د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان او د پاکستان د پنځمې صوبي میکانیزم

ش. ځیرک 24.10.2015 01:22

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

 ښايی ډیرو کساتو ته داسې يوه ادعا چې پاکستان د طالبانو د بري په صورت کې غواړي د افغانستان څخه خپله پنځمه صوبه جوړه کړي، يو ډول مبالغه او تبلیغ په نظر ورځي، مګر داسي نه ده.  د پاکستاني جنرالانو د پنځمې صوبي خوب د يو دقیق پلان له مخې ترتیب شوی او غواړی دغه خوب د طالبانو د بري په وجود کې عملي کړي.

اوس پوښتنه داده چې څه ډول او د کوم دقیق میکانیزم په اساس پاکستان غواړي افغانستان څخه خپله پنځمه صوبه جوړه کړي؟

پاکستان په دې ښه پوهیږي چې طالبان د فرضي کامیابۍ په صورت کې هم د دې وس نلري چې حکومت وکړي. یوه وجه يی داده چې طالبان ډوله ذهنیت د يوویشتمې پيړۍ په قالب کې ځای نلري او له بلې خوا  طالبان د خپلو ناروا عملونو له امله په کورنۍ او نړيواله کچه دومره بدنامه شوي چې نړیوال حکومتونه به حاضرنه شي له طالبانو سره خپل سیاسي او ديپلوماتیک اړيکي ټينګ کړي.

 طالبان لا هغه وخت چې په قدرت کې و او تراوسه يی په اړه عامه ذهنیتونه دومره منفي هم نه وو او حتی د افغانستان د چپاولګرانو څخه د يو ژغورونکې ځواک په توګه هم ورته کتل کېده خو د خپل بنیادګرانه ذهنیت له کبله، د نړۍ د سلګونو هیوادونو څخه یوازې پاکستان ، سعودي او سوډان په رسمیت وپيژندل. اوس داسي ښکاري چې احتمالا له پاکستان څخه پرته بل هيڅ هیواد به حاضر نشي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژنی او خپلې اړيکې ورسره وساتي.
نو په داسي شرایطو کې چې یو هیواد د دريو لسيزو جګړه ایزحالت کې هرڅه د لاسه ورکړي وي او په بشپړه توګه په بهرنیو مرستو متکی وي، امنیتي قواوې او د دولت ټوله ماشينري په بهرنیو پیسو چليږي، طالبان څنګه کولای شي دغه مرستې لاس ته راوړي او حکومت وچلوي؟
دغه وخت دی چې طالبان په نړیواله کچه په انزوا کې پاتي کیږي، د استادانو، ډاکټرانو او مامورينو لپاره معاشونه نلري، توليدات په ټپه دريږي، کورني او بهرني پانګه وال خپلې پانګې له هیواده بهر لیږدوي او په نهایت کې امنیتي ځواک سقوط کوي، ښوونځي او روغتونونه تړل کيږي.... لنډه داچې حکومتولي هر ډول کورني او نړیوال معیارونه د لاسه ورکوي خو طالباني فنتیزم به په هرډول او هر قیمت چې وي خپل قدرت ساتي. دغه وخت يوازېنی هیواد چې طالبانو ته پاتي کيږي پاکستان دی. پاکستان به ورته غیږه پرانيزي خو په کوم قیمت؟ د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ پالیسي به د پاکستاني جنرالانو په اختیارکې وي اوطالبان چې غواړي او يانه غواړي د پاکستان غلامي به په دواړو سترګو مني.
افغانستان به د يو ازاد هیواد په حیث خپل موجودیت د لاسه ورکوي او پاکستاني جنرالان به د خپل خوب د رښتیا کېدو په نمانځنو کې ميټیانې وهي.
طالبانو! که همدا مو مقصد وي، نو بیا خو مبارک شه او جنګونو ته زور ورکړی او که نه وي نو ويښ شی  او سمدستي له جګړو لاس واخلی!