د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ادبي ملګري ټولنې اونيزه دوه دېرشمه ناسته وکړه

حبيب الرحمن تاثير 22.05.2015 12:09

ملګرتيا که څو رندان راسره وکړي
دا حــرم به يوه لـــويه ميکده کړم
سیف الرحمان سلیم
خورو ورو پښتنو! څنګه چې کليوال ادبي ملګري ټولنه د (غږ) په نوم مياشتنۍ مجلې، د (غږ) په نوم انټرنيټي پاڼې، د ژباړې مرکز، د کتابونو د چاپ، د کتاب د سيالۍ، د ورځنيو لمانځغونډو او د اونيزو غونډو ترڅنګ ډېرى فرهنګي، کلتوري، ادبي او هر اړخيز فعاليتونو ته ملا تړلې ده، نو په پام کې لري چې د راتلونکې شنبې له ورځې څخه د وېډيويي لينک له لارې د لکچرونو نوې لړۍ پيل کړي، چې پيل به يې د هيواد وتلى ليکوال، زړه راښکونکي شاعر، ښکلى انځورګر، د راډيويي خپرونو پروډيوسر، فولکلوريسټ او خوږ ممثيل ومان نيازى وکړي، چې د فولکلور په اړه به د غونډې کډونوالو ته لکچر ورکوي، په دغه لکچرونو کې به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د هيواد وتلي، ليکوالان، شاعران، مورخين، شنونکي او روڼاندي برخه اخلي او خپله علمي، فرهنګي، سياسي، تاريخي او هراړخيزه پوهه به د غزني له خلګو سره شريکوي، کليوال ادبي ملګري ټولنه، د غزني له ټولو غيورو، ښاعليو او اغليو څخه په ډېر درنښت هيله کوي چې په دغه لکچرونو او د يادې ټولنې په اونيزو غونډو کې ورسره ګډون وکړي.
په درنښت
کليوال ادبي ملګري ټولنه، غزنى