د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو ژبه او ورځنی ارزښت یې!

څولیزی 21.05.2015 12:21

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د انسان له پېدایښت وروسته الله تعالی په انسان باندې دوه سترې لورېینې وکړې؛ یوه دا چې هغه یې اشرف المخلوقات وګرځوه او بله دا چې د خپلو هیلو، غوښتنو، نظریاتو، اندونو، فکرونو، وېناو، خوښیو، دردونو او ده ته اړوند د ټولو ژوند چارو د نورو سره د شریکولو لپاره یې ورته ژبه ورکړه. هر انسان په ځانګړې توګه قوم او ملت د هغوی له ژبې څخه پېژندل کېږي او ژبه د یو قوم، قبیلې، توکم او ټبر تر بل هرڅه ښه پېژند او ښکارندويي کوي. د تاریخ پاڼې ددې شاهدې دي، ټولو ځواکمنو او قدرتمنو هېوادونو او واکمنو چې د نورو هېوادونو او ځمکو لاندې کولو تابیا نیولې؛ نو لومړنۍ هڅه او کوښښ یې دا و چې د یاد قوم یا ټبر له ژبې یې را پېل کړي. ځکه کله چې د یو قوم ژبه ټوټه ټوټه او د ورکېدو له ګواښ سره مخ شي، نو هغه قوم په خپله په نورو ورګډېږي او په پای کې خپل آر او اساس له لاسه ورکوي او نابودېږي.
زموږ لرغونی هېواد هم د تاریخ په بېلابېلو پړاونو کې د ډول ډول ډلو ټپلو او د نړۍ د ځواکمنو قدرتونو د تېریو شاهد و؛ دلته چې کومه ډله هم راغلې لکه پخوانی شوروي اتحاد و یا لرغوني انګریزان، برطانویان او یا هم د چنګیزیانو او د مغلیانو څخه یادونه کولی شو چې لومړی یې د افغانانو په ځانګړې توګه د پښتنو د اغېزمنولو تابیا کړې او ددوی د سترې او ویاړمنې ژبې )پښتو( د له منځه وړلو هڅهدکړې او ددې شومې موخې کرښې یې ویستي دي. خو ددغو ټولو شومو او ناوړه موخو پروړاندې افغانان په تېره بیا پښتون ولس لاس ترزنې او چوپه خوله نه دی پاتې شوی، بلکې له پرمختللو توکو او وسایلو پرته یې په تش لاس او کلک هوډ سره ددغو ټولو تېري کوونکو مخ ته سینې سپر کړي او په خپلو سرښندنو او وینو تویولو سره یې خپل له برمه ډک هېواد او مېړنی ولس او ویاړمنه ژبه یې د پردیو له منګولو څخه ژغورلي دي.
پښتو ژبه چې د لرې او برې پښتونخوا سربېره پرې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو ګڼ وګړي خبرې، لیک او لوست کوي؛ د نړۍ له ژوندیو او ښورا مهمو ژبو څخه ګڼل کېږي. پښتو نه یوازې د مېلیونونو وګړو ژبه ده، بلکې په دې کې د پښتنو پت، ښېګڼه، مېړانه، ویاړ، دود، کلتور، ژمنه، وفا، اخلاق، حیا، قانون او که په ټولیزه توګه ووایم له ژونده واخله تر مړینې ددغه ولس ټول ټولنیز کړه وړه په کې نغښتي دي. هر هغه څوک چې ځان پښتون بولي، باید ټولو پښتني دودونو، اصولو او نورو اړوندو قوانینو ته غاړه کېږدي. که څوک له دغو دودونو، قوانینو او اصولو څخه سرغړونه وکړي او د هغې پر خلاف ګام پورته کړي؛ دغه کس بې پښتو بولي او له هغه سره راکړه ورکړه نه کوي، له سترګو یې غورځوي او نور ورته د خځلې او بڼکې هومره ارزښت هم نه لري. نو کله چې له پښتون څخه پښتون واخېستل شي؛ دا په دې مانا ده چې له یو روغ رمټ انسان څخه روح واخلئ او تش کالبوت او جسد ورپاتې شي. له بې پښتو پښتون څخه پښتانه ننګه کوي، پرې شرمېږي، ترې ډډه کوي او تل ورسره د مینې، محبت او خپلوئ پرځای کرکه پالي.
په پښتني ټولنه کې پښتو ژبه د ټولو هغو کارونو ترسره کولو له توانه برخمنه ده، کوم چې په نورو ټولنو کې یې دودیز قوانین یې ترسره کوي. په پښتني چاپېریال کې د ښو او نېکو کارونو ترسره کوونکیو لپاره لفظي او کله کله هم مادي او معنوي مکافات او ستاینې شته؛ یعني خلک ورسره خپلوي او دوستانه پالي، په مړي او ژوندي کې یې خبروي، په غم یې غمجن او په درد یې دردمن کېږي اوپه نورو ملي دودونو کې یې ورسره پالي او همېشنۍ راشه درشه ورسره کوي. هغو چې ددې ټولنې د دودونو او عنعنو پرخلاف ګام پورته کوي، ټولنې او وګړو ته یې زیان اړوي د هغوی لپاره غندنې او مجازات په نظر کې نیول شوي دي؛ یعني دا ډول کسان بیا د هغې بلې ډلې پرخلاف چلند سره مخ کېږي، نو هر څوک چې ځان پښتون بولي باید خپل ځان د پښتو، پښتانه او پښتونولۍ پر اصولو او چوکاټ برابر کړي.
دا چې پښتو د ژبې ترڅنګ اسلوب او په خپله قانون هم ده، نو ولې ورته کار نه دی شوی؟ ولې دومره وروسته پاتې ده؟ ولې زموږ غټ خېټي او غوړ خېټي په پښتو وېنا او خبرو شرمېږي؟ ولې مو د واک پر ګدۍ ناست چارواکي او واکمن د بیانونو او وېنا پر مهال له پېلنیو لومړنیو خبرو وروسته خپله ژبه اړوي؟ ولې په دولتي او نادولتي ادارو کې راکړه ورکړه په پښتو ژبه نه ترسره کېږي؟ ولې په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې پښتانه وروڼه کله چې له یو بل سره د لومړي ځل لپاره مخ کېږي په پښتو ژبه نه ګړېږي؟ ولې پښتو د ادارې، مارکېټ او بازار ژبه نه ده؟ پښتو ارزښت نه لري که پښتون بې ارزښته دی؟ که دا ژبه ددې توان نه لري چې ټولنیزې چارې پرې پرمخ یوړل شي؟ لغوي پانګه یې کمرنګه ده که د خبرو لپاره پکې اصطلاحات او عبارتونه نشته؟
دا او دېته ورته نورې په لسګونو پوښتنې مطرح کېدی شي چې د پښتو ژبې د پرمختګ او ودې پروړاندې خنډونه رابرسېره او د حل لارې ورته وپلټل شي. زه ډېرې داسې بېلګې لرم چې زما د ټولنې او پښتني کورنۍ بچي چې د لېسانس تر کچې اختصاصي زده کړه به یې هم پر پښتو کړې وي، خو له فراغت وروسته یې ورته شاکړې او کله کله داسې هم شوي او کېږي چې د مادي ګټې په خاطر یې له پښتو سره بېخي مخه ښه کړې ده. ځکه چې دی نوره خپله ګټه په پښتو کې نه ویني او د یو څو روپو د لالچ په خاطر یې پر پښتني دودونو او قوانینو پښه اېښې او خپل اصلیت یې په پېسو او مادیاتو کې ورک کړی دی. له ډېره بده مرغه په هېواد کې داسې وګړي هم لرو چې پلرونه او نېکونه یې پښتانه ول او دوی به ژوندي یا به مړه وي، خو بچیانو، لمسیانو او کړوسیانو یې ټولنیزې اغېزې منلي او ددوی هرګام، وېنا او خبرې د پلرونو او نېکونو پرخلاف او ځانونه یې په خړو اوبو کې لاهو کړي دي او د وېنا پرمهال به څه په ګډو وډو درته سر شي. زړه به دې په پښتو ژبه ودردېږي چې له هرې خوا پوښتۍ پکې ورماتوي. نه یې د کلماتو او لغتونو تلفظ پښتون ته پاتې کېږي او نه یې د جملو جوړښت د پښتانه له خولې وتلې وېنا ته ورته وي.
زه له هر پښتون عادي وګړي نیولې بیا تر دولتي او نادولتي مامور، رییس، وکیل، وزیر او له هر لوړپوړي مشر څخه دا هیله کوم چې په بله او نورو ژبو له ګړېدا مو څوک نه منع کوي او نه درباندې بد وايي او نه څوک دا حق لري. زه خپله ویاړم په هر هغه چا باندې چې په خپله مورنۍ ژبه باندې د فصېحې او بلېغې وېنا ترڅنګ د خپل هېواد په دوه رسمي او ملي ژبو )پښتو او دري( باندې د خبرو او لیکلو سربېره په یوه، دوه یا څو نړېوالو ژبو باندې د خبرو کولو له توانه او پوهولو او راپوهولو برخمن دي. زه متعصب نه یم او حتا د تعصب له نوم څخه مې کرکه او نفرت راځي، خو د خدای او رسول په خاطر له تا او تاسو چې په هر دریځ او موقف کې یاست هیله کوم چې په خپله ژبه مه شرمېږئ، مه یې هېروئ، مه یې غندئ، مه یې سپکوئ، پرې خبرې، لیکل او لوستل وکړئ؛ خپل بچیان، دوستان، ملګري، یاران، هم منګي، تر ځان ووړ او زوړ دېته وهڅوئ چې پښتو ووايي، پښتو ولیکي، پښتو ولولي او د پښتو د خپراوي او چوپړ ته لستوڼي بډوهي. د بازار او مارکېټ په برخه کې له فعالو وروڼو که او هغو چې په رسنیو، مخابراتي او ودانیزو شرکتونو کې په دندو بوخت دي هم دا هیله کوم چې د خپلو انځوریزو، غږیزو او چاپي خبرتیاوو او اعلانونو په برخه کې هم خپلې ژبې ته پاملرنه وکړي. هټېوال وروڼه دې د خپلو دوکانونو د لوحو په لیک کې پښتو ته ځای ورکړي، پلورونکي او پېرودونکي دې په راکړه ورکړه کې خپله ژبه نه هېروي!
وکیل صاحبان دې په پارلمان کې په خپله مورنۍ ژبه په ګړنه، نه شرمېږي د خپلو وګړو غوښتنې او هیلې دې په خپله ژبه له پارلمانیانو سره شریکې کړي. هر پښتون کسبګر که په خپل کار روزګار کې ورځنې خبرې اترې او خپلې چارې په خپله مورنۍ ژبه مخ ته یوسي، نو هېڅکله مو ژبه له یادو تشو سره نه مخ کېږي. په کورنۍ کې مېندې او پلرونه مسؤل دي چې خپل کوچنیان پښتو وېلو، لوستلو، لیکلو او اورېدلو ته وهڅوي او په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته او لاس په کار شي. د بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو له عادي کارکوونکي نېولې بیا تر مدیرانو او رییسانو او په ځانګړې توګه ارګوال دې هم په خپلو ورځنیو چارو کې ژبنی انډول په پام کې ونیسي؛ مکتوبونه او پوښتنلیکونه )استعلامونه( دې په دواړو ملي او رسمي ژبو لیکي او لېږي. که دوی دا کار وکړي او که له ما نېولې تر تاسو لوستوالو او په ټولنه کې نورو فعالو وروڼو او خوېندو په خپلو کاري ډګرونو کې د وېنا او خبرو پر مهال خپله ژبه هېره نکړه، نو بیا به په ډېره لنډه موده کې د پښتو ژبې د سترې ودې او ښورا پرمختګ شاهد اوسو انشاء الله.
د همدغو امېدونو د پلي او عملي کېدو په هیله...
لیکنه: محمد عثمان څولیزی