د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له طبیعي پېښوسره مؤثره مبارزه په کارده

حقیق 02.03.2015 21:34

سره له دې چې ډېرو جګړو اونورو ناخوالو ناکراره کړي او ځپلی یو، طبیعی آفتونو هم زموږ لمن نه ده خوشې کړې او هرکله یې په ستونزو اخته کړي یو.
 دخبرونو پربنسټ په پنجشیر او بدخشان کې په دې شپو اوورځوکې د واورې دښویدو له امله زموږ په سلګونو هیوادوالو ته مرګو ژوبله اوښتې او ډیر شمیر کورونه هم وران شوي دغه راز دلغمان ننګرهار،  نورستان  او  کونړ په ولایتونو کې هم داورښتونو له امله یو شمیر  کورونه او په زرګونو جریبه ځمکه اوبو لاندې کړې ، چې له امله یې خلکو ته ځاني او مالي ډېر تاوانونه ور اوښتي دي.
تر اوسه د دغو پېښو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو کره شمېرې هم لا نه دي معلومې او یوشمېر کسان لا نادرکه هم دي.
طبیعی پېښې هغه ستر افتونه دی چې تل یې بشری ټولنه ګواښلې خو دتکنالوژۍ په پرمختګ سره اوس ددغو پېښو له امله دضایعاتو کچه ټیټه شوې ده سره له دې چې دنفوسو شمېره زیاته شوې خواوس بشر پردې توانېدلی چې له دې امله د ضایعاتو اوستونزو په کمښت کې ډېر بریالیتوبونه لاسته راوړی. خو افغانستان لاهم په دې برخه کې له ډېرو لږو امکاناتو څخه له بده مرغه برخمن دی.  
تل د طبعی پېښو په نتیجه کې  لکه واورې ښویدنې ، سېلاونو او د زلزلې له کبله زموږ ډېر شمېر هیوادول له مېنځه تللی یا هم ټپیان شوي او یاهم ورته زیان رسېدلی خو په وړاندې یې دمخنیوی او مرستې عملیات ډېر کمزروی او ناوخته ترسره شوي چې دضایعاتو کچه یې ډېره لوړه کړې ده .
سره له دې چې دپنجشیرپه ولایت کې دوروستیو پېښو له امله  ددولت له خوا ښه غبرګون وښودل شو ، ددولت او حکومت مشران دواړه هلته ولاړل او ددولت اړوند و څانګو او خصوصی برخې هم ښه غبرګون وښود خو  زموږ دولتی برخه په دې اړوند لاهم  ډېره کمزورې ده ، له بده مرغه رسنۍ هم په دې اړوند خپل هغه رسالت چې ورته په کاردی نه ادا کوی ، ډېرې وړې سیاسی پېښې او هغه څه چې ددوی تمویل کوونکی ورته علاقه لری په ډېره ښه توګه منعکسوی خو دطبعی پېښو په وخت کې لږ شمېر رسنۍ ددغو پېښو منظم او هراړخیز  رپوټ ورکوی  .
دغه راز هغو هیوادونو چې له  افغانستان سره دمرستې ادعا کوي او ان زموږ په هیواد کې پوځي حضورلري په دې اړوند لازمه مرسته نه ده کړې.
په زیاترو دغسی پېښو کې لیدل شوی چې یواځی خپله خلک دی چې په دې اړوند یو له بل سره مرسته کوي ، له بده مرغه دولتی ادارې بیا ډېر وروسته  دمرستې لپاره رسېږي اوعمل کوی.  او کله هم بیا داسې کېږي چې  په خپله دولتی ادارې هم د وسایلو او پرسونل دنه درلودو له کبله عاجزې وې   چې له هغو نه دخلکو مرسته ګټوره وی.
یو بله نیوکه چې په دولتی ادارو کېږی هغه دهغو مرستو ناسم رسول دی چې له  غم ځپلو خلکو سره ترسره کیږی او په ډېرو ځایوکې  همدا خلک شکایت لری چې ددوی سره مرسته شوی شیان په سمه توګه نه ویشل کیږی اوپکې پراخ فساد ترسره کیږی.
له مرستندویو ټولنو ، نړیوالو سازمانونو او هیوادنو نه دافغانستان دخلکو هیله همدا ده چې د پېښو په وخت کې له دوی سره لازمه مرسته وکړی ځکه چې داهیواد له یوې خوا جګړې ځپلی او ډېری ستونزې یې ور اړولی نو طبعی پېښې او افتونه به ددوی ستونزی لا نورې هم زیاتې کړی. په دې هیله چې  ددغه ډول پېښو په وړاندې دچمتوالی کچه لوړه شي او په دې اړوند هغه څه هم ددولت او دبهرنیو ادارو او هم خپله دخلکو له خوا ترسره شی چې هم هیواد او هم خلکو ته ګټور تمام شی.
وروستیو پېښو پراخ دسر او مال زیانونه رامېنځته کړی چې  دا ټول هېواد د ته زیانمن تمامیږی ځکه درپوټونو له مخې په یادو ولایتونو په تیره بیا  ختیزو ولایتونو کې په زرګونو جریبه ځمکه او کرل شوی نباتات له مېنځه تللي دی. په همدې توګه دهواپېژندنې نوې وړاندوینې او تخمینونه هم دا څرګندوي چې کیدای شي دپنجشیر په ولایت او نږدې سیمو کې یې بیا واوره واوریږي او د واورې دښویدو اټکل هم شوی دي ،  چې اړوندو ارګانونو ته په کارده په دې اړوند لازم تدبیرونه ونیسی او هم په راتلونکی کې دپېښو سره دمبارزی بهیر غښتلی او چټک کړی څوچې هغه نړیوال نورمونه چې په نورو هیوادونو کې په دې اړه په نظر کې نیول کیږی دلته هم که په ټيټه کچه هم وی په پام کې ونیول شی.
---------------------------------------------------------------------