د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسشمریز نوماندان او مناظره

محمد ظهور پوپلزی 06.02.2014 19:32

د ولشمریزو ټاکنو نوماندانو ترمنځ مناظره:
د قانون د احکامو مطابق د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان کولای شی د انتخاباتو د ترسره کیدو څخه دوه میاشتی مخکی خپل ټاکنیز کمپاینونو شروع کړی.
د کمپاینونو د شروع کیدو نیټه د ۱۳۹۲ کال د دلوی د میاشتی ۱۲ نیټه وه، او نوماندان په ډیر چټکی سره لاس په کار شول او حتی د یکشنبی د شپی څخه خپل کمپاینونه شروع کړل.
دا یو واقعی خبره ده چی کمپاینونه په هغه صورت کی موثره وی چی مربوطه نوماند د ځان سره د ولس او ټولنی د ښی راتلونکی په اړه موثری برنامی ولری، ځکه زمونږ خلک نور نو د شعارونو او عکسونو څخه ستړی شوی دی.
د نوماندانو د برنامو او ددی ترڅنګ ددوی د لیاقت د معلومولو یوه لاره هم ددوی ترمنخ مناظره ده، تر څو دوی یو دبل په وړاندی مخامخ ودریږی او پوښتنو ته ځواب ووایی.
د ۱۳۹۲ لمزیز کال ددلوی د میاشتی په ۱۵ نیټه د طلوع تلویزون په ملاتړی د پنځو تنو نوماندانو ترمنځ مناظره وشوه.
د مناظری کوربه مجاهد کاکړ وه، او رابلل شوی نوماندان عبارت وه له، قیوم کرزی، جنرال رحیم وردګ، داکتر زلمی رسول، داکتر عبدالله عبدالله او داکتر اشرف غنی احمدزی.
د مناظری په پیل کی هرنوماند د خپل نوماندی هدف بیان کړ، وروسته له هغی د پوښتنو بحث شروع شو.
د مناظری لومړی پوښتنه د قیوم کرزی څخه:
د افغان حکومت اساسی ستونزه داده چی د امنیت په تامین کی پاتی راغلی، که چیری خلک پر تاسی باور وکړی او تاسو ته رایه درکړی، تاسی د خپل پنځه کلنی دوری تر پایه پوری څنګه امنیت تامینوی؟
همدارنګه که چیری قدرت ته ورسیږی د امنیتی تړون په اړه مو دریځ څه دی، ایا دغه تړون لاسلیک کوی او کنه؟
قیوم کرزی:
د امنیت نه شتون ځانته ځینی عوامل لری، په لومړی قدم کی باید دغه عوامل له منځه یوړل شی، هرکله چی دغه عوامل له منخه ولاړ شی امنیتی خود په خود تامین کیږی:
- د جګړی شتون: په افغانستان کی د روانی جګړی د پای ته رسولو لپاره هڅه کوم
- د فساد شتون: د ناامنیو د عواملو څخه یو هم د فساد شتون دی، فساد باید باید له منځه ولاړ شی
- ضعیف اقتصاد شتون: د اقتصاد د پراختیا په برخه کی کار کول. ضعیف اقتصاد هم د ناامنی له عواملو څخه یو عامل دی.
د امنیتی تړون په اړه قیوم کرزی وویلی چی، هو زه دا تړون لاسلیک کوم، ځکه دغه تړون د افغانستان د مشورتی جرګو لخوا تائید شوی ده او هغو ورته رایه ورکړه ده، زه یی هم لاسلیک کوم.
د مناظری لومړی پوښتنه له داکتر اشرف غنی احمدزی څخه:
د افغان حکومت اساسی ستونزه داده چی د امنیت په تامین کی پاتی راغلی، که چیری خلک پر تاسی باور وکړی او تاسو ته رایه درکړی، تاسی د خپل پنځه کلنی دوری تر پایه پوری څنګه امنیت تامینوی؟
اشرف غنی احمدزی:
په لومړی قدم کی باید د ثبات او امنیت ترمنځ تفکیک وشی، ثبات د خلکو په زړونو کی وی او امنیت د خلکو په ذهنونو کی.
که چیری ولس پر مونږ باور وکړی او مونږ ته رایه راکړی نو مونږ د امنیت د تامین لپاره په لاندی اقداماتو لاس پوری کوو.
- د پولیس او اردو د وظایفو تفکیک
- د سرقومندانی د مرجع تعین
- زمونږ د قواو ظرفیت ښه ده، د غیر مسوولو قوتونو په وړاندی د سیاسی ارادی نه شتون ددی لامل شوی چی په ټولنه کی امنیت له منځه یوسی، مونږ به د غیر مسوولو قوتونو او قواوو په وړاندی سیاسی اراده ولرو.
- ورځنی او هفته وار جوابدهی
- د امنیتی قواوو تمویل
- په امنیتی ارګانونو کی شفافیت رامنځ ته کول او د بهرنی هیوادونو د کومکونو جلب
- د پولیسو او اردو د معاشونو ارتقاء
- د امنیتی قواو سالم مدیریت
- نن ورځ روابط ددی سبب شوی چی د امنیتو قواو سلسله مراتب تر خپل شعاع لاندی راوی، مونږ به په ضوابط باندی کار کوو نه په روابطو.
که چیری تاسی قدرت ته ورسیږی د امریکی سره امنیتی تړون لاسلیک کوی یا نه؟
بلی: ځکه چی د امنیتی قواوو تمویل د نړیوالی ټولنی او بیا په خاصه توګه د امریکی او دهغه د متحدینو د همکاری په پرته امکان نه لری.

د مناظری لومړی پوښتنه له داکتر عبدالله عبدالله څخه:
د افغان حکومت اساسی ستونزه داده چی د امنیت په تامین کی پاتی راغلی، که چیری خلک پر تاسی باور وکړی او تاسو ته رایه درکړی، تاسی د خپل پنځه کلنی دوری تر پایه پوری څنګه امنیت تامینوی؟
داکترعبدالله عبدالله:
دامنیت نه شتون په افغانستان کی ځانته مختلف عوامل لری او که چیری خلک په مونږ باور وکړی او مونږ ته رایه راکړی مونږ په څو بعدونو کی د نا امنی په وړاندی مبارزه وکړو.
- خارجی بعد: د نړیوالو همکاریو جلب د امنیت د تامین لپاره
- منطقوی بعد: مونږ په دی پوهیږو او باور لرو چی د تروریزم ځالی د افغانستان د خاوری څخه د باندی په سیمه کی شتون لری، نو د سیمی د هیوادونو سره په موافقه به دغه ځالی له منخه یوسو.
- داخلی بعد:
1- د قانون حاکمیت ته پوره توجه کوو
2- سالم او شفاف انتخابات، هغه حکومت چی د فساد څخه زیږیدلی وی څنګه کولای شی چی امنیت تامین کړی.
3- د نوو امنیتی نهادونو ایجاد د امنیت د تامین لپاره
4- د امنیت لپاره واضح او روښانه سیاست
5- د خلکو ونډه د ټولنی د امنیت په تامین کی، مونږبه خلک و هڅوو
6- د ملی وحدت د روحیی تقویه د افغانستان د قومونو ترمنځ.
پوښتنه : ښاغلی داکتر صاحب، د جبری ماموریت(مکلفیت دوره) سره موافق یاست او کنه؟
نه زه د مکلفیت د دوری سره موافق نه یم، اوس نړی هغه پخوانی نړی نه دی.

د مناظری لومړی پوښتنه له داکتر زلمی رسول څخه:
د افغان حکومت اساسی ستونزه داده چی د امنیت په تامین کی پاتی راغلی، که چیری خلک پر تاسی باور وکړی او تاسو ته رایه درکړی، تاسی د خپل پنځه کلنی دوری تر پایه پوری څنګه امنیت تامینوی؟
داکتر زلمی رسول:
د امنیت نه شتون په مختلفو بعدونو کی مختلف عوامل لری، زه د امنیت د تامین او د بی امنی سره د مبارزی لپاره په لاندی اقداماتو لاس پوری کوم:
- بهرنی یا خارجی بعد کی: هغه هیوادونه چی تروریستان حمایه کوی او هلته ورته تریننګونه ورکول کیږی، پدی قانع کوم چی د تروریستانو لیږل افغانستان نه یوازی دا چی ددوی په ګته نده بلکه ددوی په ضرر دی
او همدارنګه د نړیوالو همکاریو جلب دی
- داخلی بعد کی:
1- د امنیتی قواوو تقویت
2- د امنیتی قواوو تجهیز
3- د امنیتی قواوو سالمه تربیه
- د ناامنی یو لامل هم د یو ښه حکومتداری نه شتون دی، که چیری مونږ قدرت تر لاسه کړ نو یو سالم او متواضع حکومت به رامنځ ته کړو.
پوښتنه: جناب داکتر صاحب که چیری خلک تاسی ته رایه درکړی او بریالی شی، د امریکی سره د امنیتی تړون په اړه مو در یځ څه ده؟
ځواب: زه شخصا ددی تړون د لاسلیک لپاره خوشبین یم او زه به دغه تړون لاسلیک کړم.
- دغه تړون د استراتیژیک تړون یو جز دی
- دغه تړون زمونږ حاکمیت تامینوی.
- د مناظری لومړی پوښتنه له داکتر زلمی رسول څخه:

د مناظری لمړی پوښتنه له جنرال رحیم وردګ څخه
د افغان حکومت اساسی ستونزه داده چی د امنیت په تامین کی پاتی راغلی، که چیری خلک پر تاسی باور وکړی او تاسو ته رایه درکړی، تاسی د خپل پنځه کلنی دوری تر پایه پوری څنګه امنیت تامینوی؟
جنرال رحیم وردګ:
- د امنیتی قواو د ظرفیتونو په لوړاوی باندی کار کوم
- د امنیتی قواو ضرورتونه رفع کوم
- ښه حکومتداری د امنیت په تامین کی نقش لری
- د خدمات عرضه، خلکو ته
- عامه مصونیت
- اقتصادی انکشاف
- د خلکو حمایت
- ملی وحدت باندی کار کوم
پوښتنه ښاغلی جنرال صاحب د امنیتی قواو د غیرسیاسی کیدو په اړه مو نظر څه دی؟
امنیتی قواوی باید کاملا غیر سیاسی وی، سیاسی لوبغاړی پکی هیڅ ډول مداخله ونه لری، او امنیتی قواوی باید خپل مشروعیت د هغه رهبر څخه واخلی چی دخلکو د رایو پواسطه انتخاب شوی وی.

دمناظری دوهمه پوښتنه له داکتر عبدالله عبدالله څخه:
آیا طالبان د افغانستان دخلکو دښمنان دی او کنه؟
عبدالله عبدالله:
هرهغه څوک چی زمونږ د خلکو د منافعو خلاف دی او د نورو د منافعو دپاره کار کوی، او زمونږ د خلکو قاتل دی، زمونږ تاسیسات ورانوی، زمونږ د خلکو حقوق نقض کوی، هغه زمونږ دښمن دی.
د طالبانو په اړه ووایم چی طالبان مختلف کتګوریو باندی ویشل شوی دی:
- هغه ډله طالبان چی د ځینو ناخوالو له امله وسلی ته لاس کړی او په مخالفت لاس پوری کړی، دغه کتګوری د افغانستان د خلکو دښمنان نه دی، ددی لپاره چی دوی د مخالفت څخه لاس واخلی او وسله بیرته په ځمکه کیږدی، نو هغه عوامل دی له منځه یوړل شی چی دوی یی وسله پورته کولو ته مجبور کړی دی، مناسب محیط مساعد شی او سوله ایزه پروسه په لاره واچول شی، او که چیری بیا هم سولی ته حاضر نشی نو بیا د دوی په وړاندی اقدام وشی ترڅو د زور پواسطه خپله وسله په ځمکه کیږدی.
- هغه ډله طالبان چی د سیمی د هیوادونو د استخباراتی کړیو لخوا حمایه کیږی او دافغانستان دخلکو دمنافعو ضد دی او د نورو د منافعو دپاره کار کوی، او زمونږ د خلکو قاتل دی، زمونږ تاسیسات ورانوی، زمونږ د خلکو حقوق نقض کوی، هغه زمونږ دښمن دی، او ددوی په وړاندی مقابله کوو، او دغه مقابله به د افغانستان دخلکو او ملی قواوو په همکاری به ددوی په وړاندی مبارزه کوو.

دمناظری دوهمه پوښتنه له داکتر اشرف غنی احمدزی څخه:
آیا طالبان د افغانستان دخلکو دښمنان دی او کنه؟
داکتر اشرف غنی احمدزی:
د طالبانو په اړه باید ووایم چی طالبان مختلف ډلی لری
- اوله ډله هغه طالبان دی چی هغوی خاص دیدګاه لری او دافغانستان د ټولنی یو قشر دی او دوی یو فکری خوځښت دی او دافغانستان د ټولنی واقعیت دی.
- دوهم ډله طالبان هغه طالبان دی چی دوی د افغانی چارواکو د ظلم، بی عدالتی او فساد له امله مجبور شوی دی چی وسلی ته لاس کړی.
- دریمه ډله بین المللی طالبان دی چی دا وطن ورته دوهمی وطن دی او د القاعدی پوری تړلی دی
- څلورمه ډله هغه طالبان دی چی په اصل کی افغانان دی خو دوی بیا د باندنیو هیوادونو د استخباراتی کړیو د لاس د آلی په صفت کار کوی.
دریمه او څلورمه ډله طالبان دافغانستان د خلکو دښمنان دی، او ددوی په وړاندی به جګړه کوو.
د سولی په اړه باید ووایم چی سوله یو اړخیز پروسه نده، د سولی لپاره باید مقابل جانب هم و پیژندل شی.
- په لومړی قدم کی باید د پورتنیو ډلو ترمنځ باید تفکیک وشی، د اولی او دوهمی ډلی سره سوله کیدای شی.
- د هغه اعمالو مخنیوی چی په نه یی اصول منی او نه په قوانینو کی وجود لری.
پوښتنه: داکتر صاحب ستاسی نظر د طالبانو سره د سهامی حکومت په اړه څه دی؟
مونږ کوښښ کوو چی سره انعطاف ته ورسیږو، یعنی مقابل لوری دی ته قانع کړو چی زمونږ خبری ومنی، که چیری و یی نه منل:
- سهامی حکومت امکان نه لری
- او که چیری د سولی له لاری را وړاندی شی، مونږ یی هر کلی کوو، او د افغانستان د نورو اتباعو په څیر د ټولو حقوقو څخه برخوردار کیدای شی.

دمناظری دوهمه پوښتنه له داکتر زلمی رسول څخه:
ایا طالبان د افغانستان دخلکو دښمنان دی او کنه؟
داکتر زلمی رسول:
د طالبانو مخالفت ځانته ځینی لاملونه لری او دوی د ځینو ناخوالو له امله وسلی ته لاس اچولی، که چیری دوی د افغانستان اساسی قانون و منی، زمونږ دښمنان نه دی.
خو که چیری دوی د نورو هیوادونو په لمسون، زمونږ خلک ووژنی، زمونږ ودانی وران کړی، زمونږ ښوونځی و سوزوی او په نورو نا امنیو لاس پوری کړی، بیا زمونږ دښمنان دی.

پوښتنه: جناب داکتر صاحب زلمی رسول که چیری خلک پر تاسی باور وکړی، تاسی ته رایه درکړی، ستاسی دریځ د هغه کسانو په وړاندی چی په جنګی جنایتونو متهم دی څه دی؟
که چیری خلک پر مونږ باور وکړی او مونږ ته رایه راکړی او قدرت ته ورسیږو، هغه خلک چی په جنګی جنایتونو متهم دی د هغوی په وړاندی مبارزه کوم او دوی به حتما د خپلو اعمالو په سزا رسوم.

دمناظری دوهمه پوښتنه له جنرال رحیم وردګ څخه:
آیا طالبان د افغانستان دخلکو دښمنان دی او کنه؟
د طالبانو په اړه زما لید لوری دادی چی طالبان یو ډله نه بلکه څو مختلفی ډلی دی:
- هغه ډله طالبان چی د قوی اختلافاتو په نتیجه کی او خارجی او داخلی قوتونو د ځینی بی عدالتیو له امله مجبور شوی چی وسله پورته کړی.
- هغه ډله طالبان دی چی مافیایی کړیو پوری مربوط دی، او دوی د طالبانو د نوم څخه ګټه اخلی
- هغه ډله طالبان چی دوی یو فکری خوځښت دی، او د ایدیولوژی نګاه ډیر افراطی او رادیکال دی
- هغه ډله طالبان چی د خارجی هیوادونو لاس پوڅی دی.
اوله ډله طالبان د افغانستان د خلکو دښمنان نه دی او که چیری زمونږ لاس ته راوړنی و منی، زمونږ اساسی قانون ومنی، نو مونږ به هغه عوامل له منځه یوسو چی ددوی د خفګان لامل شوی.
پاتی دری نوری ډلی د افغانستان د خلکو دښمنان دی.
دمناظری دوهمه پوښتنه له قیوم کرزی څخه:
آیا طالبان د افغانستان دخلکو دښمنان دی او کنه؟
زه هم د نورو د خبرو په تائید دا ویل غواړم چی طالبان یو ډله نه بلکه څو مختلفی ډلی دی.
- هغه ډله طالبان چی د افغانستان د ټولنی یو غټ قشر دی او یو فکری خوځښت دی
- هغه ډله طالبان دی چی د طالبانو دواکمنی پر مهال په افغانستان کی لوړی چوکی یی په واک کی لرلی، اوسمهال د افغانستان څخه دباندی دی
- هغه ډله طالبان چی د بهرنیو هیوادونو څخه هدایت اخلی، او د افغانستان د خلکو دښمنان دی
نو فلهذا دوه لومړنی ډلی د افغانستان د خلکو دښمنان نه دی او دسولی له لاری کولای شی چی د افغان دولت سره یوځای شی.
پوښتنه: ښاغلی کرزی صاحب ستاسو نظر د طالبانو سره د سهامی حکومت په اړه څه دی؟
مونږ طالبانو ته د سولی پیشنهاد کوو، او د سولی لپاره مختلفی لاری شتون لری، که چیری دوی راضی شی، نو دوی د افغانستان د نورو اتباعو په شان د حقوقو څخه برخمن کیدای شی.
خو د طالبانو سره د ائتلافی حکومت د جوړولو سره موافق نه یم.

د مناظری دریمه پوښتنه له ښاغلی داکتر اشرف غنی احمدزی څخه:
لکه څرنګه چی تاسی ته بهتره معلومه ده افغانستان هم په فساد کی له ښکیلو هیوادونو څخه یو هیواد دی چی د فساد په وړاندی ستاسی دریځ څه دی؟
داکتر اشرف غنی احمدزی:
د فساد نه شتون عوامل ډیر دی خو ډیر مهم عوامل یی د قانون د حاکمیت نه شتون، او د ښه حکومتداری نه شتون دی. که چیری مونږ ټاکنو کی بریالی شو نو د فساد په وړاندی د مبارزی په لاره کی په لاندی اقداماتو لاس پوری کوو.
- د عدلی او قضایی تصامیمو نشر
- د وزارتونو د وظایفو تفکیک
- د افغانستان د اقتصادی قشر او اداری قسر ترمنځ مناسبات
- د ځمکو غضب د یو ښه حکومتداری د نه شتون څخه حکایت کوی، د ځمکو د غضب په وړاندی جدی مبارزه
- د اوسیدو د ځایونو شرعی کول
- ۵۰۰۰۰۰ قانونی د اوسیدو ځایونه جوړوو.
د فساد د جرایمو تثبیت په صورت کی عاملین یی د محاکمی میز ته را کاږو.
البته دواړه جرایمو کی(حق الله او حق العبد).
د مناظری دریمه پوښتنه له ښاغلی داکتر زلمی رسول څخه:
لکه څرنګه چی تاسی ته بهتره معلومه ده افغانستان هم په فساد کی له ښکیلو هیوادونو څخه یو هیواد دی چی د فساد په وړاندی ستاسی دریځ څه دی؟
داکتر زلمی رسول:
د فساد عوامل
- د قوانینو نه تطبیق: مونږ تر خپله وسه کوښښ وکړو چی د قوانینو تطبیق باندی کار وکړو.
- د ښه حکومتداری نه شتون: چی دا د اداری فساد عامل دی، مونږ به په ښه حکومت داری باندی کار وکړو.
- قراردادونو ته پاملرنه او په قرار دادونو باندی کنترول او نظارت.
پوښتنه ښاغلی داکتر صاحب ستاسی دریځ د د قواو د تفکیک په اړه څه دی، او د قضایه قوی د استقلالیت په اړه مو نظر څه دی؟
داکتر زلمی رسول: زه د قواو د تفکیک طرفدار یم، او د قواوو تفکیک باید شتون ولری، هره قوه باید مستقل وی، په خاصه توګه بیا قضایه قوه.

د مناظری دریمه پوښتنه له ښاغلی داکتر جنرال رحیم وردګ څخه:
لکه څرنګه چی تاسی ته بهتره معلومه ده افغانستان هم په فساد کی له ښکیلو هیوادونو څخه یو هیواد دی چی د فساد په وړاندی ستاسی دریځ څه دی؟
جنرال رحیم وردګ:
د فساد په وړاندی د مبارزی په اړه په لاندی اقداماتو لاس پوری کوم:
- د داسی ملکی ادارو ایجاد چی شفاف او حسابده وی.
- د فساد یو عامل هم غیر موثر حکومتداری دی، مونږ به پدی اړه جدی اقدامات وکړو
- اقتصادی پراختیا ته توجه کوو.
- د اداری بیروکراسی او په اداراتو کی د کاغذ پرانی مخه نیول
- که قوانین صحیح دی نو باید تطبیق شی او که نواقص ولری نو پدی صورت کی قوانین تعدیل شی
- عامه پوهاوی د فساد په اړه
- د کشفی ارګانونو د ظرفیت لوړاوی.
- استخدام به شفاف وی


د مناظری دریمه پوښتنه له ښاغلی قیوم کرزی څخه:
لکه څرنګه چی تاسی ته بهتره معلومه ده افغانستان هم په فساد کی له ښکیلو هیوادونو څخه یو هیواد دی چی د فساد په وړاندی ستاسی دریځ څه دی؟
قیوم کرزی:
مونږپه لومړی قدم کی اقتصاد محور حکومت جوړوو.
دری مرحلو باندی کار کوو
۱ - فساد ۲ - جنګ ۳- او د زور زیاتی په وړاندی مبارزه
- خصوصی سکتور تقویه کوو
- د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابروو
- د صحیح او موثر ارادو موجودیت
- د قانون حاکمیت او تطبیق
- د اداری پروسو ساده کول
- د اداراتو ترمنځ د قانون د تطبیق په اړه همکاری
- استخدام به د مسلک، تجربه او تخصص په اساس
- د معاشونو لوړول په تدریجی ډول
- د فساد په وړاندی د خلکو او رسنیو همکاری
- د مکافاتو او مجاراتو د سیستم ایجاد
- د کابینی د تشکیل په اړه باید ووایم چی ضوابط باید پر روابط باندی حاکم وی.

د مناظری دریمه پوښتنه له ښاغلی داکتر عبدالله عبدالله څخه:
لکه څرنګه چی تاسی ته بهتره معلومه ده افغانستان هم په فساد کی له ښکیلو هیوادونو څخه یو هیواد دی چی د فساد په وړاندی ستاسی دریځ څه دی؟
داکتر عبدالله عبدالله:
اداری فساد د ښه حکومتداری د نه شتون زیږنده دی، او که چیری توجه ورته ونه شی نو پراختیا مومی.
په هغه صورت کی چی خلک د خپل راتلونکی څخه اطمینان ونه لری نو د فساد په وړاندی مبارزه څنګه صورت موندلی شی.
مونږ به د فساد په وړاندی د مبارزی په اړه په لاندی اقداماتو لاس پوری کوو.
- مونږ به د فساد په وړاندی د مبارزی په اړه سیاسی اراده ولرو
- د قانون تطبیق ته پوره پاملرنه
- د ځینو قوانینو تصویب
- د دری ګونو قواو تفکیک
- د پارلمان او ولایتی شورا ګانو د نظارتی نقش تقویه
- د قضاییه قوه اصلاح
- د اداری اصلاحاتو سیستم ایجاد
- د معاشونو ترمنځ د تعادل ایجاد
- د تبعیض له منځه وړل
- د تقلب په وړاندی مبارزه.
د مناظری څلورمه پوښتنه د ښاغلی داکتر عبدالله عبدالله څخه:
ستاسی نظر د سیاسی نظام د تغیر په اړه څه دی، ایا د نظام د تغیر طرفدار یاست یا نه؟
داکتر عبدالله عبدالله:
بلی! مونږ د نظام د تغیر طرفدار یو، مونږ غواړو چی یو صدارتی پارلمانی نظام رامنځ ته کړو، محلی اداراتو ته صلاحیتونه تفویض کړو، ښاروالان باید انتخابی وی، او و لسوالی شورا ګانی هم باید انتخابی وی.

د مناظری څلورمه پوښتنه د ښاغلی داکتر زلمی رسول څخه:
ستاسی نظر د سیاسی نظام د تغیر په اړه څه دی، ایا د نظام د تغیر طرفدار یاست یا نه؟
داکتر زلمی رسول:
مونږ د نظام د تغیر طرفدار نه یو، البته د یو متمرکز او مرکزی نظام طرفداریو، نظام باید مرکزی وی په سیاسی لحاظ، اقتصادی لحاظ او نورو برخو کی.

د مناظری څلورمه پوښتنه د ښاغلی جنرال رحیم وردګ څخه:
ستاسی نظر د سیاسی نظام د تغیر په اړه څه دی، ایا د نظام د تغیر طرفدار یاست یا نه؟
جنرال رحیم وردګ:
مونږ د نظام د تغیر طرفدار نه یو، خو د والیانو او ولسوالانو د انتخابی کیدو طرفدار یو.

د مناظری څلورمه پوښتنه د ښاغلی قیوم کرزی څخه:
ستاسی نظر د سیاسی نظام د تغیر په اړه څه دی، ایا د نظام د تغیر طرفدار یاست یا نه؟
قیوم کرزی:
مونږ د نظام د تغیر طرفدار نه یو، او اوسمهال د نظام د تغیر لپاره زمینه مساعده نده، خود ښاروالیو د انتخابی کید طرفدار یو.

د مناظری څلورمه پوښتنه د ښاغلی داکتر اشرف غنی احمدزی څخه:
ستاسی نظر د سیاسی نظام د تغیر په اړه څه دی، ایا د نظام د تغیر طرفدار یاست یا نه؟
داکتر اشرف غنی احمدزی:
اوسمهال د نظام د تغیر لپاره زمینه مساعده نده نو ځکه مونږه د نظام د تغیر طرفدار نه یو، خو څلور کاله بعد مونږ به یو جرګه ولرو که چیری جرګه رایه ورکړی نو بیا په دی صورت کی مونږ نظام ته تغیر ورکړو.

د وخت د نه شتون له امله بخښنه غواړم چی د مناظری پنځمه پوښتنه له تاسی سره نه شو شریکولی.