د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کليوال ادبي ملګرو ټولنې اونيزه پرله پسې شپاړسمه غونډه وکړه.

حبيب الرحمن تاثير 25.01.2015 13:11

د تېر په څېر نن د شنبې ورځ د دوه زره پنځلسم کال د جنورۍ د مياشتې په څلرويشتمه نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون د غونډو په تالار کې د کليوال ادبي ملګري ټولنې له لورې اونيزه پرله پسې پنځلسمه غونډه وشوه، په دغه غونډه کې چې د خلیل الرحمن له لورې د قران کريم په مقدسو اياتونو سره پيل شوه لسګونو تنو شاعرانو، ليکوالانو، ژورناليسټانو، د قلم خاوندانو، محصلينو او مينه والو ګډون کړى وو. ځوان ليکوال،او ژورنالیست، حکمت آرين يې د نظامت چارې پر مخ بېولې.
څنګه چې کليوال ادبي ټولنې د کتاب او د کتاب لوستلو د دودولو په موخه د کتابونو د سیالۍ او بيا د جايزې ورکولو يوه لړۍ پيل کړې ده، چې هره مياشت به يو کتاب لوستونکو ته ورکوي او هغه به يې مطالعه کوي وروسته به له مطالعه کوونکو څخه ازموینه اخيستل کېږي او ښو نمرو اخيستونکو ته به د خپل وس جايزې ورکوي، چې په لومړي سر کې يې سېرة النبي کتاب د سيالۍ له پاره ټاکلى وو، نو په دغه غونډه كې له لومړۍ تر څلورمې نمرې پورې د کتاب د سیالۍ کټونکو ته جايزې او تقدير نامې ورکړل شوې.
په غونډه کې ددغې کتابي ازموینې د پېل او ګټو په اړه په خپله وينا کې مذهبي سکالر قاضي عارف د سيرة النبي په اړه په زړه پورې وينا وکړه او د دغه ډول کتابونو مطالعه کول يې د دنيا او اخيرت ګټه وبلله، هغه د کليوال ادبي ملګرو ټولنې او د ټولنې د ټولو غړو د کار او زيار ستاينه وکړه او ويې ويل وياړم چې: د دغې ټولنې غړي د يوه نېک کار په موخه راولاړ شوي دي او هوډ يې کړى دى چې دوۍ به دا ډول کارونو ته دوام ورکوي، قاضي عارف د کتابونو د مسابقې او په لومړي سر کې مسابقې ته د سيرت النبي کتاب وړاندې کول د افغانانو له دين او مذهب سره د زياتې مينې دليل وباله او ګډونکوونکو ته يې مبارکي وويله چې په دومره مصروف وخت کې يې هم د دغه مسابقې د ترسره کولو لپاره وخت را ايستلى دى.
د یادې سیالۍ لوړ امتیاز اخیستونکی هم تنکی ځوان احمد هارون وو چې په خپل خدای ورکړي استعداد یې تر ټولو نورو هغو لوړې نمرې وړي وې،دوهم نمره هم تاند ځوان احمد جنید،په همدې ترتیب درییم هم یو ځوان ،او څلورم هم یوه میرمن وه چې په دې سیالۍ کې یې تر نورو هغو لوړي نمرې وړي وې د کلیوال ادبي ملګرو د ټولنې لخوا تر څلورم مقام اخیستونکي پورې د دوۍ د مقامونو په کچه ډالۍ په پام کې نیول شوي وې چې دیادي ټولنې د غړو او ملیمنو په واسطه ورکړل شوې.
له دې څخه وروسته د يادې ټولنې يوه غړي قدرت الله نرميوال هم په غونډه کې وينا وکړه او د ټولنې په فعاليتونو او کار و زيار يې رڼا واچوله، هغه وويل په راتلونکي کې هم په پام کې لري چې دغه ډول مسابقې ترسره کړي او خلګو په ځانګړې توګه ځوانانو ته دا فکر ورکړي چې: له قلم او کتاب سره علاقه ولري او له دې سره د غونډې لومړۍ برخه پاى ته ورسېده.
د غونډې په دوهمه برخه کې د ټولنې په نورو اړخونو باندې خبرې وسوې، ملګرو په يوه خوله په دې خبره ټينګار وکړه چې دوى به د دغې ادبي ټولنې له لارې د قلم او کتاب په وسيله د وروسته پاته وګړو د ذهني ودې او فکري لوړتيا له پاره کار کوي تر څو غزنى او د غزني وګړي د هيواد په پرتله يو روشنفکره او ادب ذوقه ټولنه ثابته شي.
په دغه غونډه کې پرېکړه وسوه چې ځوان ليکوال عالم خان احمدي به په راتلونکې غونډه کې د هيواد د وتلي شخصيت علامه عبدالشکور رشاد د علمي کارونو په اړه لکچر ورکوي او د ملګرو پوښتنو ته به ځوابونه وايي، د نور کله په رنګه دغه غونډه چې د ورځې په دوه بجې پيل شوې وه مازيګر ناوخته د قاضي امين له لورې د دوعا په لوستلو سره پاى ته ورسېده.

په مینه
کلیوال ادبي ملګري ټولنه.