د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ژبه کي دکلام پښویه

وکيلي 22.07.2015 12:33

په ژبه کي د ګړي پښویه یاني قاعده په درې ډوله ده : لومړی :- طبعي قاعده؛ دوېم :- ټولنیز ه قاعده درېم :- ګرامري اصول .
لومړی په ژبه کي دګړي طبعي قاعده:دغه طبعي قاعده اوخبري کول په ژبه کي ډېره لرغونې ده . هره ټولنه چي خبري کوي په خپل ځانګړې دودیزه لهجه (dialect) سره ئې کوي اوپه خپل منځوکي دهغه ځای درواج سره سم یوبل سره پوهه وي . له پېړیو پېړیوراهسي اصطلاحات اوظرافتونه چي په ژ به کي سته هغه ټول منل سوي، چي دټولني دوګړو په وینواو رګو کي شتون لري؛ نودغه اصطلاحګاني اوظرافتونه د ژبي چي په لهجوکي پراته دي په آسانه سره بدلون نه مني؛ دا ځکه چي تُوري او«ګړي » په ژبه کي د وګړو د ډېرو پخوا زمانو څخه راغلې او خپل ځای او بڼه ئې په خبرو یا وییګړو کي ټاکلي دي . او که چیري د دباندنیوژبو څخه ګړي په ژبه کي ور ننوځي هغه په ځان کي رانغاړي او په خپل جَوّله کوي ئې او په کارئې وړي،چي وروسته بیاچندان سړی نه په پوهیږي، چي دا پردې ګړه ده او که د خپلي ژبي څخه را زېږېدلې ده . دا ترتیب نه یوازي چي په پښتو ژبه کي دی،بلکي په نورو ژبو کي هم دا قاعده سته . دایوه طبعي قاعده د ګړو ده .
اوبله خبره دا چي ولي په ژبه کي دغه نوم مذکر دی او هغه مؤنث دی دا طبعي دغسي راغلي دي . دساري په توګه : ځنګل په وینګ او ږغ کي د مذکر یاني نرینه بڼه لري خو په آر کي خپل ښځینه یاني مؤنث دی . خو په لهجوکي مذ کر ویل کیږي . لکه چي وایي : د ځنګله خوا ته وګوره . یا وایي : هغه ځنګل دی . بله بولګه : لار او لمن په دغه ډول چي لیکل سوي د ږغ له مخي هم ښځینه ایسي؛ بېله دې نه چي د تانیث چِرّ ګي« ه » سره ئې ولیکو . لکه : لمنه یا لاره . دغسي مثالونه ډېر سته . یاني دغه ثبوت نسته،چي دا ولي مؤنث سوي او یا ولي مذکر دي؛ داځکه چي د ژبي په طبعي سستم کي دغسي منل سوي او راغلي . بله بولګه : د ژبي په طبعي سستم کي دنورو تورو ترڅنګ دپښتو ژبي پنځه « ئې ګاني» دي . لومړی :- لنډه « ي » ده،چي ښځینه نومان جوړه وي او اکثره دنومانو جمع دغه « ي » جوړه وي . دا ولي دغه « ي » ښځینه نومان جوړه وي؟ ځواب ویل ئې ستونز من کار دی؛داځکه چي د ژبي په طبعي پښویه یا اصولو کي دغسي راغلي دي، چي موږ ئې ټوله منو . یا اوږده « ې » هغه نومان چي په روښانه چِرّ ګۍ « ه »راغلي وي ډېرن (جمع) ئې په دغي اوږدې « ې » لیکل کيږي . لکه : زړَه = جمع ئې « زړې » اونور . دا ولي دغسي دي؟ ځواب مشکل دی . بله نرمه « ی » ده، چي نرینه نومان جوړه وي . لکه : نمسی، مېږی، پسرلی اونور . درنه « ۍ » ښځینه مفرد نومان جوړه وي . لکه : نمسۍ،لېونۍ،کابلۍ اونور . په دغي یاني درنه « ۍ » یوار مفرد نومان جوړیږي بیا جمع جوړیږي . دساري په توګه مفردنومان : لـُوګرۍ، دُوبۍ،موچۍ اونور . جمع جوړول : څلورچوکۍ،درې خولۍ،څلور ایلۍ اونور . دا څرنګه خبره ده ، چي یوار دغه « ۍ » جمع خوبیاهم مفرد نومان جوړه وي . د دې ثبوت نه سو کېدای . همزه والا « ئ » ددغي « ئې » ږغ د نرمي «ی » او د درني « ۍ » ترمنځ دی . لکه : تاسوځئ، تاسوراغلئ، تاسوولاړئ . دا هغه بولګي دي،چي موږ هر ګړی ورسره اخته یو ؛ نو په دې لحاظ مي دغه بولګي دلته و ټاکلې . په ژبه کي په زرو دغسي نوري بولګي هم سته،چي په ټولنه کي منل سوي او خبري په کوي . ژبپوهانودغه دطبعي قاعدې د ګړو چي د «وګړو» له خوامنل سوي توکي دي دلهجو څخه را اخستي او په ګرامري چوکاټ کي ئې د ښه لیکلو او لوستلو لپاره صیغه بندي کړي بیا ئې ټولني ته وړاندي کړي .
ګړي د ټولنیزي قاعدي له مخه ګورو : د افغانستان ختیز پښتانه پخپل ګړدود کي ترډېره بريده د اوږدې
« ې » څخه کار اخلي؛ دا ځکه د دوی په ګړدود کي طبعیتا دغسي راغلي دي . څرنګه چي پورته هم وویل سوه . دساري په توګه : ( کې، چې، مې، «دجمع لپاره » ښځې،زرکې،ګټې ) اونور . اوس ئې مصدر یاني «کړنځی» ګورو . لکه : ( شول - شو؛وښکل - وښکه، ښودل – ښوده ) اونور. بیا ئې ځیني نومان ګورو. لکه : ( ازغی،سپرلی،غږ،زمری ، ځمکه، بډوډی)، ضمیر (مونږ، زمونږ)؛دغه « ګړي » په دغو ګړدودو کي بدلون نه مومي . چي دا ولي داسي دي ؟ د دې خبري جواب به څوک درنه کي؛ داځکه چي د دې خلکو دژبي په خټه کي دا اخښیلي دي .
د افغانستان د سهیل لوېدیز ګړدود ته یوه کتنه که وو . د ساري په توګه : ( کي، چي ، مي د
« جمع لپاره » ښځي، زرکي، ګټي ) او نور .
«اوس ئې مصدر یاني « کړنځی » ګورو . لکه : ( سول – سو؛ کښل – کاږي؛ ښوول – ښه یي ) او نور . بیا ئې ځیني نومان ګورو. (اغزی،پسرلی،ږغ ،مزری،مځکه، پوښتورګی)، ضمیر (موږ، زموږ )دغه ګړي په دغه ګړ دودو کي هم بدلون نه مومي دا ځکه چي د دې خلکو د ژبي په خټه کي دغسي اېښوول سوي دي .
که د دواړو ژبودمکتبو اصطلاحګاني او د« وینګ» سستم څوک وغواړي،چي پرتله ئې کي او بدلون پکښې راولي ګومان نه کوم، چي بریالی دي سي . ولي؟ تر زروکلو ډېر ددغو دواړو ټولنو وګړو دغسي پښتو ویلې لکه چي دوی اوس په ږغیږي،خو په لږ او ډېر توپیر سره . نو ودوی ته ثبوته ول اوبیا په دوی منل څه اسانه کار نه دی . دواړي ژبي خپل بنسټ اولرغونتیا لري .
((بیا هم که څوک غواړي، چي یوه واحده معیاري ژبه ولرو د دغو لهجو څخه ګړي په موافقه سره را اخلو یوه خپلواکه واحده معیاري اوموافقه یي ژبه ځني جوړ ولای سو ؟؟))
درېم :- ګرامري اصول : په ګرامري اوصولو کي ژبه تر ډېره بریده په یوه ټاکلي چوکاټ کي د ژبپوهني تر پښوېي لاندي فزیکي جوړښت (لیکنه) او ږغیزه بڼه ئې لکه خبري، په منظم سستم سره ترتیب او چوکاټ بندي سوې ده . دغه عمومي چوکاټ دنړۍدټولو ژبو یو ډول دی . لکه : کړونکی (فاعل)،کړنه (فعل)،ستاینه (صفت)، مهال (زمان)، نوم (اسم)، نومځی (ضمیر)، کړنځی (مصدر)، تړونکی (قید) اړتوری (حرف ربط)، ټوټکي (ادوات)، شمېره (اسم عدد)، ږغ توري (اصوات یا ندا) . دټولو ژبو ګرامر(صرف ) پر دغو څو شیانو (توکو) باندي راګرځي؛ خو دا هم باید وویل سي، چي هره ژبه په دغه ګرامري چوکات کي خپل د جملو دجوړولو او دجملو داجزاوو ټاکل په جمله کي ځان ته ځانګړی اوصول لري . دغسي هم په پښتو ژبه کي .
دیوې لنډي خــَبـَري جملې غړي دنړۍ په ټولو ژبو کي دګرامر له مخه یو ډول دي . لکه : کړونکی (فاعل )؛ کړنه (فعل)او مفعول . کړونکی کېدای سي،چي نوم (اسم) یا نومځی (ضمیر) وي . کړنه (فعل)کېدای سي، چي لازمي یا متعدي کړنځی وي؛ په مختلفو مهالو کي . مفعول کېدای سي،چي نوم یا نومځی وي .یوه خـَبَري وییګړه ګورو: ( احمد و محمود ته لیکي . ) دغه یوه ساده خبري وییګړه ده . دغه جمله په ډېرو نورو ژبو کي په دغه ګرامري چوکاټ کي له دغو اجزاوو سره ژباړه کیږي یاني ګرامر بدلون نه مومي؛خو دوییګړي جوړښت اود ګړي فزیکي حالت بدلون مومي .
په ژبو کي چي ډېري ستونزي رامنځ ته کوي ټوټکي (prepositions)،تړونکي (adverbs) او اړتوري (conjunctions) دي . ولي چي ځیني مهال یوه ستاینه قید سي یا یو ټوټکی قید سي .
د دغو پېژندل په جمله کي اوسم په کاروړل ئې څه ستوزه لري .
دا نه یوازي په پښتو ژبه کي دا ستوزه سته بلکه په نورو نړيوالو ژبو کي هم سته، چي یو ټوټکی په ځو حالاتو کي راځي،که هرټوټکی سم پرخپل ځای ونه لیکل سي جمله خپله سمه مانا نه ورکوي . په پښتو ژبه کي د« په» او «پر» ټوټکي (particle) او د «د» او «له» د ټوټکو په کار وړل ستونز من دي؛ډېر کسان ئې سم نه لیکي .
موږ په خپل ژبه کي باید لکه د نوري نړیوالو دژبو په شان دګرامر له مخي ادوات «ټوټکي» (prepositions)،قید «تړونکي» (adverbs) او حروف ربط «اړتوري» (conjuctions) سم پرخپل ځای ولیکلو .
لکه : ټوټکي یا «ادوات» (prepositions) : دلته ئې یو څو مثاله ښه یو: (تر ؛ «دپاره – له پاره – لپاره » ؛ بېله ؛ پر ؛ په ؛ به ؛ سره ؛ د ؛ له ؛ ته ؛ کي ؛ څخه «نه» ؛ دڅنګه ) او نور ډېر . تر ډېره ځایه د « کي » ټوټکی (particle) د « په » د ټوټکي سره یوځای راځي . بولګه : په کور کي دی . دی په ښار کي وو .
تړونکي یا «قیدونه » (adverbs) : تړونکي یاني قیدونه بیخي ډېر دي . لکه : مهالي تړونکي (کله، پرون،سبا) اونور. ځایي تړونکي (دلته،هلته،چیري) اونور ډېر. شمیریز تړونکي (دوه، دوه واره،هروار) اونور ډېر. سببي قیدونه (ولي،دڅه لپاره،پرڅه شي) اونور ډېر. نفي او اثباتي قیدونه (نه؛مه؛نا؛هیڅکله نه؛نسته؛ یا ؛ هو ؛ ولي نه؛ خامخا؛ښایي)
اړتوري یا «عطف» (cojunctions) : اړتوري یا «عطفونه» بیخي ډېر دي دلته ئې یو څو راولو . (او ؛ که ؛ چي ؛ مګر«اما» ؛یا؛ بلکي ؛ سربېره ؛ ولي چي ؛ ځکه چي ) او نور ډېر .
لومړی خو دغه توري څرنګه چي وښوول سوه خپل ګرامري ځایونه او صفت لري او بیا کېدای سي، چي یو دبل پر ځای هم په کار واچول سي .
دلته اوس د«نفي قید» ګورو : (نه) له یوه خوا څخه شمېر دی « ۹ » دبلي خوا ټوټکی دی . لکه چي ووایو: ( زما نه ئې واخست یا زما څخه ئې واخست . ) اوبل نفي قید دی .
( زه ستا په خوله نه کوم .) کله چي « نه » قید سي نو په روښانه چِرګۍ « ه » ویل کیږي .
څرنګه چي لیدل کیږي موږ د التباس څخه نه سو خلاسېدای،ځکه چي په پښتوژبه کي دا ډول توري ډېر دي .

اخځونه :
۱:- پښتوګرامر جزء اول پوهاند صدیق الله «رښتین » ۹۹ تر ۱۰۲مخونه
۲:- تست و ګرامر انګلیسی جوادعسکری استاد انګلیسی
۳:- ګرامر زبان المانی دکترنصرالله حریریان ۲۶۵ تر۳۳۱ مخونه
۴:- د پښتوژبښود (دپښتوګرامر) محمدسرور وکیلي ۱۴او۷۴ تر۸۲ مخونه