د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اداري فساد او پر وړاندې یې مبارزه

لکڼوال 30.03.2015 22:33

د شخصي یا ډلیزو موخو د لاس ته راوړنې له پاره د قانون خلاف عمل سرته رسول اداري فسادی. اداري فساد یوازې د رشوت اخیستل او رشوت ورکول نه دي بلکې نور ډېر اعمال دي چې د اداري فساد تر چتر لاندې راځي، د بېلګې په ډول د قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنه، په دنده کې غفلت، له رسمي وختونو څخه د شخصي کارونو له پاره کار اخیستل او ورته نور اعمال په اداري فساد کې راځي. له شک پرته چې دا مهال د اداري فساد ریښې داسې غزیدلي چې وچول او له منځه وړل یې ډېر کار او پاکې سیاسي ارادې ته اړتیا لري، د فساد پر وړاندې مبارزه د هر چا د خولې او د ژبې د سر خبره ده خو ستونزه دا ده چې په عمل کې ددې شومې پدیدې د ورکولو او له منځه وړلو له پاره ډېرې کمې هڅې کیږي، هرڅوک تر هغې د اداري فساد پر ضد د مبارزې شعارونه ورکوي ترڅو چې د اد اري فساد زمینه ورته نه ده برابره. اداري فساد داسې کرغیړنه بلا ده چې هیواد او شته نظام یې دواړه له ګواښ سره مخامخ کړي دي، تر هغې چې دا شومه پدیده شتون لري نو ترهغې د نظام او هیواد جوړیدل هسې خوب او خیال دی. د ټولنیز عدالت پلي کیدل او د قانون حاکمیت هغه څه دي چې همدې اداري فساد له ګواښ سره مخامخ کړي، ترڅو پورې چې ټولینز عدالت او د قانون واکمني شتون ونه لري تر هغې د یو هیواد او ټولنې پرمختګ او نیکمرغي امکان نه لري، د قانون واکمني او ټولنیز عدالت هغه مهال رامنځ ته کیدلی شي چې د قساد جرړې او ریښې وچې او یا هم له بیخه وویستل شي. په دوایرو کې د اداري فساد شتون ددې لامل شوی چې په موجوده نظام او اداره د خلکو باور او اعتماد کم شي او بالاخره د دولت او خلکو ترمنځ یو لوی واټن په وجود راشي، په دیموکراتیکو دولتونو کې ملي حاکمیت د ملت په اراده پورې تړلی وي، څومره چې په نظامونو او سیاسي چارو کې د ملت د ارادې ښه تمثیل کیږي نو په همغه کچه دولتونه او نظامونه له یوې خوا د پایښت عمر پیدا کوي او له بلې یې د مشروعیت کچه لوړیږي، د مشروعیت د کچې لوړوالی ددې سبب ګرځي چې چې دولت او خلک سره نږدې شي او یو د بل کلک ملاتړي اووسي، بیا هم هغه څه چې دا برخه یې کمزوري کړي په دوایرو کې د اداري فساد شتون دی. ددې کرغیړنې پدیدې پر وړاندې مبارزه نه یوازې د دولت بلکې د ملت دنده او مسوولیت هم جوړیږي، له یوې خوا باید دولت دداسې کسانو پر وړاندې د مجازاتو کلتور او فرهنګ پیاوړی کړي او له بلې خوا ملت او ولسونه هم خپله برخه مسوولیت ادا کړي، په بله خبره ولسونه باید په فساد د ککړو افرادو او خلکو پر وړاندې یوه ټولنیزه کرکه ایجاد کړي، هلته چې قومي قوي جوړښتونه شتون لري له هغې تړونونو او جوړښتونو څخه په ګټې اخیستنې سره دا ډول خلک باید په کلي او سیمه کې سپک شي، د هغوی سره راشه درشه او راکړه ورکړه کمه شي ترڅو هغوی پوی شي چې دا هر څه د اداري فساد له امله دي. له بلې خوا دولت باید په داسې لارو چارو فکر وکړي چې د اداري فساد د ګټې په اندازه د هغې زیان او تاوان زیات شي، سره له دې چې دا مهال غله، فساد او نور جنایتونه یو ډول د فخر مسایل ګرځیدلي، په فساد ککړ خلک دومره سپین سترګي شوي چې فساد د ځان له پاره ویاړ بولي په داسې حال کې چې د شهید داودخان د واکمنۍ پرمهال به رشوت او اداري فساد یو ډول شرم او پیغور ګڼل کیده آن تردې چې په فساد د ککړو کسانو بچیانو ته به په کوڅو کې نورو ماشومانو پیغور ورکاوه چې پلار د رشوت اخلي. که هیله لرو چې فساد ورک شي نو مهمه خبره ددې مفسدو او ککړو کسانو پر وړاندې د یوې ټولنیزې کرکې ایجاد دی ترڅو هغوی پوی شي چې دا عمل سپک دی او زه هم ورسره په ټولنه کې سپک کیږم. له بلې خوا د فساد پر وړاندې مبارزه باید هغه څوک وکړي چې په خپله په فساد کې ښکیل نه وي، هغوی چې په فساد یې لاسونه ککړ دي او د فساد له پاره لاسونه پورته کوي په حقیقت کې د فساد د ونې ریښې لا پسې غښتلي او پیاوړي کوي، پاکه ولسي او سیاسي اراده کولای شي چې د فساد پر وړاندې کار ورکړي او ملت د فساد له شته بدمرغۍ په امن کې کړي.