د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترکله به یو بل سره وژنو ؟

حقیق 12.10.2015 17:38

په وروستیو وختوکې له بده مرغه یوځل بیا د جګړو او افغان وژنې اور تود شوی ، دکندز ، تخار ، بدخشان ، کندهار، ننګرهار نه نیولې بیا ترغزني ، کاپیسا ، فراه او نږدې دهیواد په ټولو ولایتونو کې جګړې روانې دي او هره ورځ دجګړو لوري دا اعلانوي چې دمقابل لوري دومره کسان مو له مینځه یووړل او یا مو ټپیان کړل، هره ورځ د دومره شمېر انسانانو  وژل کېدل د هربادرده  افغان زړه  خوږوي  په هرڅومره شمېر کې چې زموږ  ځوانان دجګړو له کبله له مینځه ځي ددوی مېندې بورې کېږي اولادونه یې یتمان او ښځې یې کونډېږي ، او ګټه یې دهیواد دښمنانو ته رسیږي.
که چیرې دافغان دولت وسله وال  مخالفین هم په بېلابېلو پېښو او جګړو کې وژل کېږي  ټپیان کېږي او یا نیول کېږي بیاهم افغانه  ښځه کونډېږي او افغان بچی یتمېږي او افغانه ښځه بوریږي او پلرونه دخپل اولاد په مړېنه اوښکې تویوي او لاڅرګنده هم نه ده چې دغه پېښې به ترڅه وخته پورې دوام ولري !؟ یواځې اوس نه بلکې دافغانانو په کورنو کې نږدې دا اووه دېرش کاله کېږي چې هره ورځ همدا خبرونه وي او همدا پېښې!
په دې ټولو پېښو کې له غم ډکه خبر لا داده چې هرځل چې دیو لوري کسان له مېنځه ولاړ شی نو بل لوری کې دانتقام او غچ اخستنې روحیه لا پیاوړي شي او دبل شوي اور لپاره لاهم هوا ورکړل شي.
پوښتنه داده چې آیا ددې ستونزو لپاره چې دا دومره وخت کېږي دوام لری هېڅ  دحل لارنشته ؟  اوس چې موږ له پخوانیو مرحلو راوتلي یو، تنظیمي جګړې له مېنځه ولاړې  څوارلس کاله کېږی چې مرکزی حکومت لرو، ډېر ځوانان مو دسواد له نعمت څخه برخمن شوي، ډېرو افغانانو دنړۍ دنورو هیوادونو وګړی او دژوند حالات ولېدل، اوس ټول په دې پوه شوی چې څومره خوند په ورورلی ، امن او پرمختګ کې دی خو بیاهم زموږ دردونه دوام لري؟
په نړۍ کې ډېرې اوږدې جګړې هم ختمې شوي. او په پای کې دحل لاره ورته موندل شوې . آیا دافغانستان جګړې ختمېدلای نه شي؟
ډیرۍ شنونکي دا وایی چې اوس  له هروخت نه ډېر په هیواد کې دسولې او دجګړې دختمېدو اړتیا لیدل کیږي ، یوخوداچې افغانان له جګړو ستومانه دي او عامه ذهنیت په کلي ډول سولې او کراری ته چمتو دی اوبل داچې اوس  ډیرو افغانانوو او څېړونکو او دافغانستان دحالاتو شنونکو اوس کاملاْ دادرک کړې چې دافغانستان جګړه افغاني جګړه او دافغانانو په مېنځ کې نه ده بلکې دا دسیمې او نړېوالو ځواکونو او نورو هېوادونو جګړه ده چې غواړي دمجبورو افغانانو له لارې  په سیمه کې خپلې ګټې ترلاسه کړي. هغوی غواړي په دې توګه خپلو اوږدمهالو موخوته ځان ورسوي.
افغان ولسمشر هم په وار وار ویلي چې سوله دده دکارونو  په لومړیتوبونو کې ځای لري او دا دهغه داوږدمهاله تحلیل او تجربې نتیجه ده چې وایی دهیواد ډیری ستونزې او په تیره بیا اقتصادي حالت په هیواد کې دامن او سولې په راتلوسره سمیږي. هغه ویلي که چېرې موږ دجګړو لګښتونه چې هره ورځ اونۍ اومېاشتې کېږي په هغه سره زموږ کلي ، ښارونه او هيواد ودانېدلای شي.
 اوس باید چې ټول افغانان یوبل ته لاسونه سره ورکړي او هم بهرني  هیوادونه چې دافغان جګړې او سولې عوامل یې لاس کې دي نور نو باید دافغانانو غږ ته لبیک ووایی او دخپل انساني احساس له مخې دې دجګړې عوامل نورپه افغانانو  نه تپي . خواصلي خبر داده چې بهرنیان به هسې هم دخدای لپاره او دزړه خوږي له مخې دغه جګړې نه ختموي بلکې افغانان باید چې پردوی فشار راوړي څو له خپلو مداخلو لاس واخلی او په تیره بیا زموږ ګاونډئ پاکستان هیواد چې په افغان جګړه کې ډیر ښکیل دي او اوس یی مداخله له هیچا هم پټه نده په دې برخه کې خپله ونډه ادأ کړي، او که چیرې دغه هیواد خپله نه حاضریږي چې په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي نو ترټولو ښه لار داده چې افغانان سره یو شی او ټولو بهرنیانو اوپه تیره پاکستان په زغرده ووایی چې نور دې زموږ دهیواد په چارو کې مداخله نه کوي او که ونه شي بیا دې کلک غبرګون له ټولو ممکنه لارو ددوی په مقابل کې ونیول شي.
افغانانو ته هم لازمه ده چې نور پرېنږدی چې افغان بچئ دافغان په لاس ووژل شي. زموږ ملي اردواو نورو ملي ځواکونه  دهیواد ددفاع او امن لپاره جوړ شوي نه داچې په خپل منځي جګړو کې کمزوری شی او ګټه یې نوروته ورسیږي.
یواځینی لاره له شته ستونزو نه دوتولپاره همغه دافغانانو په مېنځ کې تفاهم اوخبرې دی چې ټولې خواوې خپله راتلونکې پرې روښانه او ډاډمنه کړي، له دې پرته به خدای مه کړه همداسې دخپلو ځوانانو جنازې  په اوږو وړو او دخپلو هېوادوالو داوښکو د بهیرونو نظاره به کوو.