د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشروعیت او قانونیت

لکڼوال 31.03.2015 17:38

په دیموکراتیکو ټولنو او نظامونو کې ملي حاکمیت د ملت په ارادې پورې تړلی وي، همدا لامل دی چې د افغانستان د اساسي قانون د ۴ مادې د احکامو سره سم زمونږ په شته نظام کې هم ملي حاکمیت د ملت په ارادې پورې تړل شوی دی. هرڅومره چې د ملت اراده په سیاسي چارو او تصمیمونو کې دخیله وي نو په همغه کچه د دولت او ولسونو ترمنځ اړېکې هم غښتلي وي، د خلکو او دولت د اړېکې نږدېوالی په دې معنا ده چې دولت له زیات مشروعیت څخه برخمن دی، هغه دولتونه چې د مشروعیت کچه یې لوړه وي له شک پرته چې عمر یې ډېر او پایښت لرونکی وي. هلته چې د نظامونو او دولتونو ریښې ولسي او د ولسونو اراده وي نو له شک پرته چې ولسونه د دولت او نظام د بقا او پایښت له پاره هر ډول قربانی او سرښندنې ته تیار وي، برخلاف چیرته چې د ولسونو د ارادې ځای ځان غوښتنې، استبداد او ظلم نیولی وي نو هلته نه یوازې دا چې خلک د دولتونو او نظامونو سره همکار نه وي بلکې، د ولسونو فکر تل د دا ډول نظامونو د پرځیدو په اړه راټول شوی وي. هغه نظامونه چې د خلکو د ارادې له مخې رامنځ ته کیږي د خلکو پر وړاندې یو ډول سیاسي مسوولیت اخلي ترڅو دا سیاسي مسوولیت ادا کړي. په دیموکراتیکو ټولنو کې د دولت او حکومت په کارونو څار د هغوی یو مسوولیت دی کوم چې تر ډېره شته نظام او حکومت ته خپلې نیمګړتیاوې ور په ګوته کوي. خلک چې ملي حاکمیت ور پورې اړه پیدا کوي باید په سیاسي مسایلو کې بې علاقې او بې تفاوته پاتې نه شي، که چېرې دوی بې تفاوته پاتې کیږي نو په پرېکړو او تصامیمو یې هغه څوک اغیز خپروي چې د دوی په راتلونکي په یو نه ډول ناوړه او بد اغیز شیندلی شي، همدا لامل دی چې ځینې وختونه ځان او قوم غوښتوونکي سیاسیون په داسې لارو چارو فکر کوي چې په سیاسي مسایلو کې د خلکو علاقه کمه او ګډون یې بې رنګه کړي. سیاسي ډګر او سیاست دومره بدرنګ نه دی لکه څه ډول چې مونږ ته زمونږ د ارادې خلاف سیاسیونو بدرنګ کړی دی. د بشري ژوند د بقا او سمون له پاره په سیاست کې ګډون دومره مهم دی لکه یو تیکنشن چې د یو مرض د تشخیص او د بشریت د ژوند د ژغورلو له پاره میکروب تر څیړنې لاندې نیسي، د میکروب تر څیړنې لاندې نیول په دې معنا نه ده چې د تیکنشن میکروب خوښیږي خو د انسان د ژوند د ژغورنې له پاره اړ دی چې په اړه یې څیړنه وکړي، سیاست هم همداسې مثال لري، که د چا خوښ دی او کنه خو په ټولنه کې د یو وګړي په عنوان اړ دی چې په سیاسي مسایلو کې برخه واخلي. دوهم مسله د مشروعیت ترڅنګ قانونیت دی، کله چې یوه موضوع قانوني ریښې ولري نو ویلی شو چې د دې موضوع د قانونیت اړخ خوندي دی او په قانون کې ځای لري، د مثال په توګه ټاکنې یا انتخابات زمونږ په اساسي قانون کې ځای لري نو د ټاکنو ترسره کول قانونیت لري، هغه مهال د قانونیت ستونزه پیدا کیږي کله چې یو څه قانوني اړخ او ریښه ونه لري او مونږ یې ترسره کړو. هغه مهال چې د یوې موضوع قانونیت او مشروعیت غښتلی وي نو له شک پرته چې په ډېر ښه شکل په ټولنه کې وده او پرمختګ هم کوي خو برخلاف کله چې په ټولنه کې د یوې موضوع قانونیت او مشروعیت کم رنګه وي نو د هغې تطبیق او پرمختګ هم ستونزمن او آن ناشونی دی.