د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ریا

وکيلي 27.02.2015 11:09

په شـرابـو جـامـې ویـنـځه هـم که تنده ماته
خـوســوداګــرمسه د دین دا لویه ګُـنـاه تـاتـه
څـکل دمـی یــو جام بــولـم ګـنـاه دهــرانـسان
بې کـړه وعـظوخبري آغـېـزنه کا ځـي هـواته
شیخ کــي ددین خـبـري بد وایي هـــم دمـی یو
کـَـړنې بــیــا وګــوره دین سَـپـّرکي وهــرچا ته
زه وایم ای شیخه ته څکه شـراب بـې درېغه
دین مه پلوره مې سپرکړه الله رسي تــا اوماته
ویــل کـول دوه کاره توپــیـرلـــري هــرچــاله
لــږکــول ډېــرښــه دي تــرډېــر ویــــل وچــاته
ریا ده ډېره بده چي حمید پناه غواړي له ربه
وســـاتـه ای ربه ټــول انســان بـشـر اومــا ته