د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که کرزی د حکمتیارمشوره وومني دده په ګټه ده؟!

خالد افغان 07.12.2013 12:01

تاریخ شاهد اوګواه دی چې منا فقینو همیشه ددې کوښښ کړی چې امتونه اوملتونه متحد اویو نشي، له عبدالله ابن سبا نیولي ترعبدالله ابن ابی ابن سلول، ابوداوود، عبدالرحمن بن ملجم ،ابولؤ لؤ او اوابورافع پورې چې د صد را سلام د وخت مشهورمنا فقین ول او تراوسنیو ما ډ رنو اوپه اصطلاح په شیا طنت کې نوښتګرواوځینو شیطان صفته لیکوالانو کوښښ دادی او وه چې د تل لپاره د ا فغا نا نو ترمنځ اخ اوډ ب او جګړه روانه وي ځکه میکروبونه په خړو اونا پا کو اوبو کې او متشنج حالت کې تکثراو تولد کوي، د هغوی ژوند له همدغه ډول یو کرغیړن او کړکیچن حالت سره تړلی دی، که دامیب اوجارد یې چینجیو فعالیتونو ته پام وکړو دانسان په بدن کې همیشه اسحال او پیچش رامینځ ته کوي، منا فق او پردي پال مزدورلیکوالان هم د خپلو بادارانو په اشاره او لارښوونه د څو روپیو لپار عین عملیه اجرا کوي او د لراوبر یرغلګرو له کورونو د خپل ملت پرسرد قلم له څوکې څخه دغدراو خیانت اورونه رابا دوي ددوی مثال د هغه جولاګۍ دی چې الله جل جلاله یې په قرآن کریم کریم کې ذ کر کړی او فرما یلی یې د ي ( ان اوهن البیوت لبیت العنکبوت) ژباړه::: بیشکه ترټولو نازک او کمزوری کورد جولاګۍ کوردی.
جولا لیکولان هم د جولا ګۍ په لیکه سپکې ورکې د ژبې او قلم دعفت پرخلا ف لیکنې کوي غواړی ستر ملي، وطني، اسلامي شخصیتونه مجروح کړي خو دی دې پوه شی چې دد وی دا ډول کرکجنه کړنه هیچاته د منلو او زغملو نده مونږ سره لدې چې د ا فغان مسلمان ملت د مختلفو پرګنو په خد مت کې قرارلرو او ډ یرو اوږدو لیکنو ته حقیقتاً وخت نلرو خو کله چې یونامراده او سرلوڅی لیکوال وګورو له خپل طوراو طبیعت وتلی او پړی یې شلولي وي اړکیږو چې دغه ډول ا جرتي او غلامو چپ لا سو او له وطن نه تښتیدلو لیکوالانو ته البته ددوی په ژبه نه د باهد فه ملت پالو، اسلامپالو، او غیرت پالو لیکوالانو په ژبه لنډ ، ساده او ا سانه ځواب ورکړو ترڅو دافغان مسلمان،مجاهد او سرښندونکي ملت خواره واره بچیان پوه شی چې داملت نه بې سره دی او نه لوڅ بلکې دایو غښتلي ، سپیڅلی، مجاهد ملت دی چې هم سر لري او هم سرپوښ.
د تاریخ په اوږدو کې یې ډ یرې لوړې ژورې لیدلي خو خپل اصل ، هویت ، افغا نیت او اسلامیت یې په هیڅ قیمت له لاسه ندی ورکړی،هرې قربانې ته حا ضرشوي خو د یوه لحظې لپاره هم نه دغربي او نه هم د شرقي غا صب او تیري کوونکي غلامې منلي، که داسي وای نو پرون به مو دروسانو سره په روسي روبلو او نن به مو الله مکړه له امریکایا نو سره په ډالرو، یورو، پونډونو معامله کړې وای او داخو ډ یره لرې خبره ده چې داسترملت په کالدارو خرڅ کړو خو کمونست او چپ لاسې لیکولان هرافغان، مجاهد، مهاجر پرپنجاب ورتپې داد د وی زړه او تاریخ تیره ټاپه ده خو د د وی عادت نه بد لیږي.
د خندا ځای خو داده چې ځیني پروني کمونستان نن په ډ یره سپین سترګۍ د نني امپریالیزم په چو پړ کې قرارلري چې پرون به یې مونږ ته توره ارتجاع او دانګریز بچیان ویل ، نن ګورو هغوی د صلیب په پښو کې سرایښي، او د پروني لینین باندي له درود څخه نیولی ترننۍ سپينې ماڼې چې دوی ورته اوس العیاذب الله د قبلې په سترګه ګوري او د ا فغا نا نو په سترګو کې ور ننوزي ، خپل پروني جنایا ت چې ددوومیلیونونو افغانانو قتل او شها د ت دی پټوی او له ځان سپین مارغان جوړوي .
نه پوهیږم دوی په کوم جرات ځا نته ا فغا نا ن وایې مسلمانان خو هسی هم ندی ځکه دوی دوه ځلي ښکاره ،بربنډ او سرلوڅ کفرکړی هغه د ا چې پرون یې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پرځای پر ملحد لینن د رود وایه ، دوی العیاذب الله هغه خپل لارښود ګا ڼه او نن یې د صلیب (ثالوث) حلقه په غاړه کې اچولي او دوی ترجورج ډ بلیو بوش چ د ا فراطي مسیحیت د شلمې پیړۍ علمبرداروه اودی هم اخواته ځان په کفراو صلیبیت او صلیبي د یموکراسۍ کې مخکښان ګڼي.
نن د جمعې مبارکه ورځ ده سهارمهال مې د ټول افغان ملي او اسلامی پښتنه صفحه راخلاصه کړه چې وګورم څه نوي مطالب خپاره شوي او خپل ځان پرې تغذ یه کړم نا څا په مې پریوې لیکنې سترګې ولږ ید لي چې عنوان یې وه (که کرزی د طالبانو او ګلبد ین مشورې وومني نوبیا!) دا د سرلوڅ مرادزې لیکنه ده چې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسولۍ او سیدونکی او د خبریال او ژورنالست شخصیت سنګرمل مرادزی مرحوم ځوی کوم چې د پا کستان د پيښور د وحد ت پښتو ورځپاڼې پخوانی لیکوال او خبریال وه ګومان کوم تیر کال یې له فاني د نیا سترګې پټې کړي دی الله جل جلاله د ې پرسنګرمل مرادزي خپل رحم وکړي اوجنت الفردوس دې ورپه برخه کړی چې رښتیا هم د قلم او سنګرسړی وه تراخره په خپل مهاجراومجاهد سنګرکې پاته شه .
د سنګرمراد زي او د هغه د ځوی سرلوڅ مرادزي ترمنځ توپیردادی چې پلا ر یې له مجا هد ملت او افغان مهاجرینو، مجاهد ینو سره ولاړ شخصیت وو او دعمرتراخره له خپل هوډ څخه وانه اوښت حتی تردې چې په همغه فکري او اد بي سنګر کې ورته مرګ راغلو خو جګي سترګی له د نیا نه لاړ.
خو دد ه نا خلفه او نا مراده ځوی نه پوهیږم له کوم اروپایې یا غربي او شرقي هیواد نه په ډ یره سپین سترګۍ سرراوچتوي او ډ يرې سپکې او ټیتي لیکنې کوي .
کله هم چې د حزب اسلامي ، طالبانو او د ولت ترمنځ په کومه خبره ملي اتفاق رایې راځي مرادزی او ځینی نور چوپړ لیکوالان اوراخلي او دومره یې لمبې اوچتې شي چې چغې یې ترهرچا ورورسیږي او سخته ویره ورسره پیدا شي چې هسي نه حزب اسلامي، طالبان او دولت کوم تفاهم ته ونه رسیږی او د پرد یو د مزد ورانو تجارت او لنډغرتوب پای و نه مومي.
د حزب اسلا مي ا فغانستان د قد رمن مشر حکمتیار صاحب هغه پیغام چې دافغان رېیس حامد کرزي په نوم یې لیکلی او لیږلی وه د سرلوڅ په شمول په ډ یرو نورو چپ لاسو لیکوالانو چې د پردې کنډرنه ډوزې اوپوچې ډ زې کوي اور ورته کړی او د لیکنې څخه یې جوتیږی چې نوموړی سخت په قهرشوی حتی تردې چې دی حکمتیارصاحب ته وايې چې په کوم جرات ته حا مد کرزې ته مشوره ورکوي ، زه دې ټیټ اند ه اوډارن لیکولا ته وایم چې ته دومره نه یې لکه څومره چې چغې وهي ته دد و روپیو په خاطریوڅو کرښی هغه هم د شیطان په خدمت کې کاږی ستا ټولي لیکنې د ملی مصلحت خلاف او له جوت ، بربنډ او لوڅ تنا قض نه ډ کې دي او د پرد یو له ا ندونو سرچینه اخلي فلهذا دامې منا سبه و ګڼله چې زه چې د یوې عاجزی طبقې سره تړاو لرم ځواب د رکړم نه ښاغلي حکمتیا راو یا یوبل مشرکس ځکه ستا لیکنه ددې وړنده چې ځواب هم درکړل شي .
اخرکې دومره درته وایم چې ته دملت له درد او غم څخه څه خبریې ته په پرد یو پیسو ژوند کوي او شخوند وهي ملت له یرغلګروسره پرون اوهم نن په ډغرو او شخړو کې ژوند تیروي ته په خپله سیمه روداتو کې نشی ګرځیدلی نو دروداتو د خلکو له مشکلاتوبه څه خبرشي او ستا لپاره منا سبه نده چې له خپل لمڅې نه اخواته پښه وغځوي که نه خلک به درباندي د بل چا ګومان وکړي دومه وایه چې دعمل جامه وراغوښتلی شي او ستا دسویې سره برابروي نه داچې له ځانه اخواته ټوپ واچوي هغه وخت تیرشوی چې خلکو به هردرواغ او پرو پاګن مانه نن خلک هره خبره تلې اوبیا قضاوت کوي فلهذا خدای درکړی صلاحیت چې هغه کتابت او لیکوالې ده د شیطان او داسلام د د ښمنانو په خدمت کې مه استعمالوه او له خپلو ناراوو او تاریخ تیرو افکارو تیرشه دافغان ملت د خورو ورو بچیانو ترمنځ د نفاق اچولو کوښښ مه کوه ، که حامد کرزی ، اینجنیر حکمتیار، طالبان یوې خبرې باندي اتفاق کوي ته باید خوښ شي نه داچې له امریکایانو او دامریکا د پلویانو او غلامانو نه مخکې چې ته هم پدې جمله کې راځي چغې او اعتراض شروع کړي، افغان مسلمان ملت داوخت پوره یووالي او وحدت ته اړتیا لری ترڅو دورپيښو مسئلو په ګډه مقابله وکړل شي نو په خیرکې شرمه جوړوه هسي هم کمونیزم د تل لپاره د فن شوی بیا نه راژوندی کیږي او دا ډ ول د امپریالیزم جنازه هم وتونکی ده ډ یر ورته چمبې مه وهه چې د قیامت په ورځ د هغوی په صفونو کې راپورته نشي..
هوداپه پوره اطمئنان سره ویلای شو که کرزی د حکمتیارمشوره وومني دده په خیره ده چې پیاوړط لیکوال ورورمحمد کریم نورهم په بوره وضاحت سره دښاغلي حکمتیار نظریه تشریح کړي او کرزي ته یې پوره ډاډ ورکړي دامشوره منل به دکرزي تیرلنډ ماضي ترمیم کړي او دده داکاربه د ملی وحد ت سبب او مسلح مقاومت به ان شاء الله په بین الافغانی ډیالوګ قانع او چمتو شي ځکه کرزي ته وایو چې داچانس له لاسه مه ورکوه خپل خپل وي اوپردی نه خپلیږي، پدې کې ستا ددنیا او اخرت کامیابي ده، هغه منا فقینو ته غوږ مه ایږده چې تا پدې اخرې شیبو کې چې دافغان مسلمان ملت دبرخلیک ټاکلو شیبې دي ته بلې خواته سوق کړي دوی یواځي دخپلې خیتې غم خوړلي دوی ته ملی حاکمیت اوازادی هیڅ ارزښت نلري پرالله جل جلاله توکل وکړه له دغه ملی شجاعته مه ویریږه او ستا ددغه خبرې همدا وخت وه چې تا وکړه پخپله خبره ولاړ پاته شه دملت مجاهد رهبر به هم ان شاء الله تاسو یوازی نه پریږدي.