د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رسوا مینه

وکيلي 06.12.2014 13:30

ستــا پــه میــنه کـي رسـوا خلک مـي ویني
زړه مــي ســــو ســـوری څـــاڅــي ترې ویني
ښــکلــي کله کــړي وفــا بېــلتون ئې کاردی
پـــه نـــړۍ کـــي ســوم رســواهم ته ئې ویني
دنــاصـــح ونصــحت تــه زه حـــیــران یـــم
بـــــې جــــــــلوه ګــــډ خـــوري د ځیګر ویني
ســـاقــــي راســـه زما هـمدم غم راغلط کړه
زاهــــــدان مــــي دپـــــورهــار ویني نه ویني
زه ســومــه پردی له خـــپــلو خپلوعــزیزانو
مــــجنــــون د بـــیــان څـــوک مــي نه ویني
منصورپه مینه ورک دان الحق نارې وهلې
په دا بحرکي یم ورک ترلــېـمـو مي څاڅي ویني