د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا ټاکنې د ای ایس ای او افغان ولس ترمنځ وې!

عبدالله کمال 18.06.2014 09:34

ډاکتر عبدالله عبدالله منلې چې سیال کاندید یې ترې یو ملیون رایې مخکې دی. ډاکتر عبدالله خپله ماتې په دې سره توجیه کوي چې په خوست، ننګرهار، پکتیا، لوګر او کندهار کې له معمول څخه زیاتې رایې کارېدلي او په تعریض سره یې شک ښودلی چې ګوندې په دې سیمو کې درغلۍ شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې سیمو کې لاهم تر شپږ سوه زرو پورې هغو کسانو چې د رایو ورکولو کارتونه یې لرل خپلې رایې نه دي کارولې.
د ډاکتر عبدالله دغه شک د هغه اټکل له مخې دی چې د ده ټیم داسې انګېرلې وه چې ګوندې د ناامنیو له کبله پښتانه نه شي کولای چې خپلې رایې وکاروي او میدان دوی ته خالي دی او دوی کولی شي چې ټاکنې وګټي.
د عبدالله د اټکل خلاف پښتانه کوم ویده قوم نه و او نه دی او تل یې په سختو شرایطو کې له نورو قومونو سره په ګډه هېواد د دښمنانو له منګولو ژغورلی دی. دا ځل هم پښتانه وپوهېدل چې هېواد یې د ای ایس ای له خوا د تجزیې او له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی او که د ګوته پرې کېدو او د سر له زیان سره هم وي باید پخپلو رایو ورکولو سره جنګسالارانو او ایس ای ته غاښ ماتونکی ځواب ووایي او هېواد د دوی له شومو منګولو وژغوري.
نږدې دا څلوېښت کاله کېږي چې ای ایس ای د افغانستان د ورکولو او تباه کولو لپاره تباه کوونکي غله او ټوپکیان روزي، غلا، فساد او جګړه پرې دوامداره ساتي.
تاسو ولیدل چې د رایو ورکولو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې د افغانستان لوی دښمن او تباه کوونکي جنرال حمیدګل د افغانستان لپاره له اشرف غني نه ډاکتر عبدالله مناسب کس وباله. ده دا استدلال کاوه چې افغانستان د ټوپکمارو هېواد دی او یوازې ټوپکمار په کې چلېدای شي، چې اشرف غني خپل ترشا ټوپکماری ځواک نه لري او عبدالله خپل ترشا پیاوړی ټوپکماری ځواک لري.
حمیدګل دغه استدلال ظاهراً د خپل منطق د توجیه لپاره کاوه، خو د استدلال تر شا یې هدف په افغانستان کې د خپلو پلویانو او ټوپکسالارانو د راج او تباهیو دوام و.
حمیدګل د خپلو وروستیو څرګندونو پر مهال خدای وواهه او له خولې یې دا حقیقت هم راووته چې دی له ۱۹۹۲ کال نه تر ۱۹۹۵ کال پورې په کابل کې د جمعیت په یوه مېلمستون کې اوسېده او ډاکتر عبدالله ورته د خدمت لپاره ګمارل شوی و او هره ورځ به یې سره کتل.
لومړۍ پوښتنه دا ده چې دغه جنرال پرله پسې څلور کلونه په کابل کې څه کول؟ دویمه پوښتنه دا ده چې ډاکتر عبدالله نه کوم چایبر باشي و او نه کوم حاذق آشپز چې د حمیدګل خدمت به یې کاوه، نو بیا د حمیدګل څه ډول خدمت یې کولای شو؟
د لومړۍ پوښتنې ځواب خو معلوم دی چې په کابل کې د جنرال حمیدګل د اوسېدو وخت له تنظیمي جګړو سره مصادف دی او له دې معلومیږي چې ده د کابل له یوه مېلمستون څخه تنظیمي جګړې رهبري کولې.
البته چې نوموړې جګړې تشې تنظیمي نه وې، بلکې قومي، توکمیزې، سمتي او مذهبي هم وې او ټول تمرکز یې په دې و، چې پښتانه کمزوري او له واکه یې ډدې ته کړي او پرځای یې د لږکیو یو کمزوری حکومت رامنځته کړي چې تل ورسره بې ثباتي او جګړه دوام پیدا کړي.
د دویمې پوښتنې ځواب باید دا وي چې ډاکتر عبدالله هغه وخت باید د جمعیت تنظیم او جنرال حمیدګل ترمنځ د دساتیرو د تبادلې د تسهیلونکي دنده پرمخ بیولې وي نه د مېلمستون د کوم عادي تنظیمونکي او خدمت باشي دنده.
تاسو که د اصلاحاتو او هم پالنې د ټیم ترکیب ته هم وګورئ نو په دې ټیم کې زیاتره هغه کسان او جنګسالاران هم راټول شوي چې په منظم ډول یې له ۱۳۵۴ کال راهیسې د جنرال حمیدګل، نصیرالله بابر، قاضي حسین احمد، مولوي سمیع الحق او مولوي فضل الرحمن تر نېغې رهبرۍ او بادارۍ لاندې جګړې کړي، خلک یې وژلي او خپل هېواد یې تباه کړی دی.
دغو جنګسارالانو تر ننه پر واک منګولې ښخې کړي، د پاکستان د ای ایس ای او ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتي سازمانونو له خوا یې ملاتړ کېږي، د سولې او امنیت پرضد مصنوعي طالبان او ناامنۍ رامنځته کوي، سازماني شوی فساد کوي او د ولسي حکومت د رامنځته کېدو او پراختیا مخه یې ډب کړې او ورته خنډونه جوړوي.
ګرانو هېوادوالو به لیدلي وي چې په اوسنیو ټاکنو کې د تحول او بدلون لپاره د ولس ارادې دغه خلک سخت لړزولي وو او سکون یې ورځنې اخستی و، نو دغو ټوپکمارانو خپله ارامتیا ونه ساتلای شوه، په ټاکنو کې مداخلې ته راووتل، خلک یې ووېرول او وګواښل چې اشرف غني ته له رایو ورکولو ډډه وکړي او د رایو ورکولو په ورځ له خپلو ټوپکونو سره د رایو ورکولو مرکزونو ته ورغلل او په زور سره یې له خلکو د رایې پاڼې واخستې او پخپله یې د ډاکتر عبدالله لپاره ټېک مار او په صندوقونو کې واچولې، چې په دې لړ کې یې د پلچرخي د سپین جومات، د بت خاک د رایو ورکولو د یو مرکز، د کابل د خیرخانې سیمې د غلام حیدر خان د لیسې، د ننګرهار د کوز کوڼر د ولسوالۍ د سلام پور د سیمې او د دغه ولایت د دره نور ولسوالۍ د څو مرکزونو بربنډې درغلۍ له مطبوعاتو او عامه انظارو پټې پاتې نه شوې، خو د دغو متشددینو له خوا دا لومړنی او وروستی جعل او تشدد نه و، بلکې ویل کېږي په هغو سیمو کې چې دوی پرې حاکم دي ۹۰ سلنه رایې یې د درغلۍ او تشدد پرمټ دي.
لنډه دا چې د جوزا د ۲۴ ټاکنې په حقیقت کې د افغان ولس او ای ایس ای ترمنځ وې، چې په دې ټاکنو کې ای ایس ای ماتې وخوړه او افغان ولس ټاکنې وګټلې، خو دا بری د افغان ولس د بریا په لور لومړنی ګام دی او افغان ولس یې باید د ساتلو او دوام لپاره ویښ او بیداره وي او د هیچا د ګواښونو او دروغینو تبلیغاتو په وړاندې سر ټیټ نه کړي.
افغان ولس باید د راتلونکي افغان حکومت او زعامت ترڅنګ ودرېږي او د ټوپکمارانو په وړاندې هغه یوازې پرې نږدي او ننګه یې وکړي او تر وروستي بري یې بدرګه کړي.