو، کامرې چې د باندې فوکس وکړ نو نه وسله وال ښکارېده او نه هم کوم باډي ګارډ، کراره کراري وه په توره تیاره کې د موټرو سرې اشارې یو پر بل پسې پنا شوې- سي ډي خلاصه او غرت له کمپیوټر را ووته، ما چې څو لاس وروړ یوه تور دریشي کړي لاس پرې کېښود، دا وخت د مشرقي ټولواک هم راغی فقط دومره یې وویل ودې لېدل دا چې سبا څوک وګوري نو حکومت به سقوط نه کوي؟؟

همدا خبره یې وکړه او بیا یې پخوانی خبر داری تکرار کړ چې که څوک له رازه خبر شوي وو مرګ به دې په اچین کې زما په ضمانت وي.

بس زه هم په منډه منډه په وهم او ډار له بنګلې را ووتلم موټر ریشکې ته له ډاره ونه ختلم کله په یوه کوڅه او کله په بله نوتلم ښه چې وړاندې ولاړم یو لس- پینځلس تورې ډاډسنې چې تورې ښيښې یې وې تیزې یو پر بل پسې تیرېدلې پر تور سړک ولاړو پولیسو ورته سلامي وهله د تریاکو بوی یې له تیز شمال سره په دماغ را ننوت، دسي ډي له غمه خو خلاص شوم خو نږدې په همدې توره شپه د تورو تریاکو بوی وژلی وم خو خدای مې رېږدېدلې پښې را ټینګې کړې او ایله خپل ځای ته ورسیدلم... سبا خلکو ویل:

چې د قدیر دا تورې ډاډسنې داعش ورک نه کړي دا نور یې نشي ورکولی.

بل په کراره ویل، له دې ډاډسنو د نورو غمونو بوی را ځي.

شکر ژوندی یم خو له ډاره مې دنده پرېښوده، فی الحال مې کفن په یوه پلاستیکي کڅوړه کې خوندي کړ خو مفرور یم مګر د افغانستان تر اسمان لاندې- نور حال د ویلو نه دی.