د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرافغانستان دروسانو توریرغل او دهغوی تاریخي ماتې

خالد افغان 07.01.2014 22:06

کله چې روسي کمونستانو په خپلو روسي قیصریانو دولادمیرایلیچ لینن په مشري او دتروتوسکي په ملګرتیا نظامي کودتا په لاره واچوله او روسي قیصریان یې رانسکورکړل داهغه وخت وه چې لینن خپل سیاسي فعالیت اوج ته رسولی وه ، لینن دکارل مارکس چې ورته دکمونیزم او الحاد بنسټ ګر ویل کیږي پیروي کوله داډول انګلس هم دالحاد او کمونیزم په مفکوره وه، لینن ددغه دوو ملحد ینو نظریې ته یوڅه تطویرورکړ او څه یې د خپل ځان څخه پرې وراضافه کړه او هغه یې د یوه نوي مکتب په شکل خلکوته وروپیژانده په ۱۹۱۷ میلادي او داکتوبرپه ۱۶ لینن دغه انقلاب د کارګرانو او هغه نظامیانو پرلاس پیاده او عملي کړچې تازه او له څه مودې د کارګرانو (کمونستانو) له ګوند سره تردې نامه لاندي یوځای شوي ول چې ویل یې (کور،کالي، ډوډۍ) درکوو.
ددغه کمونستي انقلاب په راتلو سره روسیه او نړۍ کې یو نوی صورتحال رامینځ ته شه له همدې ځایه دامریکا اوروسیې ترمنځ بالخصوص ددغه دوو نویو زبرځواکو هیوادونوترمنځ د کشمکش سلسله شروع شوه، چې وروسته او ددوهمې نړۍ والې جګړې له اختتام سره په ساړه قوي جنګ بدله شوه.
په هرصورت روسانو له هماغه وخته د تو سیعه طلبۍ اوپراختیا غوښتنې په فکرکې شول او یوخوا بل خواته یې لاسونه اچول شروع کړل په همدې وخت کې امریکایانو هم د پردې ترشا د نړۍ د مختلفو سیمو د نیولو فکرشروع کړ خو امریکایان پدې موډ او موقف کې نه ول چې د روسانو په شان مخامخ یرغل وکړي بلکې امریکایانو داخوښه وګڼله چې د روسانو د مزاحمت اومخنیوي په خاطر د پردې ترشا کاروکړي لکه څنګه چې روسانوپه ویټنام کې د پردې ترشا او مخې امریکایان له بربنډ شکست سره مخ کړل او له ویټنا میانو سره یې پراخه مرسته وکړه.
لکه چې مو وویل روسان له ډ یره وخته د شرق، غرب، شمال اوجنوب خواته د پرمختګ په فکرکې ول بالخصوص هغه وخت چې نازي رهبراو زعیم اډ ولف (هټلر) په دوهمه نړۍ واله جګړه کې د متحد ینو ( امریکایانو، روسانو، بریطانویانو، فرانسویانو) اونورو اړونده متحدو هیوادونو سره یوځای ول ماته اوخوړه نړۍ په دوو عمدوو لوریو(روسیه او امریکا ) وویشل شوه.
د جنوب خواته روسان له پخوا څخه راغلی ول او هلته یې د خپلې مزعومې امپراطورۍ تغري اوارې کړي ولي خو افغانستان ته یې په پټه ګوت څنډ نه کوله بلکې دا یې دومره مهمه نه ګڼله چې افغانستان به ددوی سره دمقاومت توان ولري ځکه افغانستان یو غیرمنظم په اقتصادي لحاظ وروسته پاته هیواد ښایې ددې توان وه نلري چې روسانو سره چې په میلیونونو مجهز وسلوال پوځ او پرمختللي وسلې لري مقاومت وکړي، کله چې په افغانستان کې اسلامی نهضت دظاهرشاه په وخت د لومړي ځل لپاره قد علم وکړ د روسانو استخباراتي شبکه (کا جي بي) پدې فکرکې شوه چې دغه نوی اسلامي حرکت(اسلامي نهضت) څرنګه کنترول او دوخت پرتیریدو یې له پښو وغورځوي تردې دمه لا کمونستي احزاب ډ یر نه وه جوت اوښکاره شوي بلکي د شاه په نظام کې په منظم ډول ننوتلی ول او همداراز دداوود خان په نظام کې یې په تدریجي ډول ځانونه مهمو پوسټونو ته ورسول اوځای پرځای شول، داچې داوود یو لیوني او متکبراو خود خوا انسان وه په بشپړه توګه په شعوري او لا شعوري ډول د کمونستانو ترولکې او حلقې لاندي اوسیده او کله به چې چا ورته د کمونستانو د خطراو ضرر خبر کوله هغه به تمسخرکاوه اوویل به یې که زما خولۍ پرمیزپرته وی هم پرافغانستان به څو کاله حکومت وکړي، داد داوود خان حماقت او لیونتوب وه، ځکه روسانو لا د مخه دداوود لپاره پروګرام جوړکړی وه کله چې ده له سعودي عربستان سره اړیکي ټینګې کړي دده یو همسفرچې محمد خان جلا لرنومیده اود (کاجي بي) غړی وه ټول راپوریې روسانو ته ورکړ او د (۱۳۵۷ هـ ش) کود تا د ثور په (۷) باندي د پنجشنبې په ورځ پلې اوعملي شوه چې په ترڅ کې یې داوود او دهغه ټول تقریبا دیرش کسه کورنۍ له مینځه ولاړه.
لا د کمونستي حکومت کال نه وه پوره شوای چې روسانو په (۳۱۵۸هـ ش) کې د جدي په (۶) ماښام مهال پرافغانستان مسلحانه ځمکنۍ حمله وکړه او له تا شکند څخه یې د پرچم د ګوند مشراو د نورمحمد (تره کي) پخوانی مرستیال ببرک (کارمل) له ځانه سره راووست او افغانستان با لفعل د روسانو تراشغال لاندي راغی د سیمي هیوادونو داکار د ټولو بین المللي قوانیینو مخالف کاروباله او افغان اولس یې په تشو لاسونودحزب اسلامي افغانستان دمشرښاغلي حکمتیار په مشرۍ مقابلي ته راووتلهیره دې نه وی تردې دمخه حکمتیارصاحب چې کومنستانو کاملاً محاصره کړای وه او روسان دپرې له شا دکابل ترارګه رارسیدلي وه څو واره دداوودپرخلاف کودتاګانې ترتیب اوتنظیم کړي چې دځینو کورنیو جاسوسانوچې په اسلامی نهضت کې ننوتلي ول افشاء کیدلي ځکه حکمتیارصاحب نه غوښتل چې یولوی پاڅون رامنیځ ته شي دهغه نظرداوو چې دنظام هرم اوسربدل شي نو ګډوډې به رامینځ ته نشي همداډول چې کله روسان راغلل حکمتیارصاحب چې لا له پخوا څخه دروسانو دراتګ خطرپیشګویې کړی وه دروسانو خلاف یې اعلان جنګ اوجهاد وکړ ټول افغان ملت یې ترشا ودریده او نورافغان تنظیمونه هم پکې شامل شول خو د حکمتیارصاحب داغاز ونډه او په نفوسي لحاظ تربل هرچا زیات اثردرلوده بلکي دروسانو په ماته کې دالله جل جلاله ترمرستې وروسته د حکمتیارصاحب ونډه څرګند اونمایانه وه چې خپله روسانو پرې اعتراف کاوه او دحکمتیارصاحب فلمونه به یې روسي پوځیانو ته ښودل چې دغه سړی زمونږ سترد ښمن دی.
د حکمتیارصاحب په قومانده افغان مجاهد ین چې هغه وخت یې شمیره ورځ تربلې زیاتیده مقابلې ته را اوچت شو د حق اود د باطل معرکه له دغه ځایه پیل شوه، څه کم لس کاله روسانو جنګ وکړ او ددغه جنګ په درشل کې تقریباً څه کم دوه میلیونه مظلوم افغانان شهیدان شول او داډول په لکونو روسانو له مینځه ولاړل، بالاخره روسانو په (۱۹۸۸م) کال کې فاحشه ماته اوخوړه او له افغانستان څخه بهرشول دغه وتنه د ټول کمونستي پکت (وارسا) لپاره ماته وه چې ډ یروهیوا د ونه پکې شامل ول دافغانستان ترازادیدو وروسته ټول هغه هیوادونه چې روسانوپه زورلاندي کړي ول له روسانو ځان ازاد کړ چې ښه بیلګه یې د برلین داستعماري د یوال ړنګیدل دي
دغه سبب وه چې امریکایان دنړۍ په واحد قوت اوځواک باندي بدل شول اوس دادی امریکایانو هم له دیارلسو کلونو جنګ وروسته دافغان مسلمان ملت پروړاندي ماته خوړلي مجبوردي پدې کال ۲۰۱۴میلادي خپلې ټولې قواوې له افغانستان وباسي او افغانانوته ټول واک وسپاري دامریکایانوپه مقابل کې هم حکمتیارصاحب ترټولو دمخه دجهاد کولو اعلان کړی وه او له هماغه وخته (۲۰۰۱)کال نه یې عملي جهاد ددوی(امرکیایانو پرخلاف له ننګرهار، کنړ،کابل څخه شروع کړ چې نورو ولایاتوته ورو ورو خپورشو چې دادی الحمد لله اوس له ماتې سره مخ شوي.