غزل
15.04.2015 22:10بـې له تانــه څـه بدرنګـه زندګــي ده
چا تــه ووایم چــې څنګـه زندګـي ده
رقیبــان چړې پــه لاس را پسې ګـرځي
په دې چــم کې ډېـره تنګه زندګــي ده
تېره شپه پــه دغه چـم کې یو بریــد وشو
زړونـه مات پکـې سور رنګه زندګــي ده
کله خـوست کله لوګــر کله هلمند مــې
بـم چاودنـې او لــه جنګه زندګــي ده
ربه ولــې دا افغـان مـاشوم ژړېــږي؟
کور یــې وران دی بـې پالنګه زندګي ده
زما خور چـې اسلامــي تعلیم یــې کړی
ښکار د تـا شــوه ای ملنګه زندګــي ده
زما ټولنه کــې تر پوهـې احساس تېز دی
غر چپه کــړي چې ګړنـګه زندګــي ده
څولیزیــه ته بـه کوم یو ټپ تــه ژاړې؟
دې هېواد کــې خو دا رنګه زندګــي ده
۱۶/۱/۱۳۹۴