د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکایانو راتګ او په اوس کې له هغوی سره امنتی هوکړه لیک

ذبیح الله جبارخیل 01.12.2013 14:14

په سر کې د هیواد ټولو هغو توریالیو، میړنو او ویاړلو خلکو ته د څښتن تعالی څخه بر یاوې غواړم کومو چې هم
د روس د فوځی یرغل په وخت کې له خپل اهل، مال او ژوند څخه تیر شوی ول او هم د امریکایانو او ورسره نورو کفری ممالکو د فوځی یر غل په وخت کې یی خپلې مصلحانه مبارزې ته دوام ورکړی، چې په اصل کې ددین رښتینی مدافعین او ددې خاورې رښتینی بچیان همدوی دی.
کله چې امریکایانو او ورسره نورو تر څلویښتو زیاتو کفری ممالکو د ملل متحد په پریکړه د تروریستانو سره د مبارزې په نوم په ۲۰۰۱ میلاد کال کې  په افغانستان وحشیانه یر غل وکړ، امریکایانو هم ځمکنی جنګ او هم هوایی جنګ شروع کړ، د امریکایانو ځمکنی فوځ د شمالي ټلوالي، هزاره ګانو او کفارو څخه جوړ شوی وه او هوایی فوځ یی ټول کفار ول ځکه شمالی ټلوالی او هزاره ګانو نشوایی کولای د امریکای هوایی چورلکو څخه استفاده وکړی. د امریکایانو په رهبری ټول کفری هیوادونه ، شمالې ټلواله او هزاره ګان په دې وتوانیدل چې په ډیر لنډ وخت کې د طالب په نوم مقاومت له منځه یوسی، په شمال کې ټول طالبان د یو جعلی تړون په وسیله جنرال دوستم ته تسلیم ، د هغه په واسطه مړه او یا امریکایانو ته وسپارل شول بلاخره په افغانستان کې یو انتقالی حکومت جوړ شو چې د حکومت رئیس یی د بون د پریکړې په اساس حامد کرزی و ټاکه او د حامد کرزی څخه شاوخوا شمالی ټلواله او هزاره ګان د وزارتونو او ریاستونو په پوستونو باندې کښناستل خو ددوی په منځ کې خال خال هغه له غرب نه راغلی په نوم پښتانه هم ښکاریدل چې له امریکایانو سره یی زړخوږی درلودلو، د انتقالی دورې په ختمیدو سره په ملک کې دوه ځلې انتخابات وشول او په دواړو دفعو کې حامد کرزی د رئیس جمهور په توګه و ټاکل شو چې د انتقالې دورې په شمول تقریبا ۱۳ کاله د حامد کرزی حکومت دوام پیدا کړ او د ۲۰۱۴ کال د پای سره سم د حامد کرزی ریاست هم پای مومی. د امریکایانو او نورو کفری هیوادونو یرغل هم د ملل متحد په واسطه تر ۲۰۱۴ کال پورې منل شوی یعنې ملل متحد پریکړه کړې وه چې امریکایان او ورسره نور کفری هیوادونه به په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال تر اخره اوسی تر څو وتوانیږی په افغانستان کې یو امریکایی پلوه، په نوم اسلامی، او د امریکا تر قوماندې لاندې حکومت جوړ کړی چې چارواکي به یی د امریکا د سفیر یا بل چارواکی په واسطه تعینیږی او د وخت رئیس جمهور ته به ور پیژندل کیږی. دا چې یوه میاشت و روسته ۲۰۱۴ کال شروع کیږی او د کال په اخره کې د امریکایانو حضور د ملل متحد د پریکړې سر سم پایی مومی نو ددې لپاره چې امریکایان په آینده کې هم د افغانستان حکومت تر مستقیم فشار لاندې وساتی غواړی په جهور رئیس حامد کرزی باندې د امریکایانو د حضور لپاره د امنیتی هوکړه لیک په نوم بل قرار داد لاسلیک کړی چې په دې سره به امریکایان په نه ۹ لویو هډو کې تر ۲۰۲۴ کال پورې قانونی شتون لری او افغانستان به لا د امریکا تر مستقیم اشغال لاندې قرار لری.
 د امریکا سره د امنیتی هوکړه لیک په اړوند تقریبا یو نیم کال کیږی چې حامد کرزی او دده ټیم له امریکا سره خبرې اترې کوی او کوشش کوی تر څو داسې لیاره پیدا کړی چې عام ذهنیت دېته اماده کړی چې په ټینګه سره په خپله له امریکا نه د فوځی شتون غوښتنه وکړی خو نیکبختانه عام ذهنیت د ظالمې امریکا او غلام افغانستان د چارواکو په توطیو باندې پوهیږي او هیڅکله هم دیته اماده ګی نه ښئ چې امریکا دې د افغانستان د دایمی اشغال لپاره په هیواد کې دننه لوې هډې ولري خو بد بختانه د افغانانو په نوم بعضی امریکا پلوې کړی نور هم ددې غوښتونکی دي چې امریکا دې په افغانستان کې حضور ولری او دوی دې پکې خپلې ناروا ګټې خوندی وساتی.

هغه ډله چې غواړی ژر تر ژره دې د امریکا سره امنیتی هوکړه لیک لاسلیک شی په لاندې عناصرو را څرخیږی:
شمالي ټلواله، هزاره ګان، له بهر څخه راغلی په نوم پښتانه، پخوانی لادینه کمونستان چې هغو ته هم باید د پښتنو نوم ور نه کړای شی، بعضې بې ایمانه ښاریان، امریکایی لوی ګیری ملایان او  په بهرنیو موسیساتو متکی کورنئ.

پورتنئ ډله په ډیرې بد سترګی او ټینګار سره د افغانستان له حکومت او خاصتا له حامد کرزی څخه غواړی چې ژر تر ژره دې دغه د غلامئ سند لاسلیک کړی او که چیرې یی لاسلیک نه کړی نو مشران یی لا اوس نه دیته تیار دی چې له هیواد څخه کډه وکړی.
د پورتنئ ډلې ګټې د غلامئ د سند په لاسلیک سره:

دوی به د تیرو دولس کلونو په شان د واک په ګدی کې پاتې شی.
د امریکایانو په موجودیت کې به د مختلفو استخباراتی ادارو څخه پیټی پیټی ډالر ترلاسه کوی.
دوی به د امریکایانو او یا هغو هیوادونو له مستقیم حمایت څخه برخه مند وی کوم چې دوی د هغوی ګټې په افغانستان کې لټوی.
هزاره ګان به د ایران په حمایت خپل شیعه ایزم ښه په درز کې مخ مخ ته کوی او ټول کابل به د کربلا په ورځ ددوی په ټوټو باندې پوخل شوی وی او په مقابل کې به یی هم له امریکا نه او هم له ایران نه ښه پریمانه مرستې ترلاسه کوي.
شمالي ټلواله به هم د تل په شان پردي پالی او په بدل کې به یی چوکۍ او ډالرې تر لاسه کوی.
لکه څنګه چې نوموړې ډله فطرتا پردی پال او زړونه یی په تعصب لړلی دی نو له دې درکه به دوی وشی کولای خپل تعصب ته د پښتنو په وړاندې د پردیو په اشاره دوام ورکړي.
ښځې، لوڼې او خورګانی به یی د غربی هیوادونو په شان د شپې په کلبونو، سینماګانو، ډانس کلبونو، تلویزونونو ، هوټلونو کې خپل عیش او نوش  کوی.
او داسی نور ډیر امتیازات خپلوی.

د پښتنو لپاره د امنیتی هوکړه لیک زیانونو څخه په لاندې ډول یادونه کیږی:

پښتانه به د پخوا په شان په ورځ کې کم تر کمه ۱۵۰ واړه، زاړه، ښځې، او نران په وینو  کې لمبول کیږی.
پښتانه به په خپلو منځونو کې د طالب، حزبی، افغان ملتی ، او اربکیانو په نوم په خپلو منځونو کې یو له بل سره وژنی.
پښتانه به د حکومت له خوانه د ترویستانو او پاکستانیانو په نوم نومول کیږي.
امریکایان به یی له هوا نه په بمونو ورولو سره او امریکایی افغانی اردو به یی په ځمکنی توپونو سره کورونه او سرونه له منځه وړی.
هغه بې پته په نوم پښتانه چې د شمالي ټلوالی سره اوږه په اوږه د پښتنو په وړاندې جنګیږی د شمالیوالو او امریکایانو د خوشالولو لپاره به په رسنیو کې په دری او انګلیسی ژبو خبرې کوی.
د پښتو ژبه به له ملی نه رسمی ته او له رسمی نه یوه محلی ژبه وګنل شی.
په افغانستان کې به اکثریت قوم هم تاجک، ازبک و ګنل شی.
لکه څنګه چې اوس په تذکره کې نه غواړی چې د ځان لپاره د افغان نوم خپل کړی نو ددې احتمال شته چې په راتلونکی کې د افغانستان نوم هم بدل کړی او په ځایی یی نوی تاجکستان یا هزاره ستان ونومول شی.
د پښتنو، مسجدونه، مکاتب، کلینیکونه او شفاخانی به د استخباراتی کړیو په واسطه په بمونو ړنګیږی.
د پښتنو په مناطقو کې به د مختلفو استخباراتی شبکو په واسطه عام وګړی وژل کیږی او پړه به یی په طالب او حزبی اسلامی ور اچوی.
پښتانه به د امریکایی افغانی رسنیو له خوانه یو ناوړه، وروسته پاتی او جاهل قوم پیژندل کیږی.
هغه لوړ او عزتمند تاریخ چې پښتانه یی لری له خاورو سره خاوری کیږی.
د پښتنو ارزښتونو ته به په سپکه سترګه کتل کیږی.
شاید پښتانه لکه اوس چې د حزبی ، طالب، افغان ملتی په نوم ویشل شوی په راتلونکی کې په مشرقی، جنوبی او غربی پښتنو باندې وویشل شی.
لنډه دا چې د اوږد مهاله امنیتی تړون په لاسلیک سره به پښتانه د ژوند په هر اړخ کې د ستونزو سره مخ کیږی، د پښتنو اقتصاد، تعلیم،  تحصیل، امنیت، عزت، ارزښتونه، تاریخ او ژبې ته به ښه په کلکه صدمه رسیږی خو که چیرته ټول پښتانه په یو غږ سره د ظالمې امریکا او غلام حکومت ( چې دولس کاله خاص د پښتنو په مقابل کې جنګیدلی) په خلاف راپورته شی او د هغوی په وړاندې د هر راز مبارزې اعلان وکړی انشاء الله پښتانه به الله ج له دې ټولو ناخوالو څخه خلاصوی او په بدل کې به د پښتنو ټول یادشوی اړخونه په بې ساری توګه خپل لوړ حد ته رسیږی او پښتانه به د احمدشاه ابدالی او میرویس هوتک  د دورانونو په شان خپل برم خپلوی او نړیوالو ته به یو ځل بیا خپل ځانونه د رښتینو زمریانو او توریالیو په توګه ور پیژنی.

نوټ: زه د پښتون کلیمه د هغو خلکو لپاره کاروم چې دوه مهم ارزښتونه ولري مسلمان وي او پښتون وی یعنې هر هغه کس پښتون کیدای شي چې اسلام یی د ځان او ټولنې لپاره یواځیني غوره نظام ګڼلي وی او د اسلام او پښتو ساتلو لپاره هر رنګه مشکلاتو او قربانیو ته اماده او چمتو اوسي او یا خپل ژوند یی  ددې شعر مطابق برابر کړی وی  چې وایی:
 پروت په وینو کې لت پت ښه یم په پت کې          نه د سرو زرو په تخت باندې بې پته


د یو ارامه سوکاله سر لوړي مستقل افغانستان په هیله
ستاسو ورور ذبیح الله