د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې ګاوندي او يوشمېر نورهيوادونه د ډاکټرعبدالله برياليتوب دځان په ګټه بولي ؟

رباني وحدت 06.05.2014 18:08

ويل کيږي چې  ځينې  هيوادونه   نه  دايمي  دوست  نه  دايمي دښمن ، تل  دنورو  هيوادونو  او ډلو  سره  د خپلو ملي  ګټو  پربنسټ  دوستي او دښمني  کوي .ملي کټې ثابت ماهيت نه لري بلکې کله  نه کله  دوخت په تيريدو ، دشرايطو او حالاتو په بدليدو سره بدلون مومي .

داچې ديو هيواد  د بهرني سياست اصلي موخه او دنده  د ملي ګتو خونديتوب او لاسته راوړل دي  نو کله چې ملي ګټې  بدلون  ومومي  هيوادونه  هم  خپلو  بهرنيو سياستونو  ته  د خپلو ملي  ګټوته په کتو  بدلون  ورکوي  ښه بېلګه  يې  د ډاکټرعبدالله  څخه  دپاکستان  ديو شمېر چارواکو ، کارپوهانو او رسنيو ملاتړ دى  ځکه تير تاريخ  ته  په کتو  شمالي  ټلواله  او  پاکستان  تر پرون  پورې  يو او  بل  ته  په مورچل کې  ناست  وو. پاکستان ،  پخوانى شمالي  ټلواله  د خپلو ملي  ګټو  لپاره  ګواښ او د سر درد  باله ، دولسمشر کرزي حکومت سره يې  د  مخالفت يو  عمده  لامل  هم  دافغانستان  په سياسي  نظام کې  د يادې  ډلې  قوي  نفوذ او حاکميټ  وو ، خو نن د پاکستان يو شمېر رسمي او غير رسمي مقامات   د خپلو ملي  ګټو پربنسټ د همغه  ډلې  د  وياند ( ډاکټر عبدالله )  برياليتوب دخپل هيواد په ګټه بولي ځکه چې دهغه په برياليتوب سره دپاکستان يو شمېر ملي ګټې خوندي او ترلاسه کيږي .

که  ډاکټرعبدالله  بريالى شي  نو د افغان دولت  او  وسله والو مخالفينو ترمنځ  دسولې  پروسې  ناکامي  به  يقيني شي ، ځکه  پخپله  ډاکټرعبدالله  او محقق او په هغه  پوري اړوند ګوندونه اوډلې د طالبانو اسلامي تحريک  سره د سولې  په اړه  داسې تګلاره او  دريځ لري چې   نه يوازې  پلي کيدل  يې  ستونزمن  دي بلکې  ناشوني  دي .  هغوي  پدې  اند  دي چې طالبان  بايد  د کوم قيد او شرط پرته  اوسنى اساسي  قانون  ومني ، د خپلو  تيرو کړنو  په اړه  بخښنه وغواړي  ،وسلې  پرځمکه  کيږدي او تسليم  شي  دا هغه غوښتنې دي  چې  په هيڅ صورت هغوي ته  دمنلو وړ نه دي

خوبرعکس شوراى  نظار او وحدت ګوند د ايران سره  ژورې  اړيکې  لري ، ايران  کالونه  کالونه  له سياسي  او اقتصادي پلوه  ديادې  ډلې څخه  ملاتړ کړى او کوي. د ايران دولت  دنوموړي ډلې  په ځانګړي  ډول د وحدت ګوند ته  دسياسي  قدرت  دلاس ته راوړلو موخه  پوره  امکانات په واک کې   ورکړيدي.

په همدې  اساس  هغه  ايراني رسنۍ  چې  د ايران په  داخل  يا  د ايران څخه  بهر دي  د ډاکټرعبدالله  په پلوى پدې  دليل  تبلغات کوي ترڅو  په  ګاونډي هيواد افغانستان  کې  دايران  ګټو او سياستونو  ته د جمعيت ګوند ( ډاکټرعبدالله )  او  وحدت ګوند ( محقق )  په څېر دوه  نهايت ژمن ګوندونه  او کسان  ددولت  ترټولو  لوړ مقام  يانې د دولت  رياست  او مرستيالى چوکيو  ته  ورسيږي همدا لامل دى چې ايرانى رسنى ډاکټرعبدالله  « چراغ سبز عبدالله عبدالله به ایران» بولي  ځکه که  ډاکټر صيب عبدالله  بريالى  شي نو :

الف : ډير پلا نونه او تصميمونه  به  د کابل  پرځاى  په تهران نيول کيږي او په افغانستان  کې  به  پلي  کيږي او د ولسمشر کرزي د دورې په څېربه  د يوشمېر موضوعاتو او مسايلو د سر او وروستى پريکړه  د ارګ پرځاى  په  کابل  کې د امريکا د سفارت  ترڅنګ د ايران په  سفارت  کې  هم نيول  کيږي او د  ارګ  له دروازې  به راوځي .

ب : ايران به  خپل  کلتوري  ښکيلاک او يرغل لا پسې  چټک او ګړندي  کړي  دهيواد  ملي  ترمنالوژي  ډيره برخه به خپلې  ايراني  ژبې ته  واړوي . که څه هم  د ا لړى له پخوا  څخه  پيل  شوي اوس هم  د ځينو  کسانو، رسنيو، ...  له خولې څخه  دملي  ترمنالوژي  پرځاى  ايراني  اصطلاحات  راوځي ؛ خو که خداى  مه کړه  ډاکټر عبدالله  بريالى  شي نو په  قوانينو، اداري  چارو کې به  د داسې  اصطلاحاتو او لغاتو سره مخ شو چې هره ورځ به اړ وو قاموسونه  پاڼه  په پاڼه ورپسې  ولټوو. اويا کيداى شي چې د نوي ايراني ترمنالوژى د زده کړې  لپاره د لڼد مهاله او اوږد مهال  کورسونو او  پروګرامونو تعقيب  ته اړشوهمدرانګه د يو شمېر رسنيو( چاپي ،غږيزو، انځوريزو انټرنيټي ... )  ژبه به نوره هم  ګونګه شي.....

ج: ايران به دخپلو اوږدو مهاله او لنډ  مهاله موخو لپاره په ملي امنيتي ځواکونو او نورو مهمو دولتى ادارو کې  ځينې ايران  پلوه  کسان  په دندو وګماري  ترڅو د اړتيا پرمهال  يې په  درد  وخوري. که څه  هم  ايران اوسمهال  په پارلمان ، حکومت، نورو دولتي ادارو ، سياسي ګوندونو او مدني ټولنو کې  کې د پام  وړ نفوذ  او  ښه  دوستان لري  خو  په پښتوکې متل دى وايي ښوروا  ته چې  څومره غوړي  ور ډيريږي  خوند يې  زياتيږي . او داسې نور..

شايد  امريکا  هم  د پردې  ترشا  د خپل استعمار او ښکيلاک  ددوام  لپاره د ډاکټر عبدالله  څخه  ملاتړ کوي  او  امريکايانو  ته دقدرت په  مقابل کې  دډاکټرعبدالله   ايمان  ډيرښه مالوم  دى ځکه  هغه تړون چې امريکايانو ته يې د افغانانو  دوژلو، ځورولو،  نيولو د شپې له خوا  په کورونو  د چپو اچولو ، دکورنو، وادونو، کليو د بمبار  په مقابل کې  قضايي  مصونيت ورکړيدى  ډاکټرصيب عبدالله  امضا کړى  دى .  دملت پالنې  او  وطن دوستى د روحيې  هغه نښه يې هم په ياد  ده چې نوموړي ډلې له  امريکايانو  څخه  په افغانانو  باندې  دغټو غټو  بمونو  دغورځولو  غوښتنه  کوله .

.دانګلستان او د ناټو  دنورو  هيوادو  يادونه ځکه اړينه  نه بولم  چې  هغوي هسې هم دامريکا  په لمن  پورې  تړلي دي  چيرته  چې امريکا ځي هغوي   په پټو سترګو  ورپسې روان  وي .

روسيه او  هندوستان  هم  دافغانستان  په ټاکڼو کې  بې توپيره  نه دي  دواړه  هيوادونه ، د پخوانى  شمالي  ټلوالې دنوموړيو دوو  ډلو اوګوندونو سره  نږدې  اړيکې لري  او د ډاکټرعبدالله  برياليتوب د خپلو ګټو دخونديتوب  لپاره ګټور او مناسب بولي .

داچې سعودي عربستان تريوه بريده دافغانستان په مسايلوکې ښکيل دى نو شايد يوازينى  هيواد وي  چې  د اصلاحاتو او هم پالنې ټيم  دبرياليتوب  پلوي  نه وي .ځکه چې په نوموړي ټيم  دايران  قوي  نفوذ او آغيزله امله ددوي حاکميت  دسعودى عربستان  چارواکو ته د منلو وړ نه  دى او  پخوا   هم سعودی عربستان د افغانستان  په سياسي  نظام  کې  دايران  پلوه  ډلو  دنفوذ  له امله  خوابدى  وو.

پايله : داچې هر هيواد  او ملت ته  خپلې  ګټې  ارزښت  لري او د هغې دلاس ته راوړلو لپاره هڅه  کوي نو مونږ هم بايد  د نورو ملتونو او هيوادونو په څېر دخپلو ملي ګتو د خونديتوب  او لاس ته  راوړلو لپاره  مبارزه  وکړو او نورو هيوادونو ته  ددې  اجازه ور  نه کړو چې  د ډاکټرعبدالله  په برياليتوب سره خپلې  شومې  موخې په  اسانى  سره  ترلاسه کړي .هيواد  دپرمختګ  پرځاى  شاته  تګ، دافغانانو  ترمنځ  دملي  يووالى د منځته راتګ پرځاى  نفاق، دتعصب  دې له منځه وړلو پرځاى دتعصب عزول شوي مزي نور هم پياوړي شي .

دپورتنيو ټولو  دسيسو دشنډولو لنډه  لاره  ددوکتور غني څخه  ملاتړ او د هغې  برياليتوب دى .

پوهيالى رباني وحدت

دخوست شيخ زايد پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو پوهنځى استاد