د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه شاعر ته

مجبور 11.01.2015 12:19

سپینې لیچې شنه بنګــــړي شــونډې لعــلونه یــــــــادوې
چې نرۍ غاړه تورې زلفــې ولـــونه ولــونــه یــــــادوې
د چا د خورچې سرې پاپـــۍ او سره لاســـــــونه یادوې
د یوې پیغــلې پښتنـــــې خـــور چې اندامــونه یـــــادوې
تا کې غیرت نشته او که ســتا په کور کې خور نشتـــــه
او دا د چا خـــور چې یـــــادوې ددې ورور نشــــــــــته
دا عافیــــــــه بي بي زمـــــونږ د ټولــــــو خـــــور نده؟
کافـــــــــرانو مونـږ دا بوولـــــــــې نن پـــــه زور نـده؟
نړۍ کې هر مسلــــــمـــان ته دا خبره د پیــــــغــور نده؟
ته د کشمیـــــــر د مظــــلومانو دغه شـــــــور نـه اورې
خدای دې ګونګی کړه چې فریاد د خپلې خـور نه اورې
د مسلمــــان دننـــــــه کــــــور ته امریکـــــــــــه راغلې
مخکې ډالــــــر راغلــــــــی مخکې تری ســـکه راغلې
ستا په غیــــــــــــرت او په نامــوس باندې ډاکه راغلې
ته اوس هم غـــــــــــونډه زنه تـــــــــــور زلفان یادوې
ته اوس هم مـــــــــــــــخ کې قوطی د جــــــانان یادوې
ته اوس هم شیــــــــــن منګی او د ګـــودر غاړه یادوې
ماته خو شـــــــرم راشي ته چې دغــــــه دواړه یادوې
ورځ د قیامــــــــــت به وي حساب کتــــــاب به کیږي
غټ عدالـــــــت به وي د هر چا احتســـــاب به کیږي
د جنــــــــازې نه پس د قبر سـوال اوجــــواب به کیږي
دا نن چــــې مخې ته بچــۍ ستا د آدم ګـــــــــــډیــــږي
شاعــــــــره دا بچۍ په زور ستــــا د قلــــــم ګـــډیږي
دې ته به هــــــم د خـــوږ ادب یوه حصـــه وایـــې ته
دې ته به هـــم د محبــــــــت یوه قصـــــــه وایــــې ته
چې یوې پیغـــــــــــلې پښتنې ته پتاســــــه وایــــې ته
تا د ادب لاره کـــــې تا لویه غلطـــــــــــي وکــــــړله
د یوې پیغلـــــــې پښتنې دې بې عزتــــــي وکـــــړله
مسلمانــــــــان داسې خبرې ته غیــــرت نـــــــه وایي
د پښتې پېغـــــــلې ګډا او نڅـــا ته ثقافـــــــت نه وايي
حرام دولت ته خلـــــک فضل د قـــــــــدرت نه وایي
ته یو ادیب یې او فلــــــمونو ته سنـــــــدرې جوړوې
ته د بربنډو جینــکو سره خیالي منــــــدرې جوړوې
پدې ګنـــــــــاه کې ورسره ستـا ده برابـــــــره حصه
په فحاشــۍ کې به در کوي درته غوښــــــوره حصه
شاعره ستا به په کې وي تر ټولو غـــــــــــوره حصه
دې نوي نســـــل ته نن ته د زهــــرو ستنــــــه وهې
د فحاشــــۍ بل شوي اور ته چې لمــــــنه وهـــــې
د دین رڼا راولـــــه کور کـــې خوشحــــــالي راوله
په مسلمـــــو کې اتفاق او ورور ولــــــــــــي راوله
جذبه په قوم کـــــــــې د خالد بن ولـــــــــــید راوله
د اسلامــــــی نظام لپـــاره خپل قلم پـــــــــورته کړه
د خپل قلم په زور شاعره ټول عالـــــــــم پورته کړه
چې د شرابو او د جام او پیـــــــلۍ صفــــــت کړې
د تورې میشلې اوباما د سویلــــــۍ صفـــــــــت کړې
ماته افسوس راشي چې ته د ملالۍ صـــــــــــفت کړې
په سترګو ړوند شي او موټر دې په سینـــــــــه وخیژه
که ژوندی پاتــــې شوې په ژبه دې دانه وخـــــــــــیژه
چې د انګریز سره اوســـــــیږي دغه ســـــــــــیاله نده
د اوباما نه غیر چې بل چاسره خوشحـــــــــــــــاله نده
دغه ملاله د میوند دتورې شرنـــــــــګ هغه ملاله نده
د داسې ښځـــــې سره مینه محبت ستــــــــــره ګناه ده
شاعره خدای ګو چې ددې جینــــــــــۍ صفت ګناه ده
دا آخـر ولې نن ړندې زما د قوم ســــــــــترګې شوې
پټې په ځینو شاعرانو کې د ایمـــــــان سترګې شوې
د کافرسرې، کوزې نن د مسلــــــــمان سترګې شوې
مرده! حسام بن ثابت شه، زیبـــــــــــاره جوړ نه شې
چې د اسلام په لمن داغ چـــــــــېرته جــــــوړ نه شې
مه کوه دا بې خونده د زیبــــــــــاره او د لبید شاعري
کوه ټول عمر د الله پــاک په توحیـــــــــــــــد شاعري
تاته پکار ده د حضرت حســـــــــــام بن ثابت شاعري
تا کې دا توان دی سپین ته سپین او تور ته تور ووایه
د هر مسلمــــــــان خور ته خپلـــــــــــــه خور ووایه
ته بې حیــــــــــــا يې چې حیـــــــا د بل د خور اخلې
په کوڅه کې به کوکــــــــۍ چې تــرې په زور اخلې
که چا ستا خور له ګوتـــې ور وړې بیا به اور اخلې
دا ډول وینا دښه مسلمان شاعر په خزانو که نشـــته
چېرته انګلینـــــــډ ته لاړه شه دا په پښتنو کې نشته
ستا شاعري د آوریدو قابلـــــــــــــــه پاتې نه شوه
په زړه کې دا دپاتې کېدو قابلــــــــــه پاتې نه شوه
په کور کې دا د اوریدو قابلــــــــــــه پاتې نه شوه
د غېرت ساه له پښتنـــــــــو نه په وتـــــو ګورمه
زه چې دا نوې نوې سنــــــــدرې د پښتو ګورمه
د نوي نسل تباهـــــــــــۍ ته چې اوزار راغــــی
ټیوي خو پریږده، انټرنیټ راغی ویسـیار راغی
څه چې کوې هغه کـــــــــــوه تاته اختـیار راغی
د اسلامی نظـــــــــام لپاره ترانـــــــې جوړې کړه
دا تاته څوک وایي چې فلمونو ته ګانې جوړې کړه
تاته الله پاک د عــــــــــــــــــباد الرحمــــــان وایي
دا څه زما خبره نـــــــــــده دا قــــــــــــــرآن وایي
جانان هغه دی چې درود پرې پاک سبــحان وایي
یا خو اقبال شه یا ملنـــــګ عبدالرحمان جوړ شه
بس کړه عاشق په محــــــــــمد آخر زمان جوړشه
کله هم چې کلب یادوې نو مدینه منـــوره یاده کړه
د الله کور کې د حرم دنـــــــګه منـــــاره یاده کړه
د احد دغره لمنه کــــې د اصحابو مقبـره یاده کړه
د حقیقي مینې چې ستا په زړه کـــې کور پیدا شي
مجبور وایي هله به دا ستـــا قلم کې زور پیدا شي