د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی, امنیتی تړون او دتاریخ تکرار

محمد ظهور پوپلزی 06.12.2013 13:46

د تاریخ تکرار او کرزی:
پدی ورستیو کی د افغانستان او امریکی دولتونو ترمنځ د امنیتی تړون پر سر ځینی اختلافات رامنځ ته شوی، او دغه اختلافات ددی سبب شوی چی دافغان دولت له لوری امنیتی تړون امضاء نشی.
د افغان دولت له لوری د امنیتی تړون نه امضاء کیدل په خلکو د مختلفو لید لورو د پیداکیدو سبب شوی، ځینی خلک د تړون امضاء د افغان دولت په ګټه بولی او ځینی یی هم نه امضاء د افغان دولت په ګټه بولی. د شوو ټولپوښتنو(څیړنیز ټولپوښتنی چی د مخلتفو ښارونو د اوسیدونکی سره شوی دی) څخه داسی معلومیږی چی معمولا هغه ښارونه چی د پرمختګ له پلوه په لومړی درجه کی دی، ددی ښارونو اکثره اوسیدونکی د تړون امضاء د افغانستان په ګټه بولی او وایی چی دا تړون امضاء شی، او هغه ښارونه چی په دوهمه او دریمه درجه کی دی ددی ښارونو اکثره اوسیدونکی بیا د تړون نه امضاء د افغانستان په ګټه بولی، او دوی د تړون د امضاء سره مخالف دی.
پدی اړه مو د حقوقو پوهنځی قدرمن استاد پوهندوی منګل شیرزاد نه پوښتنه وکړه، ایا دا تړون د افغانستان په ګټه دی او که زیان؟ او ولی کرزی نه غواړی چی دا تړون امضاء شی؟
قدرمن استاد جاپان او ځینی نورو هیوادونه ته په اشاره چی د امریکی سره امنیتی تړونونه لری وویلی: د تړون امضاء د افغانستان په ګټه نده، او که چیری دا تړون امضاء شی نو هیواد به له یو لوی ناورین سره مخامخ شی، او د امریکی دولت پوځیان به په هر ډول جنایت لاس پوری کوی، او داسی مرجع به شتون و نه لری ترڅو دوی محاکمه کړی.
دا چی کرزی ولی نه غواړی دا تړون امضاء شی استاد داسی وویل:
‍۱- کرزی پدی وروستیو کی د ځینو اسیایی قدرتونو سره لیدلی چی دغه قدرتونه له هر لحاظه د امریکی شتون سره په سیمه کی مخالف دی، کولای شو د چین، روسیی او ایران څخه یادونه وکړو.
کرزی د مشورتی لویی جرګی د پرانیست غونډی په ورځ وویلی: مونږ له ډیرو هیوادونو سره مشوره کړی، او دا هیوادونه مونږ ته مثبتی رایی راکړی چی دا تړون ستاسی په ګټه دی، حقیقت خو دادی چی کرزی دلته غوښته په غیرمستقیم ډول خلک پوه کړی، که چیری دا تړون امضاء نشی نو تاسی په تشویش کیږی مه، ځکه ما مخکی د مخکی نه د ځینو هیوادونو سره خبری کړی او هغوی دا منلی ده چی مونږ سره به مرستی کوی.
استاد وویل: کرزی د داود خان د واکمنی وروستی شپی او ورځی په ښه شکل مطالعه کړی دی، کله چی د روسیی دولت د داود خان څخه مخ واړوله نو داود خان عربی هیوادونو ته چی د روسیی د شتون سره په سیمه کی مخالف وه مخ کړه، عربی هیوادونه داود خان ته اطمینان ورکړ، که چیری داود خان له روسانو سره مخه ښه وکړی نو عربی هیوادونه دی ته تیار دی چی داود خان سره مرسته وکړی او ددی مرستی اندازه دومره زیاته وه چی داود خان پری وتوانید د افغانستان ټول پورونه په یو کال کی خلاص کړی، نو اوس کرزی د داود خان د سیاست نه په استفادی سره غواړی په سیمه کی د امریکی مخالف پیاوړی هیوادونو څخه استفاده وکړی.
۲- کرزی په خپل دولس کلنه دوره کی په اګاهانه او نا اګاهانه ډول ددی ملت په حق کی ډیر ظلمونه وکړه، خو اوس چی یی د قدرت او واکمنی اخری شپی او ورځی دی او د قدرت کاروان یی هدف ته د رسیدو په حال کی دی نو غواړی چی ځان دی ملت ته قهرمان وښایی، او کرزی په وروستیو کی د قهرمان سازی په چارو بوخت دی او نه غواړی چی ملت ورته ددوهم شاه شجاع لقب ورکړی.
خو ای کاش چی کرزی دا کار دولس یا هم لس کاله مخکی شروع کړای، هم به ریښتنی قهرمان وای اوهم دی کړیدلی ملت په حق کی به ظلم نه وای شوی.
۳- د بارک اوباما څخه د کرزی غوښتنه: چی دا هم د امنیتی تړون د نه امضاء کیدو یو دلیل دی. کرزی د بارک اوباما د اداری څخه غوښتی وی چی دده د کورنی یا هم دده له ټیم څخه د یوه شخص نه ملاتړ وکړی، ترڅو په راتلونکی انتخاباتو کی ګټونکی شی او دده سیاسی ژوند حمایت شی. خو د بارک اوباما اداره د کرزی ددی غوښتنی د منلو څخه ډډه وکړه، ځکه تیر انتخابات کی د امریکی مداخله او د کرزی بریالی کیدل د امریکا لپاره بده خاطره وه چی وروسته وروسته پری پښیمان ول.
د استاد دلایل واقعا دقناعت وړ دی خو زه غواړم دلته یو لنډه تبصره وکړم.
که چیری تاسی د امیر شیرعلیخان دوهم ځل پاچاهی ته مراجعه وکړی، نو پوهیږی چی تاریخ تکراریږی. د امیرشیرعلیخان دوهم ځل واکمنی چی د ۱۸۶۷-۱۸۷۸ پوری وه، د پاچاهی په وروستیو کلونو کی دامیرشیرعلیخان او برتانیوی هند ترمنځ روابط خړپړ شو او دغه د روابطو خړ پړ والی ددی سبب شو چی امیر شیرعلیخان روسیی ته مخه وکړی او انګریزان په افغانستان باندی حمله وکړی.
دامیر شیرعلیخان او انګریزانو ترمنځ د روابطو خرابوالی اته لاملونه یی درلودل چی زه یی دری لامله تاسی سره شریکوم:
1- د سیستان د اوبو پر سر د انګریزانو حکمیت د ایران په ګټه وه، چی دا کار ددی سبب شو چی امیر د انګریزانو څخه خفه شی.
2- امیرشیر علیخان د انګریزانو څخه غوښتی وه چی دده د زوی عبدالله جان ولیعهدی و منی، خو د انګریزانو له خوا د امیر دغه غوښتنه رد شوه، نو ځکه امیر شیر علیخان د انګریزانو نه خفه وه.
3- انګریزانو د افغانستان په ختیځ کی د ځینو سیمو له حاکمانو سره ځینی تړونونه امضاء کړی وی چی دا خبره په امیر باندی ډیر ګران تمامیده.
او داسی نور .........
د امیر شیر علیخان او انګریزانو ترمنځ دغه اختلافات ددی سبب شو چی امیر شیرعلیخان روسیی ته مخه واړوی او د روسیی سفیر سره وګوری، د روسیی سفیر امیرشیرعلیخان ته د مرستی وعده ورکړله، او ویی ویلی چی که چیری د کوم دولت لخوا په افغانستان تعرض صورت نیسی نو د روسیی هیواد د افغان دولت سره یو ځای د تعرض ددفعی لپاره اقدام کوی.
موضوع نه اوږدوم، راځم اصل خبری ته ، کله چی د انګریزانو لخوا په افغانستان باندی حمله وشوه، امیر شیرعلیخان د روسیی هیواد څخه د مرستی غوښتلو په منظور مزارشریف ته سفر وکړ، خو کله چی مزار شریف ته ورسید د روسیی هیواد د استازو لخوا نا امیده شوه هماغه وه چی د ډیر درد له امله د امیر زړه و چاودیدله.

لکه څرنګه چی ځینی تاریخ پوهان وایی: تاریخ تکراریږی، نه د پخوا په شان بلکه د هغه سره نژدی خو د هغه څخه په خطرناک او شدید ډول.
پخوانی تجربه یو ځل بیا د تکراریدو په حال کی ده خو صرف لوبغاړی بدلی شوی، هغه وخت امیر شیرعلیخان، انګلستان او روسیه وه. دا ځل کرزی، امریکا او روسیه ده.