د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمصدر« سم» ګردان

وکيلي 15.10.2014 08:36

ترمخ تر دي چي مصدر یاکړنځی (infinitive) کره اوړون یاګردان (conjugation) ته ورسو دمصدریاکړنځي اصلی یاني آري مانا ګورو .
مصدر یا کړنځی هغه ګړه ده،چي د فعل یاکړني آري مفهوم رسوي . دکړني او کړنځي توپیر په دې کي دی، چي کړنه یافعل سربیره پر مفهوم پر مهال، شخص اوشمېر باندي دلالت کوي؛ خو په مصدر یاکړنځي کي مهال،شخص اوشمېره نه دي څرګند . نو له دې لامله کړنځی نوم دی .
ویکیپيدیا :
مصدر یاکړنځی آري یا اصلي خبره ده،چي له هغه نه کړني یاافعال (verbs) او ستایني راوُزي . مصدر یاکړنځی هغه ګړه یا کلمه ده،چي دلالت پر پېښېدو د فعل یاکړني له فاعله یا کړونکي څخه کوي، خو پر مهال دلالت نه کوي . د دهخدا لغت نامه :
دپښتو ټوله مصدرونه( infinitives) دجمع مذکر مانا ورکوي او هم ټوله کړني،ستایني او په دوی پوري اړوند شیان دجمع مذکر په ډول راځي لکه : (هره ورځ وهل او ټکول ښه نه وي . ډېر خوړل ښه نه دي . لیدل کتل مو سره وشول . د ژوي ډېر بارول اوبال لري یاني له هر کړنځي نه د جمعي مذکر نوم جوړېدای سي ..) خدای(ج) بخښلی «رښتین »اودی و(مصدر ته « زېږند» وایي)دپښتوګرامر جزء اول ۲۳۶ مخ :

(ترمخ له دینه چي د(مصدر کره ګردان) ته ورسو د « اوړون » یاني ګردان په هکله به څه ولیکم . «اوړون » د «نیو لوجستانو » له خوا جوړه سوې ګړه ده،یوه سمه پرځای ګړه ده،چي دګردان د کلمې پوره تشه ډکه وي او پښتو ګړه ده . د «اوړون » دګړي ریښې اوکورنې څرګنده ده؛ دغه ګړه د« اړول » کړنځي څخه راځي،چي
« اړه ونه » او «اوړون » ئې حاصل مصدر دی لکه «اړه ونګ » ئې چي اسم مصدر دی . اوس ګورو،چي د
« اوړون » څخه څه شی جوړولای سو (اوړون کېدل،اوړونه ول)؛ جمع جوړول ئې (اوړوني یا اوړونیان ). «اوړون» مانا فعل په مهالو کي اړول، چي دغه دګردان سَمّه مانا ورکوي . دغه لامل دی،چي زه دغه ګړه سوچه پښتوبولم او په ګړیزه توګه ئې دګردان دلغت سَنګ بولم .) اوپه ژبښودي لحاظ ئې په خپلو لیکنوکي کاروم .)
اوس دمصدر «سم» ګردان ګورو. دپښتو مصدرونه؛ دجوړښت له مخه ټوله « لامي » مصدرونه دي،چي په پنځه ډَوّله دي :
۱:- لام والا مصدر؛ ۲:- ول والا ؛ ۳:- یدل والا ؛ ۴:- کول والا ؛ ۵:- کېدل والامصدرونه .
۱:- لام والا مصدرونه : وهل – تلل – وتل – پالل – خوړل -- چیښل – خندل اونور دا ساده مصدرونه
( simple verbs) دي . خو مرکب یاتړښتي لام والا مصدرونه هم سته . لکه : پرانستل – پوريوتل – تېروتل – پرې ښودل – څملاستل اونور .
۲:- ول ولا مصدرونه : ښوول – جګول – ځغلول – ماتول – خندول – مړول – ډارول – سپینول اونور
۳:- یدل والا مصدرونه : ګرڅېدل – خندېدل – ژړېدل – مړېدل – جګېدل – تښتېدل اونور .
۴:- کول والا مصدرونه : کول – کارکول – ژړاکول – اره کول – پورته کول اونور .
۵:- کېدل والا مصدرونه : کېدل – کارکېدل – غلاکېدل – خبري کېدل – واده کېدل اونور .
داهم باید وویل سي، چي دکېدل کړنځی تل دمتعدي کړنځي سره یاني مفعول لرونکي کړنځيو سره مجهول متعدي جوړه وي . لکه : [وهل] یولام والا متعدي اوضعیف یا«نه بدلېدونکی» کړنځی دی، چي د کېدل کړنځی ورسره راسي مجهول متعدي جوړه وي . ( سلیم وهل کیږي .) دلته کړونکی نه دی ښکاره؛نو پوښتنه کیږي، چي سلیم چا وواهه؟ ځواب سلیم اکرم وواهه! موږ کولای سوچي په متعدي مجهول کي فاعل یاکړونکی هم راولو . (سلیم داکرم له خوا وهل کیږي . )
مصدرونه د خپلي مانا له مخي پر دوه ډوله ویشي . لکه لازمي مصدر او متعدي مصدر .
لازمي کړنځی هغه مصدر دی،چي یوازي کړونکی یاني فاعل لري مفعول نه لري . لکه :
« تلل» [زه ځم .] په دغه وییګړه کي یوازي فاعل رول لري، چي د ویونکي نومځی ئې « زه » دی .
د ټولو لازمي کړنځیو یاني بې مفعوله کړنځیو څخه مجهول نه جوړیږي .
لازمي کړنځي : تلل – راتلل – جګېدل – ځغاستل – کښېناستل – خندل – ژړل – ختل – نڅل اونور . که دلازمي کړنځيو څخه متعدي جوړکړو نو کولای سو،چي د کړنځي څخه ئې « ل » ایسته کو او ( ول ) ئې پر ځای راولو نود لازمي کړنځي نه څرګند متعدي کړنځي جوړیږي .
لکه : د ټوخل څخه ټوخول -- خندل څخه خندول -- ژړل څخه ژړول -- غپل څخه غپول اونور .
متعدي کړنځی هغه کړنځي ته وایي،چي سربېره پر کړونکي مفعول هم ولري یاني مفعول لرونکي کړنځي
ته متعدي کړنځی وایي .
متعدي کړنځي لکه : خوړل -- چیښل – اغوستل – لوستل – ښوول – ټینګول اونور . تل دغه کړنځي په ځواب کي د( چا او څه شي) راځي . لکه : چا وکړه؟ چا وخواړه؟ چا وویل؟ چاکار کاوه؟ او څه دي وکړه؟
چه شی خورې ؟ څه شی دي راوړه؟ او دغسي نور.
په اوړون کي د متعدي کړنځیو تل د « ما،تا،ده،دې » نومځي په تيرو «نږدې او لیري» مهالو کي راځي او د
« ول » کړنځي ئې دګردان مرستندوی دی . لکه : [ دی «دي» او وو یا وه ] راځي . او بل شمېراو نرینه یاښځینه نومان هم پر اوړون باندي آغېزه لري . لومړی شمېره : د «ليدل» دکړنځي اوړون په نږدې تېر مهال کي: [ ما دئ لیدلی دی . – ما دوی لیدلي دي .] لیري تېرمهال – [ مادی ليدلی وو . – مادوی لیدلي وه . ]— نرینه اوښځینه مفعولونه د(لیدل کړنځي) په اوړون کي : په نږدې تېرمهال کي : [مادئ لیدلی دی .] او [ ما دا لیدلې ده . ]— د دواړو دډېرن یاني جمع لپاره [ما دوی لیدلي دي.] - لیري تېرمهال : [ مادی لیدلی وو .] –
[ ما دا لیدلې وه . ] – ډېرن ئې : [مادوی ليدلي وه .]
دلته لیدل کیږي،چي پر اوړوني کړني یاني ګرداني فعل باندي او مرستندويي کړني باندي دمفعول شمېر او څرنګواله آغېزه لري؛ څرنګه چي مو پورته په بولګو کي ولیدل .
دلازمي کړني یاني لازمي فعل په تېر (نږدې اولیري) مهال کي داوړون مرستندوی کړنځی هم (ول) دی . د(تلل) لازمي کړنځی یو «بدلېدونکی» یاني قوي مصدر دی . اوس ئې د( نږدې اولیرې) تېر مهالو اوړون ګورو : [ زه وړمه ورځ ننګرهار ته تللی یم . ] – [ زه پروسږ کندهارته تلل وم .] څرنګه چي کتل کیږي په نږدې تېرمهال کي د(تلل) کړنځي په اوړون کي مرستندویي کړنځی ئې د «ول » دکړنځی کړنه « یم » راځي .
دلیري تېرمهال په اوړون کي ئې د « ول » کړنځي « وم » راځي . خو دډېرو لازمي مصدرو په ټول ګردان کي یاني تېرو مهالوکي د [ زه ؛ ته ؛ دی ؛ دا ] نومنځي راځي او( نیږدې او لیري ) تیرو مهالوکي د مرستندویي کړنځي ( یم ؛ او ؛ وم ) راځي؛څرنګه چي پورته هم وويل سوه .
ځیني لازمي کړنځي داسي اوړونیږي لکه متعدي مصدرونه، چي دغه ډول کړونځیو ته خدای بخښلي پوهاند« رښتین » حکمي متعدي مصدرونه ویلي دي . خودغه کړنځي په اصل کي خپل لازمي دي یوفاعل لري مفعول نه لري . دغه کړنځي په لاندي ډول دي .
خندل – ژړل – ټوخل – نڅل – غپل – دانګل – لامبل او نور . د دغو کړنځیو ټول ګردان دغسي کیږي لکه دمتعدي کړنځیو . دلته به د بولګي په توګه خندل اوړون کوو .
داوسمهال : [ زه خاندم .] تېرمهال : [ ما خندل .] نیږدې تېرمهال : [ماخندلي دي .] لیري تېر مهال : [ ما خندلي وه .] راتلونکی مهال : [ زه به وخاندم . ]
ټول حکمي متعدي مصدرونه،چي په ماناکي خپل لازمي دي؛ دغسي اوړونیږي .
زه دغه کړ نځیو ته «ظاهري متعدي» کړنځي وایم؛ خو په ماناکي خپل مطلق لازمي دي . له دغه ظاهري متعدي کړنځیو څخه متعدي جوړیږي .لکه : څرنګه چي مخکي یادونه وسوه .
اوس ګورو، چي د توکو جمع، مفرد، مذکر اومؤنث د کړنځيو د «اوړون » پرمهال څه آغېزه لري . ترمخ له دې نه باید وویل سي،چي کړنځي دخپل اوړون له مخه پر دوه ډوله دي . لکه : قوي یا بدلېدونکي کړنځي او یا ضعیف یاني نه بدلېدونکي کړنځي . بدلېدونکي یاقوي کړنځي په ګرادان کي دمهالو بدلون مومي . لکه : «کېدل » چي اوسمهال ئې «کیږي » دی . نه بدلېدونکی یاني ضعیف کړنځي په ټولو مهالو کي د «اوړون »خپل بدلون نه مومي . لکه : «چیښل » اوسمهال ئې «زه اوبه چیښم . » یاني په ټوله « اوړوني» مهالو کي بدلون نه مومي .
اوس دوه کړنځي چي معتدي یاني مفعول لرونکي دي او «بدلېدونکي» یاني قوي کړنځي دي اوړون ئې ګورو . دغه دواړه مصدرونه د«لېږد» یاني دانتقال لپاره کارول کیږي، یوئې د ساه لرونکو لپاره په کار ځي . لکه : « بېول = بوتلل » اوبل ئې دتوکو دوړلو لپاره په کارځي لکه :
«وړل = یووړل». اوس د«بېول » اوړون ګورو : اوسمهال : [ زه احمد کور ته بیایم . ] – تېر مهال : [ ما احمدکورته ۱بوت . ] ـــ نږدې تېر مهال : [ مااحمد کورته بېولی دی . ] ـــــ لیري تېر مهال :
[ مااحمدکورته بېولی وو . ] ــــ راتلونکی مهال : [ زه به احمد کورته بیایم . ] ـــ تېرمهال ئې دنرینه احمد پر ځای ښځینه « تور پېکې » ګورو : [ ما تورپېکې کورته ۱بوتله . ] ـــ ښځینه جمع ئې : [ما دوی کورته بوتلې .] ـــ [ ما دوې ښځي کورته بوتلې . ] ـــ نرینه جمع ئې : [ مادوه نارینه کور ته بوتله . ] په هغه دو نورو تیرو مهالو کي هم بدلون مومي؛ خو یوازي په اوسمهال کي د دغو ټولو لپاره «بیایم » راځي،چي بدلون نه مومي . دامر صیغه ئې : [تې بوزه! دئ دي بوزي! تاسوئې بوزۍ! ] بېله منفصل ضمیره : [ بویزه! بودیزي! بویزۍ! ] کله چي پوښتنه کيږي . وایي : [زه احمد بوځم؟ -- ته احمدبوځي؟ -- دی یا دا احمد بوځي؟] کله چي دپوښتیني ځواب راسي : چا بوتې؟ [ زه احمدبوتم . ته احمد بوتې . دی احمد بوت . دا احمد بوته . ] په نورو تیرو مهالو کي ئې بیا [ بوتلم --- بېولم ] راځي .
د « وړل » مصدر ګردان : اوسمهال : [ زه دغه کتاب وړم . ] ـــ تېرمهال : [ ما دغه کتاب ۱یووړ .] ـــ نږدې تېرمهال : [ ما دغه کتاب ۲وړی دی . ] ـــ لیري تېر مهال : [ مادغه کتاب ۳وړی وو . ] ـــ راتلونکی مهال : [ زه به دغه وړم .] ـــ صیغه دامر ددغه مصدر داسي ده : امر! [ تې یوسه! دی دي یوسي! دوی دي یوسي! ] ـــ بېله منفصل ضمیره : [ یویسه! یودي سي! یویسۍ! ] کله چي پوښتنه کیږي : [ زه کتاب یوسم؟ -- ته کتاب یوسې؟ -- دی یادا کتاب یوسي؟]
یوه بولګه : [ احمد درسره بوزه او دغه کتاب هم درسره یوسه !]
اوس ئې جمع، مذکر او مؤنث په تېرو مهالو کي ګورو : جمع مذکر په تېرمهال کي : [ ماکتابونه ۱یووړه . ] ـــ مفردمؤنث : [ما المارې یووړه . ] ـــ جمع مؤنث : [ ماالمارۍ یووړې . ] ـــ نږدې تېرمهال : مؤنث نوم : [ ما المارې ۲وړې ده . ] ــــ لیري تېر مهال : [ ما المارې ۳وړې وه . ] ـــ دغسي ئې هم په ډېرن یاني جمع کي هم توپیرلیدل کیږي .
په پښتو ژبه کي مرادفي کړنځي هم سته،چي ځیني ئې یودبل متمم وي اوځیني ئې مرادف خومتمم نه وي . دلته مرادف اومتمم ئې په اوړون کي ګورو . ترمخ تر دې چي بولګي ته ورسو مرادف اومتمم څه ته وایي : مرادف هغه مختلف مصدرونه دي،چي په لیکنه کي جلا او مانا ئې یوه وي . متمم بیاهغه کړنځی دی، چي په اوړون کي دمصدر سره مرسته کوي اوځای ئې ډکه وي لومړی څومرادف کړنځي : کېدل = شول ــــــــــ کول = کړل ـــــــــــ ښوول = ښودل = ښیل ــــــــــــ سکښتل = سکڼل ـــــــــــ ایستل = باسل ــــــــ بېول = بوتلل ـــــ وړل = یووړل اودغسي نور . دغه کړنځي یودبل سره مرادف دي اومانا وي سره یودي .اوس ئې ګورو چي متمم یاني په ګردان کي یو بل سره پوره کوي؛ که هر یو خپلواکه اوړونيږي .
د«کېدل » اوړون : اوسمهال :- [زه ښوونکی کېږم .] ــــــــ تېرمهال :- [زه ښوونکی شوم .] ـــــــــ نږدې تېرمهال :- [ زه ښوونکی شوی یم . ] ـــــــــــ لیري تېر مهال :- [ زه ښوونکی شوی وم . ] ـــــــــ راتلونکی مهال :- [ زه به ښوونکی شم . ] ــــــــ دامر صیغه : وشه! یا وسه! ـــــــ وشۍ! یا وسۍ! دلته لیدل کیږي، چي د «کېدل او شول» کړنځي په اوړون کي یودبل متمم دي . دکېدل دمصدر بحث ډېر دی؛ دلته ئې دغومري تشریح بس ده . د «کېدل» کړنځی یولازمي او« بدلېدونکی» یاني قوي کړنځی دی .
د«کېدل » کړنځی هم یو مرستندویي مصدر دی، چي د نورو مصدرو سره راځي متعدي مجهول جوړه وي . لکه : د«خوړل » سره چي کېدل راسي مجهول جوړه وي . «خوړل کېدل »
[ ډوډۍ خوړل کیږي ] ــــ [ کتاب لوستل کیږي . ] ـــ دلته کتاب مفعول دی او لوستونکی چي فاعل دی نه دی څرګندیاني فاعل ئې مجهول دی . موږ کولای سو، چي فاعل هم دلته څرګند کړو که چيري اړتیا وه ورته . نو وایو :- [ کتاب د احمد له خوا لوستل کیږي . ] په پورته بحث کي مو د «کېدل » مصدر هم ګردان کړی دی .
داوړون دمهال اصطلاحګاني ډېر ي دي باید دهغه ساده او آسانه بڼــي څخه ئې کار واخلو . دبولګي په توګه : نابشپړ اوسمهال = اوسمهال = زمان حال = present tense ښه به دا وي،چي په لیکنه کي یوازي
« اوسمهال » ولیکل سي یا وویل سي .
نابشپړ تېر مهال = تېرمهال = ماضي مطلق = imperfect tense آسانه به دا وي، چي په لیکنه کي یوازي «تېرمهال» ولیکل سي یاوویل سي .
بشپړاوسمهال = نږدې تېرمهال = ماضې قریب (ماضی نقلی) present perfect ساده به دا وي،چي یوازي « نږدې تېرمهال » ولیکل سي .
بشپړ تېرمهال = لیري تېرمهال = ماضي بعید past perfect tense آسانه به وي که ولیکل سي،چي « لیري تېر مهال » .
راتلونکی مهال = راتلونکی = آینده = مستقبل future tense ښه به داوي،چي تنها «راتلونکی » ولیکل سي اویا وویل سي .
که چیري د یوې اصطلاح دپاره ډېري «هم مانیزي» ګړي وې نو ښه به داوي،چي د هغه ساده او آسانه اصطلاح څخه ئې کار واخسته سي . ددغو پورته مهالونو څخه د کړنځيو په اوړون کي به ښه دا وي،چي دساده وو ګړو څخه ئې کار اخستل سي .
مصدرونه او دهغو اوړون یو ډېر غټ بحث دی،چي یوه کتاب ته ئې اړتیا لیدل کيږي؛ په دغي یوې وړوکي لیکنه کي ئې زایښت نسته . دلته ئې یوڅو بولګي د«ښکاروند» لپاره راوړل سوه .

اخځونه :
۱: پښتوگرامر جزء اول مؤلف صدیق الله «رشتین »
۲: دپښتوژبښود (دپښتوګرامر» مؤلف محمدسرور وکیلي
۳: دستورزبان فارسي تألیف : پنج دانشمند (استادان دانشگاه )
۴:Pashto (Aghanisch) von Dr. Manf. Lorenz Lehrbuch des