د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بدخشان په پېښه ولې ټول پټه خوله دي؟

زلمی هېواد وال 28.05.2014 12:56

څو ورځې وړاندې طالبانو په بدخشان کې یمګان ولسوالۍ ونیوه، ډېرې وسلې او مهمات یې ونیول، د دیرشو شاوخوا یې د حکومت سرتیري اسیران کړل! داسې انګیرل کېده چې طالبان به نیول شوي اسیران ووژني، لکه په کونړ کې چې تر شلو زیات د ملي اردو عسکر ووژل شول! د کونړ په پېښه حکومت سخت غبرګون وښود، کرزي خپل سفر لغوه کړ! ددې تر څنګ رسنیو ځمکه پورته کوله او آسمان یې راښکته کولو!
که په عام ډول فکر وشي، یقینا چې دا یوه دردوونکې پېښه وه، خو په هغه وخت کې طالبانو د یوې تبصرې په ترڅ کې وویل چې، دا کار دوی په خپله خوښه نه، بلکې له مجبوریته کړی، او هغه داسې چې دوی د ملي اردو په عسکرو غږ کړی و، چې وسله په ځمکه کېږدئ، جګړه مه کوئ، مګر هغوی ونه منله، او په مونږ یې ډزې پیل کړې، په دې سره جګړه ونښته، او د جګړې په ترڅ کې دوی ټول ووژل شول!
همدا خبره له دې تبصرې مخکې د دوی ویاند هم رسنیو ته کړې  وه، له دې داسې معلومېږي، چې طالبان په رښتیا په نوموړې پېښه خواشيني وو؛ ځکه طالبان په آسانۍ سره دا ډول خبره نه کوي، اوس یې چې دا خبره وکړه، معلومه شوه چې  دوی په دې پېښه خواشیني وو.
که څه هم چې ډېرو به دا خبره، یا منله او یا نه، خو زما خپل زړه سمه نه منله، ما ویل طالبان هسې سیاست کوي، دا خبره د خلکو او نړیوالو د خوشحالولو لپاره کوي، خو بیا به مې چې فکر وکړ، ما ویل طالبان له ټولې نړۍ سره اخته دي، له پنخوسو هېوادونو سره جګړه کوي، د هېچا زور ته تسلیم نشول، نه یې د چا د تبلیغاتو او پروپاګندو پروا وساتله، اوس به څه ډول دا کار وکړي! یا به یې کوي!
په هر صورت څو ورځې وړاندې یې چې په بدخشان کې د دیرشو شاوخوا عسکر ونیول، دا ددوی لپاره یوه لویه آزموینه وه، چې څه کوي؟ که څه هم چې دا خو د جګړې ډګر و، د جګړې په ډګر کې چې یو څوک ونیول شي، که ونه وژل شي، بندي کېږي خو!
مګر طالبان په دې آزموینه کې کامیاب شول، یو ځل بیا یې ټولو ته وښوده چې دوی د الله جل جلاله لپاره، او دخپل ولس او خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي، اصلي موخه یې د بهرنیانو وژل دي، نه د داخلي عسکرو او ملي اردو، که نه اوس به یې دا هم وژلي وای؟ چا تورې سپینې ورسره کولی شوای؟ یا چا غچ ترې اخیستی شوای! مګر نه، طالبانو دا یو تاریخي کار وکړ، یو ځل بیا یې خپل اسلاميت، انسانیت او افغانیت ثابت کړ! باید وستایل شي، او تقدیر شي!
طالبانو دلته څو کارونه کولی شوای، لومړی دا چې ټول یې وژلي وای، دوهم دا چې له ځان سره یې ساتلي وای، دریم دا چې تبادله کړي یې وای، د دوی د خوشي کولو په بدل کې یې د خپلو ملګرو د خوشي کولو غوښتنه کړې وای، او که یې دا کار کړی وای، حکومت به ور سره منله. یا یې کم تر کمه په بدل کې پیسې ترې غوښتې وای!
مګر دوی دا یو هم ونه کړ، هسې یې دا عسکر خوشي کړل، زه خپله پرې خوښ شوم، ځکه دا خلک په ناپوهۍ او یا له مجبوریته له حکومت سره ولاړ دي، طالبانو یوازې دا ضمانت ترې اخیستی چې بیا به د دوی په ضد نه جنګېږي، له بهرنیو ځواکونو سره به اړیکې نه جوړوي، خپل عادي ژوند به کوي! او دا  معقولې غوښتنې دي، ځکه خو هغوی منلې هم دي.
اوس خبره ددې ده چې دکابل حکومت او یا نورو ټولنو او جهتونو په دې اړه څه وکړل؟ آیا دا کار یې کم تر کمه د انساني خواخوږۍ له مخې وستایلو؟ په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو ټولنو، او د بشر دحقوقو ټولنو! متاسفانه چې هېچا هم په دې اړه غوږ ونه ګرولو!
دلته دوه خبرې دي:
لومړی دا چې حکومت د خپلو عسکرو ژوند ته په هېڅ ارزښت نه دي قایل، که مړه کېږي که ژوندي کېږي، په دوی یې کوم بده یا ښه اغیزه نه پرېوزي! او دا یو ځل بیا ښيي چې حکومتي لوړ پوړي چارواکي نه د ولس په غم کې دي، او نه د هېواد غم ورسره شته! یوازې  دخپلو ګټو لپاره لګیا دي!
دوهم دا چې حکومت دومره نا انصافه دی، دومره ناځوانه دی، چې کم تر کمه دغه کار یې په دې هم ونه ستایلو چې طالبان په راتلونکي کې دې ډول ځوانمردۍ ته تشویق شي،  دوی باید طالبان هڅولي وای، تشویق کړي یې وای، کوم څه چې ویې نه کړل، او دا هم د یادونې ده چې طالبان کېدای شي د چا ستایلو او نه ستایلو ته ډېره پاملرنه، بلکې لږ پاملرنه هم ونه کړي، ځکه دوی چې کوم کار کوي، هغه د خپلې عقیدې او اصولو له مخې کوي، که څوک ترې خوشحالیږي که خپه کېږي.
که فرض کړو چې حکومت دجګړې په ډګر کې دومره طالبان نیولي وای، څه به یې ور سره کول؟ لومړی خو به یې په همغه ځای کې ویشتل! وژل به یې! که یې دا کار نه وای کړی، او ډېر ښه یې ور سره کړې وای، بندیانول خو به یې خامخا! وهل او ټکول خو څه کوې!
بند به هم یوه  میاشت، یو کال نه،  بلکې کلونه کلونه،  داسې چې آخر به دا خلک په مرګ رضا کېدل! کوم څه چې اسو روان دي!
په پښتنو کې یو متل دی وايي: ځوان ووژنه، خو ځواني یې مه وژنه، له همدې امله زه خپله دغه لوی او ځوانمردانه کار ستایم، او له نورو هم هیله لرم چې دا ډول اسلامي، ملي او انساني دریځونه که د هر چا له خوا وي باید وستایل شي، شخصي او سیاسي اغراض او ګټې مو باید د حق له ویلو ایسار نه کړي!