د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مولوي عصمت الله عزام

22.06.2015 10:19    |   مولوي عصمت الله عزام د روژې مقصد او فائدې

الله پاک روژه د دې لپاره نه ده فرض کړې چي خلگ وږي اوتږي شي،نه ئې د دې لپاره لازمه کړې ده چي موږخپلوځانونوته تکليف ورکړو،بلکي د روژې مقصد دا دی چي بايد انسان ځيني لاسته راوړني ترې ولري . که هغه لاس ته راوړني او فائدې چاته په لاس ورشي، روژه ئې گټوره اوصحيح ده،که ورنه شي، نود داسي روژه نيوونکي غاړي خوبه خلاصي وي خواصلي مقصدته به نه وي رسېدلی.

16.06.2015 09:56    |   مولوي عصمت الله عزام حواريين څوک وو؟

حواريين يوشمېرکسان دي چي دعيسی عليه السلام شاگردان وو، ايمان ئې پرې راوړ،ورسره ملگري اود ډېرومعجزومشاهده ئې هم کړې ده.

28.05.2015 13:23    |   مولوي عصمت الله عزام پاپائيت

د روم پاچاعيسائيت ته د دولتي مذهب درجه ورکړه. په تاريخي اعتبارسره په کال:۳۰۶عيسوي کي دپاپائيت شروع وشوه،په دې توگه دلومړي ځل لپاره مذهبي اودُنيوي کارونه يوځای شول اودروم حکومت مقدس وگرزيد. په دې وخت کي دکليساچاري دپنځولويوپاپانوپه غاړه وي کوموته چي(PATRICHS)(پطرق)ويل کېږي چي په انگرېزي کي دفادرپه معنی دی.

12.04.2015 20:29    |   مولوي عصمت الله عزام عبادت يعني څه؟

عبادت يوجامع نوم دی دهرهغه کاراووينالپاره که ښکاره وي اوکه پټ وي،چي الله پاک يې خوښوي اوالله راضي کوي(تيسيرالکريم الرحمان ص:۲۱،اثرالعبادات في حياة المسلم ص:۱)

10.02.2015 11:03    |   مولوي عصمت الله عزام اهل کتابوته دالله پاک دعوت

الله-جل جلاله-په قرآن کي يهوديانواونصرانيانوته بلنه ورکړې څوله هغه کاره لاس واخلي دکوم له امله چي بې لاري شوي دي الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآَمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا،لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلَا الْمَلَائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ وَمَنْ يَسْتَنْكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًا (النساء:۱۷۱، ۱۷۲)

19.01.2015 15:54    |   مولوي عصمت الله عزام داسلام دښمنان ولي دنبي عليه السلام سپکاوی کوي

دالړۍ له پخواراروانه ده چي تل داسلام دُښمنانودانسانيت دسترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم سره داسي دخپلي دُښمنۍ اوعداوت څرگندونه په داسي سپکوحرکاتوسره کړې ده. دنبي اکرم صلی الله عليه وسلم په زمانه کي هم داسي دخاموفکرونوخاوندان ووچي خپله مدعی يې په دلائلوثابتولی نه شوی،له دې امله به يې توهين اوسپکاوي ته مخه کوله.

03.01.2015 12:26    |   مولوي عصمت الله عزام نبوي کورنۍ(۱)لومړۍ برخه

نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم امابعد: الله پاک هرپېغمبرته څلورځانگړتياوي ورکوي ترڅوخلگوته عذراوپلمه پاته نه شي: ۱:پېغمبرپه غوره اواعلی نسب کي پيداکېږي. ترڅوخلگ بياداپلمه ونه کړي چي داخوپه کمزوري نسب کي وو،موږدده تابعداري په دې نه کوله چي موږتردده په نسب کي لوړيو،دده په تابعداري شرمېدلو. ۲:پېغمبردښائسته صورت خاوندوي. ترڅوداپلمه چاته پاته نه شي چي العياذبالله داپېغمبربدشکله وو،له ده څخه موږکرکه لرله. ۳:پېغمبردښه اوازخاوندوي.

31.12.2014 00:30    |   مولوي عصمت الله عزام درسول الله صلى الله عليه وسلم نسب

په الرحيق المختوم کي دنسب په هکله ليکلي دي: زموږدنبي محمدصلی الله صلى الله عليه وسلم نسب درې برخي لري،يوه برخه هغه ده چي دهغه په صحت ټول اهل سيراوانساب متفق دي،داهغه برخه ده چي له نبي عليه السلام څخه شروع اوانتهاءيې ترعدنان پوري ده. بله برخه هغه ده چي په هغه کي اختلاف شوی،ځيني ئې په هکله توقف کوي اوځيني ئې قائل دي(مني ئې)داترعدنان پورته بياترابراهيم عليه السلام پوري.

18.12.2014 11:11    |   مولوي عصمت الله عزام عيسی-عليه السلام-څوک دی؟

حضرت عيسی-عليه السلام-دبي بي مريمي رضی الله تعالی عنهازوی او دبني اسرائيلو تر ټولو وروستنى پېغمبر دی. دده نسبت خپلي موردعمران لور مريمي ته کيږي داځکه چي دى الله پاک پرته له پلاره په خپل قدرت سره پيداکړی دی. په عبري ژبه کي په يشوع سره يادېږي او په انجيل کي په يسوع سره ياد شوی يعني دشين پرځای سين ورکړل شوی،تخلص يې مسيح،نوم يې عيسی اوابن مريم يې کنيه ده.

03.12.2014 11:32    |   مولوي عصمت الله عزام دصفر المظفر مياشت

دصفرالمظفرمياشت يوه داسي مياشت ده چي داسلام ترراتگ مخکي دجاهليت په زمانه کي به خلگوسپېره اودرنه مياشت بلله اوپه وتلوبه يې خوشحالي څرگندوله لکه څنگه چي په اوسنۍ زمانه کي هم ډېرناخبره خلګ ددې مياشتي په هکله هغوی ته ورته عقيدې لري اودامياشت سپېره بولي، ترې ويره لري،دسرګردانۍ مياشت يې بولي،ترې کرکه کوي او په وتلويې خوشحالي څرگندوي اووايې : صفره ووتله بلاووتله .

29.11.2014 11:48    |   مولوي عصمت الله عزام دقيامت په ورځ دعيسی(ع)برائت

دعيسايانوترمنځ ډېرزيات اختلافات شتون لري اودااختلافات يې په فروعي مسائلوکي نه دي په کوموکي چي اجتهادي اوعلمي اختلافات راتلی شي بلکي په مهمواواساسي مسائلوکي دي:دخدای په هکله،دخپل پېغمبرپه هکله اوددين په هکله داځکه چي ددوی دين گډوډشوی اواصلي دين يې له منځه تللی دی.

23.10.2014 09:27    |   مولوي عصمت الله عزام مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمن الرحيم نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد: محترمولوستونکوچي دعيسائيت ځيني رسمونه اوعقېدې له تاسوسره شريکي کړم څو په اړه يې قضاوت وکړل شي چي دغه دين ته منسوبېدونکي خلگ څومره ددين په هکله له فکراوسوچ څخه کاراخلي؟ ۱: بپتسمه(Baptism)يااصطباغ

03.10.2014 11:08    |   مولوي عصمت الله عزام حج اکبريعني څه؟

ديوم الحج الاکبرذکرچي دقرآن کريم په التوبة سورت کي راغلی دی. په دې کي له حج اکبرڅخه مرادڅه دی؟غواړم په دې هکله سپيناوی وکړم. په پيل کي غواړم دايادونه وکړم چي په دې هکله زماليکنه کېدای شي ځينوهغوکسانوته چي په دې هکله کافي معلومات ونه لري،يوازي مشهوره خبره يې اورېدلې وي،نااشنامعلوم شي،خوکه هغوی دلازيات اطمينان لپاره ددې ليکني ترلوستووروسته علماووته مراجعه وکړي اوياپه دې هکله څېړنه وکړي نوپه يقيني توگه به پوه شي چي خبره همداسي ده. دحج اکبرپه تفسيرکي دعلماووترمنځ اختلاف شته خواکثرعلماءوايي چي حج اکبرمطل

27.09.2014 11:49    |   مولوي عصمت الله عزام دذوالحجې دلومړنيولسوورځوفضيلت

دلوی اختردمياشتي لومړنۍ لس ورځي له هغومبارکوورځوڅخه دي چي الله پاک ددغوورځوله کبله پرخپلوبندگانواحسان کړی دی اودوی ته يې داسي موقع برابره کړې چي که ترې لږعبادت هم په ډېره لوړه کچه قبلوي اوورته ډېرزيات ثوابونه ورکوي. نوله دې کبله بايددغه ورځي غنيمت وبلل شي اوترې صحيح فائده واخيستل شي اوبايدموقع له لاسه ونه باسوځکه بيامعلومه نه ده چي بل کال به دغه مبارکي ورځي پرموږراشي اوکنه؟

11.08.2014 18:42    |   مولوي عصمت الله عزام دحضرت عيسي عليه السلام ژوند

داسلام له مهمواوضروري عقائدوله جملې څخه يوه عقيده داده چي حضرت عيسي عليه السلام اوس ژوندی دی. که څوک په دې خبره عقيده ونه لري هغه مسلمان نه دی بلکي له قرآن کريم،متواترواحاديثواواجماع څخه دانکارله امله کافردی.

24.07.2014 16:10    |   مولوي عصمت الله عزام درمضان دآخري لسوشپوځانگړتياوي

دادخوشحالۍ خبره ده چي موږانسانانوته الله پاک دعبادت لپاره ډېرښه وختونه راکوي چي په هغوکي دالله پاک عبادت وکړواوځانونه الله پاک ته نږدې کړ. مسلمان بايدله دغوفرصتونودگټي اخيستلوهڅه وکړي اودښوکارونوپه هکله بايدحرص ولري ځکه هره شېبه چي درومي په تلويې دانسان عمرکمېږي اوبيانه راځي.

20.07.2014 12:56    |   مولوي عصمت الله عزام رمضان دښوکارونومياشت

درمضان مياشت دښوکارونومياشت ده،په دې مياشت کي بايدانسان نه ستړې کېدونکي هلي ځلي وکړي څوډېرښه کارونه سرته ورسوي ځکه داددغوکارونويوغوره موسم دی چي هره نېکي پکي په څوبرابره زيات ثواب لري. دادسيالۍ مياشت ده چي دښوکارونوپه ترسره کولوکي بايديوتربل دوړاندي کېدلوهڅه وشي څوډېري اخروي گټي ترلاسه کړل شي.

13.07.2014 18:06    |   مولوي عصمت الله عزام دروژ ې په مياشت کي ځيني مهم کارونه

دالله پاک فضل اومهرباني ده چي پرموږاوتاسوبيادرمضان مبارکه مياشت راغله. دغي مياشتي ته دالله-جل جلاله-پيغمبر-صلی الله عليه وسلم-اودهغه ملگرواوزموږددين نورومشرانوبه له ډېره وخته انتظارکاوو.

02.07.2014 10:39    |   مولوي عصمت الله عزام دروژې دماتولوپه وخت کي مهم کارونه

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد: متاسفانه موږخلگ دروژې دماتولوپه وخت کي ټول پام دخوراک په لوراړوو اوپه دغه مبارک وخت کي ډېره لويه موقع له لاسه ورکوو،چي داسي بایدونه کړوځکه معلومه نه ده چي بيابه زموږپه ژوندکي دامبارکه مياشت راشي اوکنه؟ نو دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لانديني کارونه که وکړو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي : ۱: په حديث شر

30.06.2014 12:26    |   مولوي عصمت الله عزام دروژې مقصداوفائدې

الله پاک روژه ددې لپاره نه ده فرض کړې چي خلگ وږي اوتږي شي اونه يې ددې لپاره لازمه کړې ده چي موږخپلوځانونوته تکليف ورکړوبلکي دروژې مقصددادی چي بايدانسان ځيني لاس ته راوړني ترې وکړي. که هغه لاس ته راوړني اوفائدې چاته په لاس ورشي نوروژه يې فائده منه اوصحيح ده که نه نوبيادداسي روژه نيوونکي غاړي خوبه خلاصي وي خواصلي مقصدته به نه وي رسېدلی

12.06.2014 21:58    |   مولوي عصمت الله عزام دخاتمې دسمېدلواسباب(۶)اوآخري برخه

:دمسلمان په غياب کي دفاع:په حديث کي راغلي دي:چاچي دخپل وروردغوښي له خوړلو(دغيبت کولو)څخه دهغه په نه شتون کي دفاع وکړه،نوپرالله باندي داحق دی چي دی به له اورڅخه ازادوي.(شعب الايمان للبيهقي\مشکات ص:۴۲۴ج۲) په دې حديث کي هم دخاتمې دسمېدلوزېری راغلی دی.

08.06.2014 19:58    |   مولوي عصمت الله عزام دشعبان روژې ولي ډېرثواب لري؟

حضرت اسامه بن زيدرضي الله عنه فرمايي:چي مارسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل:اې دالله رسوله!ماته نه يې ليدلی چي له(رمضان پرته ) بلي مياشتي دي دومره روژې نيسي لکه په شعبان کي يې چي نيسې؟)ددې وجه څه ده؟)

04.06.2014 21:38    |   مولوي عصمت الله عزام دشعبان دروژواهميت

بسم الله الرحمان الرحيم نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد: دشعبان دمياشتي بايدانسان عزت وکړي اوپه دغه مياشت کي دښوکاروپه ترسره کولوکي بايدډېري هلي ځلي وکړي داځکه چي شعبان درمضان لپاره مقدمه ده اورمضان دالله پاک دمغفرت،رحمت اوثوابونو مياشت ده نوله دې امله بايدپه دغه مياشت کي درارواني مياشتي لپاره تياري وکړل شي اوهغه په دې طريقه چي په دې کي دي ځان درمضان دفضيلتونودترلاسه کولولپاره تيارکړل شي.
دشعبان په مياشت کي يوعبادت دادی چي په دې مياشت کي کي روژه نيول ډېرثواب لري اومستحب کاردی. په دې اړه ګڼ شمېراحاديث راغلي دي چي له هغوڅخه په دې مياشت کي دروژودنيولوفضيلت معلوميږي: - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ :«كَانَ أَحَبُّ الشُّهُورِ إِلَى رَسُولِ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - أَنْ يَصُومهُ شَعْبَانَ ، ثُمَّ يَصِلَهُ بِرَمَضَانَ».(رواه أَبو داود)

18.05.2014 11:32    |   مولوي عصمت الله عزام دعيسی(ع)له لوري دآخري پيغمبر(ع)زېری

په اوسنۍ زمانه کي هغه خلگ چي دعيسائيت دعوه کوي،خوبياهم داسلام پرپيغمبرصلی الله عليه وسلم ايمان نه راوړي. دوی بايدلږترلږه دومره فکروکړي چي آيادوی ته عيسائيت ددې کاراجازه ورکوي چي داسلام له پيغمبرصلی الله صلی الله عليه وسلم څخه انکاروکړي؟

24.01.2014 11:08    |   مولوي عصمت الله عزام داسلام دپيغمبر(ص)سره دمحبت اسباب

الله جل جلاله خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم دمخلوق لپاره رحمت گرزولی اورالېږلی دی اودادالله پاک په ټولونعمتونوکي ترټولوسترنعمت دی. دالله پاک دپيغمبرصلی الله عليه وسلم سره بايدمسلمان تربل هرچازياته مينه ولري ځکه دامحبت دايمان يوه برخه اوددې محبت زياتوالي اوکمۍ دايمان په قوت اوضعف پوري اړه لري.