د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناسم لنډیزونه

وکيلي 07.11.2014 10:43

که موږ دټول نړۍ ژبو ته ځیر سو په دغو ژبوکي لنډیزونه سته په ځانګړې توګه بیاپه انګلسي ژبه کي . دانګلسي ژبه ولاړه پرلنډيزو ده . هغه کسان چي په انګلسي ژبه پوه دي دا خبره لاښه ورته جوته ده . نو لنډيزونه په ژبه کي خامخا وي . لنډیزون په لیکنه کي ډېر ښه دي .
خوځیني لنډېزونه دلهجو څخه راځي؛دغه لنډېزونه داسي دي چي دټاکلوسیمو ګړدود دي،چي په معیاري لیکنه کي ځای نه لري،داځکه چي دغه څېر ګړي په ګړدودو یاني لهجو (dialects)کي ډېرپه کارځي نو دابه ستونزمن کار وي،چي دهر د«یالکت» څخه یوه ګړه راواخلو هغه دلنډیز په توګه و کاروو. ښه به داوي،چي له هغه ګړو څخه کار واخستل سي،چي معیاردي . موږ هیڅ مجبوره نه یو،چي دژبي دخراپېدو په قیمت خماخا ګړه لنډه کړو.
که چیري موږ دګړي په ارزښت ګړه لنډه وو؛ نو دغه کاربه مو دژبي دادب له مخي ډېر ناسم کار کړی وي . چي په لیکنه کي ښکلا (aesthetics) یا مانا(signification)دګړوخراپه کړوددې لپاره چي موږ ګړه لنډه وو؛دابه موډېر دپښتو خوږې ژبي سره په ښکاره توګه جفاکړې وي .
خو په تأسف سره باید دا ووایم،چي ډېر لیکوالان پر خپل دغه ناسمي لیکني ولاړ دي او په هراز دلایلودخپل ناسمي لیکني پلوي کوي .
دپښتوپښویه، ګرامر (Grammar) یا «صرف» په څرګندډول د ځیني دغوګړو ناسمتیاوي ښیي خولاهم پښتون سړی دغه ګرامري ثبوت نه مني .
دساري په توګه : (په سلوکي) مانا «فی صد» یا «درصد» چي په جرمني کي ورته (Prozent) او په انګلسي کي ورته (per cent) وایي . «نیولوجستانو» ورته دلنډیز لپاره « سلنه » جوړه کړې یا ښه ترا ووایم اخسته ئې ده . « سلنه» ګردسره فیصد مانا نه لري،داځکه موږخو دفیصدۍ حساب هم لرو؛ دې ته به نو وایو( سلنی حساب . که څرنګه؟) د (سلنه) ژباړه په پاړسي کي ورته (صده) وایي . دغه دپاړسي وییګړه څرنګه ژباړه کوۍ! ( در صده ء قرن بستم تخنیک کمپیوتر به اوج خودرسید . ) زه دغه ویيګړه داسي ژباړم : (دشلمي پېړۍ په سلنه کي دکمپیوټر تخنیک خپل اوچت ځای ته ورسید .) یاني سلنه د «فيصدۍ » مانا په هیڅ ګون نه ورکوي .
موږ دې ګړي ته ډېره غوره دپښتو لغت لرو؛چي هغه «په سلو کي » دی،نو ولي دوی دا نه خوښه وي؛داځکه چي یوڅه «اوږد» دی؛نو د«په سلوکي» پرځائې ناکره ګړه رااخستې ده .
دساري په توګه : [په سلوکي ۱۰ یا په سلوکي ۲۰ ] او یا موږ [ په سلوکي حساب لرو] سَمِي ګرامري پښتوخبري دي . هیڅ یونورمل سړی به ونه وایي،چي موږ [په سلنه یاسلنی حساب لرو.] لکه چي وایي : [ سل په سلو کي ئې ګټه وکړه .] هیڅوک به ونه وایي ،چي : [سل په سلنه کي یي ګټه وکړه .] اوبل داچي سلیز لکه لسیز هم لرو،چي یوْه سلګوني اولسګوني د«رَپُو»لوټ ته وايې اوبل ئې بیا کسري حساب دی، سلمه یا یوپرسل دی،چي «په سلوکي »ئې راولې دا کیږي یو په سلو کي . دبولګي په توګه : داسي هم ویلای سو سلمه برخه د ده ده . سلیز لوټ ئې ورکی یایو سلی یا سدی ئې ورکی .
بله خبره ئې «ننګونه» ده . ننګونه دوی چلنچ مانا کوي . چلنچ په انګلسي (challenge) او په جرمني کي ورته (Herausforderung) په پاړسي ورته چالش یاچالیش وایي،چي په پښتو کي ئې سمه مانا«میدان ته رابلل» یا «ورته درېدل» وایي . نیولوجستانو لکه چي و دغه ته سمه اولنډلغت پیدا نه کی، نو دغه سمه ګړه ئې په ناسمه مانادچلنچ تر څنګ ودروله .
د(ننګوني) آري مانا مرستغوښتنه ده،چي دیوه روحاني شخصیت څخه اویا دیوه ناموتو (زیارت) څخه ئې کوي . دغه خبره ځانګړې ده ددغو ځایو لپاره .
د پښتو لنډۍ : جانانه ته مي نصیب نه سوې ++ که مي زیارت دپیربابا وننګونه
پرزیارتومي کړې شپې تیري ++ داټول پیران مي ستادپاره ننګوله
نو« ننګونه » چلنچ یاچالش نه دی .
هو داهم ویلای سو،چي یوه اصطلاح څو ماناوي لري؛ خود (ننګوني) اصطلاح و« ښورولو» ته هم وایي . بولګه وګورۍ : دپیرصاحب دسر شنخته مي ستا دپاره وننګول .
دسموګړو څخه ناسمه مانا اخسته کره کار نه دی .
بل لنډیز : « وسمهال » دی . د «اوسمهال » پرځای کار ځني اخلي او لیکي،چي دغه «وسمهال » « وس » ئې په « زورک » یاني « ْ» په دغه ویل کیږي . لیکل ئې داسي کیږي [ وسْمهال ] .
زما په آند داچي نیولوجستان (neologians ) دلهجو یاني ګړدودو ( accents)څخه ګړي یاني لُغاتونه رااخلي اونوم دلنډیز پر ایږدي سمه کار نه دی؛ داځکه په معیاري لیکنه کي ګډوډي جوړول دي . هره سیمه خپل ګړدود(dialect) لري،چي هر پښتون په دې پوهیږي .
دختیزسهیل خواپښتانه ځیني په خپلو خبرو کي د «الپ » توری په کار نه وړي یائې ګردسره نه لري . دساري په توګه : دوی «کابل » ته «کوبل » وایي او « اوس » ته «وس » وایي . دغه خبري اولهجه د دوی په خوله خبروکي خوند کوي .
اویا په دغه سهیلي خوا کي پښتانه سته،چي په خپل خبرو کي د « و » څخه کار نه اخلي یائې ګرد سره نه لري . دساري په توګه : دوی « کور » ته « کېر » وایي، چي پر دې خبره نور پښتانه له دوی سره ټوکي ټکالي کوي .
د« کټواز» خواته پښتانه د « ژ » پرځای د « ز » څخه کاراخلي یاني ژبي ته «زبه » وایي . دغسي بولګي بېخي ډېر دي . داسي نسو کېدای،چي موږ د یوې ژبي دیالکت راواخلو پر هغه دیالکت دلنډیزنوم کښېږدو . دابه مویوه لویه تېروتنه وي .
پښتو ژبه ډېر اوچت یاني عالي ګرامر لري او دټولنیزو،زراعتي،مالداري او سیاسي لغاتو ډکه ده . راغلو تخنیکي،فزیکي اوکیمیاوي اصطلاحګانوته ترهغه ځایه چي امکان ئې دجوړېدو سته اوپښتوژبه نه په بدخونده کیږي؛ جوړي دیسي اوکنه لاتیني نومان ئې هم سم دي .
بیاهم وایم دپښتو ژبه دټولو پښتنو ده . دیوه لیکوال یایوه ژبپوه یا یوه« نیولوجیست » نه ده .
زموږ سخته خواپه دې بديږي،چي ناسمي ګړي اوبې خونده لغاتونه په خوږه ژبه پښتو کي وکارول سي،چي نه ئې دګرامري اړخ څرګندوي اونه دژبي ښکلا ښکاره او مانائې هم بیخي نه وي معلومه . داخو دافغانستان غیرپښتانه خلک په پوهیږي او په موږ ټولو ملنډي وهي . دابیا نه وایي،چي پلانکي یاپلانکي جوړه کړې ده . دلته بیا ټول پښتانه مطرح دي .
موږ بایددمعیار پر کرښه سیخ روان سو؛دځانه داسي ګړه چي سر اوښکر ئې نه وي څرګندجوړه نه کړواوهغه پښتو لغت وبولو .یاد پښتو سمه ګړه راوخلو په ناسم ځای کي ئې وکار وو یالنډیز ځیني جوړ کړو. دا به مو د پښتو خوږې ژبي سره جبر کړی وي .
بل لنډیز « کړ » دی، چي «کړنه » ئې دپښتو سم او آري ګړه ده . «کړنه » حاصل مصدر دی د «کړل» چي نور نومان ئې لکه : « کَړَنـّګ، کړه » اسم مصدر او کړونکی ئې اسم فاعل دی، کړی ئې اسم مفعول دی . دلته « کړ» هیڅ ځای نه لري . کړن نوم (اسم فاعل)، کړنیز اوړون (فعلي ګردان)، کړنځی (اسم مصدر یامصدر) . نور نومان اوستایني ځني جوړول : لومړی جمع ئې : ( کړني ) = افعال ـــ چي د« کړ » څخه نه جوړیږي . مفعول لرونکې کړنه ( متعدي فعل) (transitive verb)،بېله مفعوله کړنه (لازمي فعل) (intransitive verb) اودغسي نور . د«کړ» څخه شی نه جوړیږي . موږ نه باید دلنډیزونو لپاره خپله خوږه ژبه « الــَچَهّ» کړو .
په الماني د (کور د دروازې کلې ) ته = ( Haustürschlüssel)وايي،چي دغه مرکب نوم له درو نومانو څخه جوړ دی یاني دغه مرکب نوم نه په پښتو او نه په الماني ژبه کي لنډیز مني . داغسي کړي په ټولو ژبو کي راځي، نوددوی ژبپوهان نه راولاړیږي پرخپل سردي ګړي لنډي کړي . لنډول دي وسي؛ خو ګرامر،دګړي ښکلا او دګړي سمه مانا دي په پام کي ونیول سي .
ګړي دي جوړه سي خودپښتو ژبي ښکلا باید ولري .
بل لنډیز « لري » دی . چي نیولوجستان دغه کلمه د« لیري » لپاره په کار وړي .
خودوی غواړي، چي ګړي باید لنډي ولیکل سي په هر قیمت چي وي . که پُوښّتنه ځني وسي «لري»خو فعل دی،چي د«لرل» څخه راځي؛ ولي ئې دستایني پرځای،چي «لیري» دی په کار وړۍ؛وایي : دغه ګړه «زورک» لري او په زورک ویل کیږي . هغه ګړه چي سمه ده او«شتون »لري نې لیکي؛خو د اشتبا ډکه ګړه لیکۍ . او ورسره لیکلۍ،چي په«زورک» ئې ولولۍ .
اسانه کار ئې «لیري » لیکل دي؛ دا نه کوي . « لري » خو په پاړسي کي ورته « دارد »ا ولیري ته « دور» وایي،چي په ماناکي خپل ډېر توپیرلري . پخپله «نیولوجستان » لیکي،چي د «هم مانیزو» کلمو څخه دي ډډه وسي او پخپله ئې لیکي .
نیولوجیزم یوه پوه ده هیڅوک به ئې مخالف نه وي . هره ګړه چي جوړیږي باید وکتل سي،چي دغه ګړه په پشتو ژبه کي شتون لري او که نه؟ که موجوده وه؛دجوړولو څخه دي ډډه وسي .
کې شتون نه لاره او نوې ګړه ئې جوړوله،نو لومړه بایدوګوري،چي جوړونکې ګړه دپښتو ژبي ښکلا لري او دپښتوژبي ریښې ئې څرګندي دي او په خپله دغه لغت ددغي کلمې سمه مانا ورکي . وروسته له دېنه لږترلږه بایدڅلرو یا پنځو نورو ژبپوهانو دا ورسره منلې وي اوپر ګرامري قانون هم سمه وي ؛ هله کولای سي یونیو لوجست خپله جوړه کړې ګړه ولیکوالانو ته ور وړاندي کړي . بېله دینه به هره وییګړه یوه «غونډله » وي او سړی به چیچي .


اخځونه :
۱: ویکیپیدیا