د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دروژې مقصداوفائدې

مولوي عصمت الله عزام 30.06.2014 14:26

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
الله پاک روژه ددې لپاره نه ده فرض  کړې چي خلگ وږي اوتږي شي اونه يې ددې لپاره لازمه کړې ده چي موږخپلوځانونوته تکليف ورکړوبلکي دروژې مقصددادی چي بايدانسان ځيني لاس ته راوړني ترې وکړي.
که هغه لاس ته راوړني اوفائدې چاته په لاس ورشي  نوروژه يې فائده منه اوصحيح ده که نه نوبيادداسي روژه نيوونکي غاړي خوبه خلاصي وي خواصلي مقصدته به نه وي رسېدلی.
دروژې په هکله په حديث کي راغلي دي:: ( من صام رمضان إيماناً و احتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه ) ( بخاري،مسلم) .
(چاچي درمضان روژه دايمان په حالت کي اودثواب گڼلوپه نيت ونيوله،نوده ته به دده مخکنۍ ټولي گناوي ور وبخښل شي!!)
دروژې دادومره لوی فضيلت چي بيان شوی په دې کي هيڅ ډول شک نشته چي دغه لوی ثواب هغه چاته نه ورکول کېږي څوک چي ځان يوازي له خوراک اوڅښاک څخه بندکړي. 
بلکي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( من لم يدع قول الزور والعمل به ، فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه ) (أخرجه البخاري)
(:څوک چي درواغ وينااوپه درواغوعمل کول پرې نږدي نودالله پاک دې ته ضرورت نشته چي دی خپل خوراک اوڅښاک پرېږدي!!)
په روژه کي دالانديني مقصدونه اوفائدې شته چي موږيې دلته په لنډډول ليکو:
۱:تقوی:الله جل جلاله فرمايلي دي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (سورة البقرةآيت نمبر: 183)
(اې مؤمنانو:پرتاسوروژه داسي فرض شوې ده لکه له تاسوڅخه پرمخکنيوچي فرض شوې وه،ددې لپاره چي تقوی(له گناووځان ساتنه) وکړئ!!)
په دې مبارک آيت کي دروژې دفرضيت حکم بيان شوی اوفائده يې تقوی ښودل شوې ده.
نوڅوک چي په ځان کي تقوی رانه ولي نودروژې مقصداوفائده يې ترلاسه نه کړه.
که دروژې په مياشت کي څوک تقوی وکړي،ځانونه له حراموکارونووساتي،نوانشاءالله وروسته به هم الله پاک توفيق ورکړي چي پرتقوی استقامت وکړي.
۲:نفس ښائسته کوي،له بدواخلاقويې پاکوي اوپرعبادتونواوښوکارونويې اموخته کوي ځکه روژه له گناووڅخه سپردی.
۳:دنفس تربيت پرصبراوبرداشت باندي کوي،
دروژې لوږي اوتندي انسان ته دادرس ورکوي چي بايدپه هره سخته کي صبروکړي اوله بې صبرۍ څخه ځان وژغوري.
همدارازانسان ته دښواخلاقوتربيت ورکوي داځکه چي روژه نفس ماتوي اوله غصې څخه يې لري کوي.
ځکه دروژې اصلي مقصددادی چي ځان له غصې څخه وژغورل شي اودادرس  ورکوي چي که چاناوړه خبره درته وکړه اويايې ښکنځل وکړل نوځواب به داورکوي چي زماروژه ده!
۴:دروژې له امله سړی دکم خوراک اوڅښاک سره عادت شي نودشپې تهجد اودقرآن کريم تلاوت کول ورته اسانېږي.
۵: دانسان نفس په کنترول کي راولي ځکه نفس چي موړشي سرکشي کوي اوکله چي وږی شي آرام اوسکون پکي راځي.
۶:په انسان کي پرغريبانوباندي رحمت اواحسان پيداکېږي.
ځکه څوک چي خپله لوږه،تنده اوکړاو وويني،بيايې نور غريبان
ورپه زړه کېږي اودهغوی سره دنيکي کولوکوشش کوي.
اودادروژې يومهم مقصددی چي انسان دغريبانوله حالته خبراو ورسره لازمه مرسته وکړي.
۷: دانسان بدن له ډېروناروغيوساتي اوله بدن څخه ډېرتاواني موادختموي.
۸:دانسان زړه اوذهن خالي کوي نودقرآن کريم اووعظ داورېدلوپه وخت کي نرمېږي اوپه توجه سره يې اوري چي په دې سره داموقع  ترلاسه کېږي چي دوس مطابق دالله پاک دکتاب اودهغه دپيغمبرصلی الله عليه وسلم له احاديثوڅخه ډېرڅه يادکړي.
۹:دانسان دويني دجريان لاري تنگېږي کومي چي دشيطان دگرزېدلولاري هم دي. نودروژې له امله دشيطان وسوسي هم قراريږي.
۱۰:دروژې دلوږي اوتندي له کبله په انسان کي عاجزي پيداکېږي چي له امله يې الله تعالی ته متوجه کېږي اوله هغه څخه دځان لپاره مرسته غواړي.
(تلک عشرة کاملة)
له تېرشوي مضمون څخه داخبره جوتېږي چي دروژې ډېري گټي له دې سره تړلې دي چي په دې مياشت کي سړی وږی اوتږی شي اودلوږي اوتندي احساس وکړي.
ډېرکسان داسي وي چي په دې مياشت کي ترنورو مياشتوخوراک زيات کوي،يوازي دخوراک وختونه يې بدل کړي وي،نورهيڅ دلوږي احساس  ورته نه  کېږي.
همدارازټوله شپه په ډول ډول خوندورو خوراکونوکي تېره کړي اوورځ په خوب اواستراحت کي تېره کړي اودروژې په هيڅ تکليف پوه نه شي.
له داسي کولوڅخه بايدپه کلکه ډډه وشي څودروژې له برکاتواوفائدوڅخه بې برخي نه شو.
الله پاک دي زموږروژې په صحيح توگه روژې وگرزوي اوپه خپل عالي دربارکي دي يې په ښه توگه راڅخه قبولي کړي.
آمين يارب العالمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين