د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زلمي رسول که دکرزي روبوټ

رباني وحدت 11.05.2014 22:36

هغه  دولتونه چې دعلم او ټکنالوژى په ډګر کې مخکښ دي  نو د نورو  ډول ډول پرمختللو وسايلو ترڅنګ يې د بېلا بېلو دندو دسرته رسولو لپاره ډير پر مختللى روبوټونه   هم جوړ کړيدي ، شايد تاسو هم څو ورځې وړاندې  په رسنيو کې اوريدلي او ليدلي وي  چې چاپان  ډير پرمختللى روبوټ  جوړکړى او د بارک اوباما سره يې  دفوټبال  لوبه هم وکړه  مګر تراوسه پورې  پرمختللو هيوادو د سياسي ډګر لپاره  دداسې روبوټ  په جوړولو  کې چې هم  خبري کولاى شي ، خند لى شي ، نکټايي  تړلى شي ، کله نه کله لونګى وهلي شي او پخپله  دريشي  هم اغوستلى شي ........ پاتې راغلي دي ؛ خو دافغان ولسمشرحامد کزري دې  دا ډول روبوټ  په جوړولو کې دنړۍ  ټولو پرمختللو هيوادو ته  ماتې  ورکړه  او نړۍ  ته يې  په  ډاکه کړه  چې که دساينس او تکنالوژى  په  برخه کې ستاسو په څېر ساينس  پوهان  نه  لرو؛ خو دسياست په ډګرکې  داسې سياستوال  لرو چې د خپلې  پوهې ، تجربې، مالوماتو او  مکر په مرسته  داسې روبوټ جوړولى  شو چې  ستاسو روبوټو  په پرتله  څو چنده ښې وړتياوې  او  ځانګړ تياوې  ولرې.

همدا لامل دى چې دنړيوالوترڅنګ ډير افغانان  د کرزي صيب دې بې سارې اختراع ته  فکر  وړي دي .

دا  روبوټ   ډاکټر زلمي رسول  نوميږي که څه هم  زلمى رسول د ظاهري څېرې له مخې ارام  او  ښه  سړى مالوميږي  مګر د ټاکنو له امله  هغې  بېچاره  ته څه  ورپاتې  نشول ، هغه  دداسي  يرغمل کس  په څېر دى چې پخپله خوښه هيڅ  نشي  کولاى ، خوله ،زړه او مغزه  يې  خپل  دي  مګر خبرې او  پلانونه يې دکرزي دي که هغه  د خپلې ارادې  څښتن  وى  نو داسې  دريځ به يې غوره کړى  وى چې  خپل شخصيت ته اوښتى زيان يې لږ جبران کړى وى

دا دى  نن نوموړي روبوټ  دکرزي  په اشاره  د ډاکټر عبدالله  څخه  ملاتړ اعلان  کړ، که کرزى او ډاکټرعبدالله  داسې فکرکوي چې  ډاکټر زلمي رسول  به  يوځل  بيا %١٣  سلنه رايې  يوسې  نو سر له  اوسه په خپل  پلان کې ناکام  دى ځکه چې د ا ځل  ډيرو ملګرو خپله  لاره  ور څخه بېله کړيده او د ډاکټرغني ترڅنګ ولاړ دي  هسې هغه بېچاره ته يې  ښه ورځ او ښه نوم  نه ورلوريږي .