د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو تير او دوه قمري

ع٠شریف زاد 30.09.2014 12:03

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د ستراتيژيکو مطا لغاتو د انستيتوت په غونډه کې چې د اريانا د تلوېژن لخوا خپور شو ( د سپتامبر د ميا شتې په ٢٧) رښتيا ! دغه مقالې ، ګواښونه او غاښ چيچنې په دې ډول غونډو کې زموږ د ملت درد او رنج مداوا کولاى شي . تر اوسه په نړۍ کې تاسې تر اوسه دداسې يو مظلوم هېواد سلاکار ليدلي چې د خپلو خلکو د هيلولپاره کومه سالمه طرحه پکې وي. دغه غونډه د هرات په تاريخي سيمه کې د يو شمېر کارپوهانو،سياسي فعالانو، څېړونکو ، حکومتي او غير حکومتي چارواکو برخه اخيستې وه دغه ډول کنفرانس ، څېړنه او ديالوګ دريم ځل دې چې په همدې ولايت کې چې ډيره تاريخي او عرفاني بڼه لري تر سره کيږي. ديو شمېر زياتو هيوادونو استازي په دې کنفرانس کې ليدل کيدل.دغه ډول کنفرانس چې کله ناکله په هېواد کې جوړيږي دا يو ستر او غوره څېړنه ده چې د نورو هېوادونو د علاقې او معلومات سبب ګرځي. ددې کنفرانس په وسيله د ډيرې نږدې دوه اړخيزه همکاريو، همغږي، ښه او مطمن اعتماد فضا رامنځ ته کيږي او ډيره ښه پايله لري.د کنفرانس مشر داود مراديان وينا ډير ه عرفاني او علمي بڼه درلوده او له هر ډول تور لګونې هم په سيمه ايزه برخو کې او هم په نړيواله سظحه ډير و ښو مطالبو ته ګوته ونيوله.
اوس به راشو د پخواني افغان ولس مشر د امنيتي چارو پخواني سلا کار رنګين داد فر سپنتا لېدنې کتني ته کوم چې هغه له والي نه وروسته خپله وينا اوريدونکو ته واوروله. وايي چې يو سړي چا په کلي نه پريښود خو ده ويل چې زما خر د خان کره وتړله.دې کې شک نشته چې د ترهګري سندره په ټوله نړۍ کې چالا نه ده او طبيعي خبره ده چې د ملي ګټو پر ضد که هرڅوک دغه ډول کارونه د غچ اخيستلو، قدرت لاس ته راوړلو، په دې او هغې پلمې کوي دا بيا ستر ه نه مننونکې ناروغي ده چې د اسلام او د مسلمانانو په ګټه نه ده او نه مسلمانا ن په دې بايد تخريب شي.
داد فر مخکې له دې چې د مسلي په مفهوم او معنا رڼا واچوي هغه خپله د ترهګري سندره پيل کړه او دومره مسلمانان د راديکاليزم، افراطي او خپل سري معرفي کړل چې خپل شعله ېې توب ېې له ياده ووت. موږ نه پوهيږم چې دده دپوهي سلا په کومه خبره، کوم کار، کوم شخصيت او له هغه نه اوچته د افغانستان د خلکو په ملي ګټو او فرهنګ کې نغښتى؟ بله خبره داده چې سپانتا خان بايد پوه شواى واى چې د ټولني ټولې ناروغي يوازې او يوازې په سياست پورې نښتې نه دى دلته ډير نور مسايل هم شته چې ملي اړخ لري او د ملت سر ورباندې خلاصيږي. همدارنګه د افغانستان ددفاع وزارت وياند هم په اټکل ....... هغه هم دومره سترا تژۍ خبرې وکړې چې د کارپوهانو نظريات ېې هم حيران کړل. د سيد فضل الله له ساده خبرو او بيا درنګين له لغت پرانيو نه معلومه شوه چې د ساپنتا هدف يوڅه وه او محکوم ېې بيا نور خلک کړل . د کرزي دې کرغېړن سلا کار د ترهګري په نوم دومره نور شيان دسيمې او نور و کړ کيچونه په واسطه وټکول شي چې اصلي خبره پاتې شوه.
په وار وار ليدل شوي چې ډير مسول کسان کله چې ددولت په راس کې کار کوي واېې يو څه او بيا کوي بل څه!
دا ډير اسانه کاردى چې بل ټکوه او يا له بل نه پوښتنه کوه خو خپله که هر څومره ککړ او بې کفايته ېې خو بيا کومه خبره نشته.په توره شپه او بې کفايته حکومت کې د لمر وړانګې ښيه ، په ورځ کې د تورتم نښې.
سلا کار يعنې څه ؟ د کومې لانجې په لاره کې دې سلاکار د افغانستان د ناکام حکومت په دوره کې يو فيصد کار هم د خلکو په ګټه کړى ؟ اوس چې د سلا کار يوه نيمه ورځ پاتې ده نود ې سلا کار وخت غنيمت وګاڼه او د نورو لانجو په سرېې دزړه بړاس په نورو ګواښونو خالي کړ. نوموړې چې د المان په اخن کې د شعله يانو په دستر خوان کې شپې او اورځې تېرې کړي نو د المان د حکومت په زور په کرزي وتپل شو . واېې ددرواغو مزل لنډ دى.
مننه