دمَلّک تباهي
01.06.2014 12:48چا راته ویل دا ملک یا هغه ملک دی ګوره شین
خــوګــران هـېـواد سپېرې ډبري په وینو دی رنګيـن
ګـــوره دې جګــړې تــه کلــې پای لـــري بـهـیـر
پښتون پکښې لمبه دی که سپـېره دښت وي یاتکشین
په درو دېــرش کاله جنګ کـي تبا سو ټول افغان
دغلیم زړه لا سوړ نسو زموږ فرهنګې کی را خـوړین
پر ملک مو ډېــري بدي وې راغلي یاره ګــوره
دا د اوس بدۍ چـي اوس دي سخـتـه پېښه بد ناورین
غـلـیـم کړه جوړه ځاله خو زموږ خپل ئې واړول
هـــر یـــو ئې تـــربـــل ښــه کی نــوئې ورکـی تبرزین