د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنت ته د رسیدو نوې لاره؟

ش. ځیرک 26.09.2015 23:58

زړو عالمانو به وعظ کاوه چې ای خلکو ښه کارونه کوی، دچا حق مه خورئ،  په چا ظلم مه کوئ، ښه انسانان اوسئ ترڅو لوی څښتن تاسې ته جنت  په نصیب کړي.  دنیا فاني ده. که مو ظلم وکړ، څوک مو وزورول  او يا مو څوک ووژل،  نو ستاسې ځای به دوزخ وي.
خو نن هغه زاړه څه شول او يايی خولې ولې ګنډلې دي. د نوو مذهبي ډلو خبرې د پخوانیو ملایانو سرچپه دي. نن د منبرپه ځای د تخت سره مينه پالل کيږي. ننی ملا تاج او تخت غواړي.

نن لوبه بل ډول ده. د جنت لار د وحشت له دهلیز څخه تبليغ کيږي. نن خلکو ته په ډار، لوټلو او وژلو د ثواب ګټلو مسلې کیږي. د جنت حورو ته د رسیدو ارمان په ځانمرګي عمل کې ګوري.

په زرګونوبې ګناه انسانان ووژل شول، بې شماره معیوب شول، جوماتونه وران شول، کورونه ونړېدل، خو د وحشت او بربريت تنده ماته نشوه او ورځ تر بلې زور اخلي.
اخر ولي؟ سليم عقل او پوهاوی ولي دومره کمزوري او ناپوهي ولي دومره حاکمه ده؟
دلته نه انسان خوندي دی او نه تعمیر. دلته بت هم نړول کيږي او ژوندي انسان ته اور هم اچول کيږي.

که هلته کلونه د مخه  د بامیانو تاريخي بوتان يا په بله ژبه د بې سا تیګو مجسمې، له دې ويرې په بمونو والوزول شوې چې ګوندې  دا بې روحه شکلونه د مخلوقاتو د پلار- لوی رب رقیبان دي او په خپل  نامنطقه منطق په لوی لاس د خدای  د سترمقام سپکاوی کوي،  خو دلته کلونه وروسته يوه بلې ډله د پاپتخت په زړه کې د يوې معصومې فرخندې  ټوک ټوک بدن ته اور اچوي .
که هلته ګیرورو طالبانو د خدای او مذهب د ساتنې په نوم د زرګونو کلونو تاريخي بوتان نړول او ښځې يی په کوتکو وهلې،  دلته  بې ګیرو طالبانو په ډله ایز ډول د يوې بې ګناه میرمن په وژنه د تکبير نارې پورته کولې.
 که هلته ږیرور نړونکي اکثره يوې ژبې ته منسوب وو، دلته بې ږيري وژونکي ډیری د بلې ژبې ويونکي وو. خلک حیران شول او په زوړ کفن کش يی شکر وویست.
خو پوښتنه داده چې ایا د اسلام څخه د مخه انسانانو په لاس يو جوړشوی بوت خدای او اسلام ته ضرر رسولی شي؟ ایا يو بوت د خدای د مقام سره سيال يا پرتله کول پخپله د خدای زات ته يو سپکاوی نه دی؟ ایاطالبان د ۱۴۰۰ کلونو اسلامي پاچاهانو او مذهبي عالمانو څخه په مذهبي امورو زيات پوهيدل؟ هغوی ولي په دومره اوږده موده کې د دغو بوتانو د ماتولو هوډ ونکړ؟

ایا فرخنده قران سوزولی شي؟ قران  کاغذ نه دی، قران د خدای کتاب دی. قران يوه مانا او الهام دی. هغه په اور نه سوځي. که کاغذ يی وسوځي الهام يی نه سوزي او په میلیونونو نور چاپیدلای شي. قران اوس هم شته، خو فرخنده نشته...
د مجاهد په نوم، د طالب په نوم ، د داعش په نوم... هر يو يی دعوه کوي چې د اسلام لپاره جنګ او جهاد کوي. ځان هم وژني او نور هم. دا ټول په يوه خوله  وايی چې يو خدای، یو اسلام او يو قران باندې عقیده لري. خو څوک ترې نه پوښتي چې بیا نو دا ستاسې جنګ په څه دی؟ دا بيل بيل ملایان او اختلافي عالمان په څه مانا؟
ایا د پردې شاته خو به بل څه نه وي؟
هو، پلانونه او پروژې بې له شکه د پردو شاته جوړيږي ،  د دښمن له خوا جوړيږي، خو دلته هر ځان وژونکی او قاتل يی په دې فکر سمبال کړی چې همدغه وحشت جنت ته د رسیدو يوازينی لار ده.