د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملګری ملتون

ع٠شریف زاد 24.10.2014 13:55

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

افغانستان په ۱۹۴۶ ميلادي کال کې ددغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړى.
دا په داسې حال کې چې افغانستان ديوې سترې ناروغي له بد بختيو، تورو تيارو او له ويرنه ډک شرايطو نه د وتلو په حال کې دى لا تر اوسه ېې چاپيريال د ډيرو سترو مکروبونو سره لاس او ګريوان دى او نه پرېږدي چې د غه مظلوم ملت د يوې متدينې، سوکاله، ارامه او له هر ډول طلسم او نيرنګ نه وتلې ټولنې په نوم بې له هر دول سياست نه خپل نفس وباسي.دلته چې خپله ا فغانان خپل تاريخي مسوليت، غيرت او ايمان، کلتور او فرهنګ، استقلال او خپلواکي خيال نه ساتي نو د ملګرو ملتو استازى به په نمايشي ډول څنګه د افغانستان اصلي ستونزې د خلکو په غوښتنو برابر عملي کړاى شي. ماته د ملګرو ملتو ظاهري راپورونه،احصايي، څېړنې او په دې نوم چې دوى د افغانستان له ولس ، خا ورې سره او کومو شيانو ته چې افغانان ضرورت درلود هېڅ بلد نه وه. د ملګرو ملتو کاري عميله د کاغذ په سر بې ګټې احصايه، دراپورونو جدولونه او په ظاهري وجه يوه داسې تګلاري چې نه پوزه لري او نه چنه هسې په نوم ملګري ملتونه دى . تاسې د ملګرو ملتو هلې ځلي له افغانستان سر په مختلفو پروژو کې د کار په تناسب وګورۍ او بيا ېې ٦٩کليزې يا لمانځنې ته راشي. زه نه پوهېږم چې نيلاب مبارز له کومې برخې نه بشپړ خبر راخيستي دي چې په څلورو لسيزو کې ېې ستايي.
دي کې شک نشته چې ملګري ملتونو له کډ والو مرسته کړې خو د حکومت په برخه کې ېې هېڅ نه دي کړي بلکې د خيانت لوري ېې ټينګ کړي چې غټ مثال ېې د تش په نوم د "بن" معاهده ده چې افغانان نو ر هم سره ليرې کړل روسان په افغانستان کې ماتې خوري او په" بن" کې ديوه مزدور حکومت بڼه د ملګروملتو په مرسته را جوړيږي او د استعمار غوا د لته بيا سره لنګيږي چې ځينې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره ورته اتڼ کوي.
تر اوسه پورې د يوه داسې هېواد لپاره لکه افغا نستان په نړي هېڅوخت دغه ډول سازش نه دى شوي که تاسو يوه مسله په ټوله نړۍ کې د بن د معاهدې په شان پيداکړه بيا تاسې کولاى شي چې د ملګرو ملتو کاليزه په کابل کې ولمانځي.د کابل پوهنتون استاد او د کرزي سلاکار ښاغلي ستانکزي د ملګرو ملتو لارې چارې ډيرې ښې څيړلي دى . داح قيقت که ملګروملتو د افغانستان په برخه يو ه مطمنه طرحه درلودلې واى نو ډير ژر به ملګرو ملتو ټولو ستونزو، ګواښونو، بدبختيو ته د پاى ټکي ايښئ واى. دى وايي:
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ونه شو کولای چې د دغه سازمان د منشور له مخې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي:
"زه فکر کوم په افغانستان کې له ملګرو ملتونو د افغانانو هیله دا وه او ده، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې په دقیق ډول په افغانستان کې سوله راغلې وای، چې رانغله".
سور پرچمي چې د پرچم د ډلي يو ستر غړى وه او د نادرېې ليسي له نهم ټولګي څخه ددغې وژونکې ټپلي غړيتوب لري د بي بي سي دري پروګرام نه د ملګرو ملتو دفتر د افغانستان په نمايندګي ځان ورساوه اوس سوال پيدا کيږي چې د کومې زاويي له مخې به ملګري ملتونه د ولس په ګټه تمام شي. دا هغه دومخې افعانا ندى چې هم ېې کري او هم ېې ريبي.
ملګري ملتونه په يوه ناولې څيره کې دناولو په ډول ګډيږي.هغوى اصلا د افغانستان ستونزې لکه څنګه چې فکر کيږي نه پېژني او تل د افعانستان په ملې ستونزو کې شاته پاتې دى د بحران په وخت ددې موسېسې نور کارونه هم بې کيفيته، بې محتوا، او رسوا پاتې شول او همدغه بې کفايتي وه چې هرڅوک او په هر نوم د ملګرو ملتو نماينده شول.
په درناوي