د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډاکتر غني ناوړسالاري

استاد م. ظریف امین یار 29.11.2015 13:12

سریزه:
کله چې په افغانستان کې سیاسي انتقال  بحران سره مخامخ شو بلاخره  د افغانستان راتلونکي حکومت لپاره د جان کیري(John Kerry)  موډل د آمریکې حکومت له خوا غوره شو. دغه موډل د ملي یووالي حکومت(National Unity Government)  په نوم یادیږي چې میکانیزم یې د دوه متناقضو او متخاصمو سیاسي ډلو د یو حکومت چتر لاندې یوځائ کول وو. که څه هم آن د لومړئ ورځې ښکاریده چې د ګډ حکومت بریالیتوب به آسانه نه وي بیاهم خلکو دغه حکومت د داخلي جګړو ته د بیا تګ نه ترجیح ورکړه. دغه تحمیل شوئ حکومت خپل کار ډیر په ښه سیاسي حرکاتو پیل کړو اما ډیره موده نه وه تیره شوې چې ګډ حکومت د ناوړسالاري او د نامشروع کړنو شکار شو او د ملت ټولې هیلې یې صفر سره ضرب کړې. د دغه دوه سره حکومت مشري ډاکتر غنی کوي چې د نړئ دوهم متفکر دئ او افغانانو ترینه کافي تمه درلوده لیکن نن سیاسی شخصیت یې سخت تضعیف شوئ او د سقوط ګواښ سره مخامخ شوئ ده. یو کال تیر شو د ملي یووالي حکومت په هیڅ بخش کې کومه ملموسه لاسته راوړنه نلري.د یو اړخه هیواد کې امنیتی ستونزو تشدید موندلئ د بل اړخه اقتصادي ستونزو د خلکو د دسترخوان څخه ډوډئ لادرکه کړې. که د ملي یووالي کړنې او سیاستونه همدغسې مصحلتي، نامشروع او ناوړسالاري باندې ولاړې وي دا شونې ده چې د ملي یووالي د حکومت موډل مخکې د مودې څخه سقوط وکړي. که د ملي یووالي حکومت سقوط وکړي د افغانستان د ۱۴ کالو لاسته راوړنې به شدید تهدید سره مخامخ شي.


د ډاکتر غني ناوړسالاري !
د دولت جوړنې وجودي فلسفه داده چې ټولنې کې د الزامی قواعدو او ظوابطو پر بنسټ  نظم او اړیکې داسې تنظیم او پلی شي چې  په ټولنې کې عدالت تامین شي. د ټولو وګړو د حقونو خوندي کول او د هر انسان حق(Right)  د یو روڼ میکانیزم(Transparent Mechanism)  له لاری ورته ورکول د دولت د تاسیس اساسی لاملونه دي.دولت درې تشکیل کوونکي عناصرو څخه جوړیږي چې اجراییه قوه(Government) ، مقننه قوه(Parliament)  او قضاییه قوه(Judiciary Pillar)  ورته وویل کیږي. دغه ټول عناصر د عدالت(Justice)  د پلی کولو لپاره مینځته راغلي او هڅه کوي چې د یوې ټولنې ملي او بشپړ جغرافیایی او سیاسي حاکمیت د عدالت پر اساس وساتي.





سیاست بلخوا بیا د قدرت د لاسته راوړلو، حفظ او ودې څخه بحث کوي. د سیاست موخه د عدالت اصولو پر بنسټ د رژیم او ښې حکومتوالئ تامین ده. حکومتوالي (Governance) د یوناني ژبې له یوې کلمې یعنې (Kabernan) څخه مشتق شوې چې معنی یې حکومت کول، مشري کول، لارښوونه کول او د چارو سمبالښت ده. په سیاسی اصطلاح کې حکومتوالي د سیاسي پریکړو اتخاذ او د پریکړو د پلې کیدو یا نه د پلي کیدو له پروسې څخه عبارت ده.

هغه هیوادونه چې ډموکراټیک دي هلته د خلکو د ارادې او رایې  په اساس حکومت جوړيږي چې ورته ډموکراټیک حکومت(Democratic Government)  وویل کیږي. ډموکراټیک حکومت د خلکو په رایې د خلکو لپاره تشکیل کیږي. هغه حکومتونه چې د ملت د ارادې په اساس مینځته راځي باید د ملت غوښتونو ته هرکلئ وکړي او کوښښ وکړي چې د سیاسي منیفیستو(Political Manifesto) وعدې عملي کړي. که حکومت ښه حکومتوالي تامین نکړي د خلکو او حکومت تر مینځ به واټن پیدا شي چې دغه واټن حتی کله نا کله کولائ شي د رژیم د سقوط په معنی هم تمام شي. نو پدې اساس ښه حکومتوالي د یو حکومت استقرار ، ثبات او مشروعیت لپاره اړینه عنصر ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیا برنامه(UNDP)  ښه حکومتوالی په لاندې ډول تعریف کوي: "ښه حکومتوالي عبارت له هغه حکومتوالی څخه ده چې په کې ګډونوالي، روڼوالي، حساب ورکونه، مؤثریت او عدالت تامین شي او په ورته وخت کې د قانون واکمني پراخه شي."  په همدې څېر نړیوال بانک باور لري چې ښه حکومتوالي عبارت له هغه لارې او جریان څخه ده چې ځواک په کې داسې وکارول شي ترڅو د هیواد ټولنیزې او اقتصادي زیرمی مدیریت شي او پایله یې پراختیا وي. زه باور لرم چې ښه حکومتوالي هغه ډموکراتیک او منطقی روند یا جریان ده چې د عدالت او وړسالاري په اصولو استوار وي. ښه حکومتوالي غربت، نا امنی ، تبعیض او اداري غبڼ له منځه وړي او ګډونوالي، اجماع، روڼوالي، حساب ورکونه، اقتصادی مؤثریت او مثمریت اوهر اړخیز عدالت تامینوي. ښه حکومتوالی باید په هیواد کې داسې سالم او مناسبه محیط رامنځته کړي چې عام وګړي، مدني ټولنه، خصوصي سکټور، سیاسي اپوزیسیون او نور شته نهادونه ځانونه د هیواد حکومتوالي او هر اړخیز پرمختګ او ودې کې شریک او دخیل وګني.

ښه حکومتوالي تر ډیر حده پر وړسالاري باندې متمرکزه ده. د وړسالاري مفهوم ډیر لوئ بحث لري اما په آسانه ژبه اصطلاحی معنا یې "وړ شخص د مناسبې دندې لپاره ګمارل دي." هغه حکومت چې د وړسالاري پر بنسټ حکومتي ګمارني کوي تخصص، تجربې،  مسلکي هوکړې او زده کړې ته لومړیتوب ورکوي او تل کوښښ کوي د ګمارنې پروسې کې  حزبي، سیاسي، صلیقه ای، قومي، او جنسي تمایلات په نظر کې ونه نیول شي. برعکس هغه وضعیت چې نه تخصص او تجربې ته اهمیت ورکوي او نه زده کړې او تعهد ته بلکې ټولې ټاکنې یو مصلحتي میکانیزم لاندې د سمتي، ژبنيز، قومي، حزبي او صلیق ای تمایلاتو په اساساتخاذ کیږي،دغسې وضعیت ته موږ په حکومتوالي کې ناوړ سالاري وایو. ځکه د انسانیت، عدالت او اسلامیت په خلاف پریکړي د یو وړ سالار انسان د تفکر پایله خو نشي کیدئ.

له کله نه چې د ملي یووالي حکومت افغان ملت باندې  تحمیل شو تر اوسه پوري که تاسو یې په اړوند یو اجمالي څیړنه هم وکړي نو په ډاګه به شي د ملي یوالی حکومت مشرتابه تل ناوړسالاري ته پرتله د وړسالاري اهمیت او لومړیتوب ورکړئ. د ملي یووالي د حکومت اکثره ټاکنې د حزبي، قومي، ژبنیز، سمتي او داسې نورو فاکټورونو پر اساس اتخاذ شوي دي چې هم د ښه حکومتوالي اصولو او وړسالاري په تضاد کیده او هم د اساسي قانون، اسلامي ارزښتونو او انساني معیارونو سره په تکړ کې واقع کیږي.

د ناوړسالاری دغه بهیر د ملي یووالي د حکومت پیلني ټاکنو څخه څرګنده شولې. هغه فاسد کسان چې د پخواني ولسمشر جناب کرزي په رژیم کې په میلونونه ډالره ملي خیانت باندې تورن دي، ډاکتر غنی د مصحلت د سیاست په اساس ملي یووالي حکومت کې دغو کسانو ته ځاي ورکړئ چې د ناوړپرستي یوه بربنډه بیلګه ده. د ناوړ سالاري د لويې لوبې پیل د همدغه حرکت څخه پیل شو. کله چې کابینه (Cabinet)  وروسته د څو میاشتو څرګنده شوه د ناوړ سالاري اوج په کې سره د ورایه ښکاریده. مثلاْ احمد ضیا مسعود چې د ښې حکومتوالي لپاره د ولسمشر ځانګړئ استازي دئ، یو لوئ نړیوال قاچاقبر یې د کاندید وزیر په توګه پارلمان ته معرفی  کړ، په همدغه ترتیب نور ټول معرفی شوي کاندید وزیران یا خو خلاف رشته وو یا هم لازم تخصص ، تعهد او تجربه یې نه درلوده. بدبختانه د افغانستان پارلمان چې حقوقي مشروعیت هم نور نلري دغه وزیران یې د یوې معاملې په ترڅ کې تایید کړل او ملت سره یو ځل بیا خیانت وکړ.  

که د ملي یووالي د حکومت کړنو په هکله یوه بیسک څیړنه وشي دا به ژر جوته شي چې زموږ اکثره وزیران خلاف رشته او نامسلکه دي. مثلاْ د مالیې وزیر د ساختمانی انجنیري څخه فارغ دئ، د کار وزیره د نسایی ولادي څخه فارغه ده، د سوداګري او صنایعو وزیر د  کمپیوتر ساینس فارغ دئ. د ټکنالوژی معلوماتی او مخابراتو وزیر وویل کیږي چې د مدرسې څخه فارغ دئ. د اقتصاد وزیر نظامی زده کړې کړي، د ترانسپورټ او هوانوردئ وزیر د اجتماعی علومو فارغ دئ. د لوړو زده کړو وزیره د طب فارغه ده.، د امنیت رییس د انجنیری څخه فارغ ده، د ښار جوړونې وزیر د اقتصادی لیسانسه ده. همدغسې حال د نورو ټولو پاتې معیینانو ، رییسانو او نورو جګپوري کارکوونکو ده.

په همدغه ترتیب د سوداګریزو خونو رییس هیڅ تحصیلات نلري، د آیسا رییس د حقوقو څخه فارغ دئ، د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس د طب څلورلسم پاس دئ. په همدغه ترتیب د ډاکټر غنی نوې ټاکنې هم عجیب او غریب دي مثلاْ نیازئ سنګر چې یو پیژندل شوئ ژورنالست دئ د یو ولایت د ګمرکاتو رییس په توګه ټاکل شوئ. محب الله محب چې د کمپیوتر ساینس متخصص دئ په آمریکا کې د افغاستان سفیر په توګه ټاکلئ شوئ. همدغه شان په ټولو وزارتونو کې هم همدغه ډول ناوړسالاري اوج ته رسیدلې او دوام لري. د مثال په توګه د مالیې وزیر نوې ګمارني ټولې خلاف رشته دي. د امین ارسلا زوي چې د کانونو او پطرولیم پوهنځي څخه فارغ شوئ د یو مسلکي ریاست رییس په توګه ګمارل شوئ دئ. د ادبیاتو فارغ بابکرخیل د ننګرهار د ګمرکاتو رییس شوئ. بل خوا بیا د ټکنالوژي معلوماتي او مخابراتو وزارت تقریباْ ۸۰ غیر قانونی ټاکنې کړي. دا په داسې حال کیده چې دغه پوستونه حتي اعلان شوي هم نه دي. نور وزارتونه هم په دغسې نامشروع ټاکنو کې پاتې نه دي او د ناوړسالاري دغه پروسه عملي کوي. د آیسا ادارې وویل کیږي چې ۱۲۰ یواځې پښتانه تنقیص کړي او پرځائ یې بی مسلکه کسان ګمارل پیل کړي. د ناوړو کړنو لیست په ملي یووالي حکومت کې کافي لوئ ده اما متاسفانه زما د فعلي مقالې د توان څخه بهر ده.

لکه څنګه چې تاسو هم جریان کې یاست له ملی امنیت خو هوبهو وړکتون جوړ شوئ. مثلاْ د مارشال قسیم فهیم زوئ دوهم مرستیال دئ. د احمد ضیا مسعود زوئ لوئ مشاور او د یونس قانونئ زوئ هم مسلکي مشاور په عنوان دنده لري. د ملي امنیت دوهم مرستیال اجمل عابدي ده چې هیڅ نظامي زده کړې هم نلري. په همدغه ترتیب ډاکتر غنی په ارګ کې خپل ټول سلاکاران د لویدیځ  فارغین ګمارلي چې نه په پښتو او نه هم په دري تکلم کولائ شي او اکثره یې نوي کمکي فارغان دي. دغه مشاورین رسمي جلسې د ډار نه په لویو هوټلونو کې دایروی او حتی په ښار کې د تګ راتګ جرت نلري. یو ورځ به یې هم افغانستان کې دنده نه یې ترسره کړي او تاکید به کوي چې زه افغانستان لپاره اقتصادی یا نور قوانین تدوین کووم. زه فکر کووم ډاکتر غنی په دغه شان لویدیځ وښلي او غرب پرورش شده ټیم سره به ځان په ژور بحران کې غرق کړي.

په سیاسي رفتارونو کې هم ډاکټر غنی ناوړسالاري ته بې درنګه لومړیتوب ورکړئ. اساسي قانون خو ورته د یو توت اهمیت هم نلري. ورځ تربلې د اساسي قانون مادې ماتوي او بیا یې توجیه کوي. لومړئ خو یې وزیران د لویې مودې لپاره سرپرست وټاکل بیا یې معینان سرپرستان کړل. لوئ څارنوالي او ستره محکمه تر اوسه پوري سرپرستان دي. نامشروع پارلمان ته تداوم د اساسي قانون د مادې د ماتیدو په بیه تمام شو. د پارلمان موضوع کې رییس جمهورد اساسي قانون ۸۳ ماده غلطه تفسیر کړه. د هویت تذکرو کې یې هم اساسي قانون مات کړ. د خپل ځانګړئ استازئ(احمد ضیا مسعود) یې د خپلو معاونینو معادل وګنو چې د خلاف قانونیت اخرین حد یې هم تیر کړو. همدغسې د خلیل الله فروزی قضیې کې هم د ملی یووالی حکومت خپله ضعف او ناقونیت څرګند کړ او ناوړسالاري یې نوره هم ترویج کړه.  


 نو په ټوله کې حکومت په هر بخش کې ښکاره ناوړسالاري کوي او په ملت او قانون باندې ملنډې وښي. ډاکتر غنی دوهم متفکر د نړئ تخصص ته یو افغانی هم اهمیت نه ورکوي. هرڅه نه یې سلاطه جوړه کړیده ده. ناوړ انسانان یې ارشد مقامونو ته ګمارلي چې ناوړسالاري ته ادامه ورکړي. اما په دې مینځ کې ولس سخت زیانمند شوئ او حوصله یې اخرین حد ته رسیدلې. د یو طرف نا امنی او د بل خوا اقتصادي بحران د اولس ملا ورماته کړېده. لکه څنګه چې تاسو خبر یاست نوې سروی ګانې چې د خلکو باور پر حکومت باندې تر سر لیک لاندې شوي ، ښایی چې د اولس باور او اعتماد پر حکومت باندې ۲۰ فیصده ته کمښت کړئ ده. حکومتوالي خو د اولس لپاره کیږي نو د اولس د اعتماد شتون د ښې حکومتوالي لپاره د ټولو څخه اړینه فاکټور ده. هفه حکومتونه چې د اولس اعتماد ځان سره نلري سیاسی استقرار او دوام یې د احتمالي وي.

په داسې حال کې ډاکتر غنی پرته لدې چې د وړسالاري او اصلاحاتی تحول  شعار یې ورکولو نن کړنې یې برخلاف لور ته روانې دي. ډاکتر غنی د ملي یووالي یواځنئ ټکنوکرات په اتو (۸) مهمو غړو کې باور لري چې د مصلحت، تذروع او محافظه کاره سیاست په وسیله به وشی کولای چې خپل سیاسي مخالفین محار او سیاسی طرفداران  ډیر کړي او خپل حکومت ته له  یو اړخه دوام ورکړي او د بل اړخه هیواد د ودې لور ته سوق کړي چې په ظاهره خیالي او جنجالي ښکاري.  


پایله:      
ډاکتر غنی په دلفریبو اصلاحاتی او اقتصادي شعارونو ارګ ته خو ورسیده،  اما خپل شعارونو یې تر اوسه عملي نشوه کړئ. که څه هم ډاکتر غنی د یواځني ټکنوکرات(Technocrat)  په توګه په دولت کې کله نه کله یواځې ښکاري بیاهم وتوانیدو د مصلحت او ګذشت سیاست غوره کولو سره خپل حکوت یو کلن کړي؛اما بل خوا بیا د ملت اعتماد یې له لاسه ورکړئ ده. ډاکتر غنی د پیلني حرکت څخه تر اوسه پورې مصلحتی سیاست کړئ. دغه مصلحتی سیاستونو د وړسلاري مرئ یې خفه کړې او د ملي یووالي د حکومت فعالیتونو یې ناوړسالاري طرف روان کړي. د ډاکتر غنی هم سیاسی رفتارونه او هم مدیریتی رفتارونه په عمومي توګه ناوړسالاري باندې ولاړې دي چې د خلکو امیدونه یې خاورو سره یوځاي کړي. د خلکو تمه د ډاکتر غنی څخه د دوهم متفکر په عنوان د افغانستان د جګړې، کړکیچ او  بحران پای او په هیواد کې یو هر اړخیز تحول راوستلو وه اما ظاهراْ ښکاري ډاکتر غني په غلطه لور ګام ایښی. په هغه لور چې ډاکتر غنی حرکت کوي د رفاه او بهبود منزل ته د رسیدو لاره نه ده بلکه د بی ثباتي او انارشیزم طرف ته نږدې کیدل دي. که څه هم ډاکتر غنی د نړئ په کچه تیوریسن  دئ لیکن ډیر ضعیف پراګماتست (Pragmatist)  دئ ځکه چې د اکثره برنامو په تطبیق کې پاتې راغلئ. په داسې حال کي یواځنئ لاره داده چې ډاکتر غنی باید خپل سیاسی طرز تفکر کې تجدید نظر وکړي او همه جانبه بدلون راولي ، د مصحلتی سیاستونو څخه ډډه وکړي، د ملت غوښتنو ، سیاسی اخلاق او قانون ته ارزښت او احترام قایل شي، وړسالاري ته لومړیتوب ورکړي او د ناوړسالاري لړئ ته د پای ټکئ کیږدي.

 
د وړسالاري په هیله !  
نیټه: ۷/۹/۱۳۹۴
ځائ: کابل ، افغانستان