د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راځئ غلامي او غلامان و پیژنو

ذبیح الله جبارخیل 22.12.2013 13:38

که لږ تیر شوي تاریخ ته وګورو په هغه وخت کې چې اسلام ظهور نه وه کړي په عربستان کې به د وخت زور واکو بې وسه خلک د خپل خدمت په خاطر په ډوډي مزدور کولو، دغه بې وسه کسانو به د ډوډی ترلاسه کولو په خاطر خپل ټول حقوق له لاسه ورکول د بادار هر امر به یی منلو د نه منلو په صورت کې به یی پرې رنگارنگ ظلمونه کولو، هیڅ غلام دا حق نه لرودلو چې د بادار د امر نه سرغړاوي وکړی که څه هم به دغه غلام په جسمی لحاظ ډیر قوی وه، خو لیکن د ناچاری غم  به دومره ضعیفه کړی وه چې خپل ځان به ورته ډیر کمزوری ښکاره کیدلو، د هغه وخت په جنګونو کې به بادارانو د خپلو غلامانو څخه استفاده کوله، خپل غلامان به یی د خپلو رقیبانو په وړاندې جنگول د زیاتو جنګونو کولو نه وروسته به ددې غلامانو زړونه هم ډیر سخت شوي وه په نورو خلکو باندې به یی د خپل وس پورې ظلمونه کول، بس که لنډه یی ووایو په هاغه وخت کې خبره د غلام او بادار وه دریم کس چا نه پیژانده یعنی داسې کس نه وه چې نه بادار وه او یا نه غلام حتما به یو کس یا غلام وه او یا بادار. د اسلام د سپیڅلي دین په نازلیدو سره ددی لپاره چې انسانان له مظلومانه غلامئ او ظالمانه بادارئ نه وژغوري ډیر اعلا الاهی لارښود مسلمانانو ته وکړلو داچې په هغه وخت کې دا ډیره سخته وه چې په یو دم دې انسانان دېته اماده شی چې نور خلک دې د ځان غلامان نه ګرځوی ځکه په هاغه وخت کې هر وسی کس دا سل په سلو کې د خپل ځان حق ګڼلو چې باید غلامان ولري تر څو د هغه خدمت وکړي، الله ج اول وفرماېل چې ټول انسانان په دنیا کې د ژوند کولو یو شان حقوق لري، ټول انسانان د یوې ښځی او پلار څخه پیدا شوي، د قومونو یا مختلفو نژادونو پیدا کیدل خاص د پیژندنی په خاطر دی، هیڅ یو قوم په بل قوم، هیڅ نژاد په بل نژاد، هیڅ فرد په بل فرد غوره والي نه لري مګر غوره قوم،غوره نژاد،غوره فرد هغه کس دی څوک چې له الله ج نه زیات ویریږي  او وروسته یی انسانان دیته وهڅول چې له غلامانو سره ښه چلند وکړی، هغوی ته د انسان په سترګه وګوري، هغوي نه انسانی حقوق وا نه اخستل شی ، که چیرته یو بادار غلام ازاد کړي نو په دې صورت کې الله ج  انسانانو سره د ثواب او د ښې بدلې وعده وکړه ، د انسانانو نه د بعضې ګناهونو کولو په صورت کې یی هغوي په غلام ازادولو آړ کړل او په همدې شان یی په ورو ورو د غلامی او باداری کړئ ماتې کړې او انسانان یی ټول یو برابر ژوند ته راوبللو، د غلامۍ فکر او نظر یی بیخې له منځه یو وړ او انسانان خاص د الله ج غلامۍ ته وبلل شو نه د انسان، هغه خلک چې د انسان دغلامي په نظر وه منافقین وګڼل شو، هغه انسانان چې غلامان خوښوي ظالمان وګڼل شو، د ظالمانو او منافقینو سره یی د دردونکې او سپکونکی عذاب وعده وکړله، دا چې د اسلام د ظهور په وخت کې بعضې خلکو په ظاهره کې ځانونه مئومنان ګڼلو خو په باطن کې مئومنان نه وه هماغه وه چې د مسلمانانو په مابین کې ددغو منافقینو په واسطه دغه د غلامئ نظریه پاتې شوه او تر نن پورې بعضې منافق ډوله مسلمانان د غلامۍ او بادارۍ فکر لري او خپلې ګټې د یو غلامي او په نورو باندې بادارۍ کې ویني.
د غلامۍ د ښې پیژندنې لپاره کولای شو د افغانستان تاریخ ته په زغرده وګورو او په ډيرې اسانی سره درک کړو چې غلامي څه ته وایی، غلام څه ته وایی، بادار څه ته وایی، بادار څه کوي او غلام څه کوي، غلام وا کمنان، غلامه حکومتداري څه ته وایی او څه رقم خپل حکومتي چارې مخ ته وړي ددې لپاره چې لیکنه اوږده نه شي غواړم په هغو عادتونو او خاصیتونو خبرې وکړم کوم چې د غلامانو نه ما نتجه ګیري کړي.
مخکې له دې چې د غلام په ځانګړنو باندې خبرې وکړم غواړم د غلامۍ د لفظ لغوی او اصطلاحی معنی وکړم.
 غلامي په لغت کې  لکه څنګه چې د لفظ څخه معلومیږي عاجزي،بندګي، خشوع، خضوع یا فرمانبردارئ ته ویل کیږي، که چیرته یو انسان د بل انسان په وړاندې د یوې تمې په خاطر بندګي کوی، عاجزی کوی دیته غلامي وایی، راځی وګورو چې ولې یو انسان د بل انسان غلامي کوی یا ولې یو انسان د بل بندګي کوي، کوم انسان د بل انسان بندګې کوي،
هغه کسان چي د نورو کسانو بندګي کوي عبارت دي له:
    •    هغه کس چې ایمان یی ضعیف اوسی، خپل خیر او شر د یو کس په لاس کې ویني نو دهمدې وجې په خاطر دي دیته اړ کیږي چې د همغه انسان غلامي وکړي.
    •      هغه کس چې له مال او دنیا سره یی ډیره زیاته مینه وي، د مال او جایداد د ترلاسه کیدو په خاطر د بل مالدار کس غلامي یا بندګي کوي.
    •    هغه کس چې زړه یی د تعصب او بدبینی ناولو لمبو وهلی وي، نو ددی لپاره چې له خلکو سره ظلم او زیاتي وکړي ، د وخت د زور دار بندګي کوي او په نورو بې وسه خلکو ظلمونه کوي.
    •      هغه کس چي د همدغه زورور حاکم نه ویریږي نو ددي لپاره چې له همدغه زورور او ظالم نه په امن کې وي د هغه بندګي شروع کوي او دالله ج بندګئ ته شاه کوي.
    •    هغه کس چې د زورورو یا مالدارو کسانو غلامي ورته د پلار او نیکه نه په میراث پاتې شوي وي.
    •    پورتنی  هر قسمه غلامي په اصل کې د طاغوت بندګي ده.
الله ج دي ټول مسلمانان د طاغوت د بندګئ څخه وساتي او ټول دې دیو الله ج اصلي بندګان کړي.
اوس مهمه ده چې په لنډ او مفهومی شکل سره د غلامئ بدې پایلې و څیړل شی او ټول هغه زیانونه چې ټولنه او د ټولنې وګړي یی د غلامئ څخه ویني واضح او روښانه شی.
د غلامۍ بدې او ناوړې پایلې:
    •    1.که چیرته یو کس په اول قسم غلامۍ مبتلاء وي خپل خیر او شر د الله ج له لوري نه وینی، داسې عقیده یی نه وي چې که چیرته الله ج یو چاته د زیان اراده وکړي نو هیڅ مخلوق به ددي توانایی ونه لري چې هغه کس د زیان څخه وژغوري او که چاته یی د خیر اراده وکړله نو هیڅ مخلوق به ددی توانایی ونه لري چې هغه کس له دي خیر نه لرې کړي بلکي عقیده یی دا وي چې خیر او شر د همدغه حاکم یا زوردار څخه دی که چیرته وغواړي شر راورسوي نو رسوي شي او که چیرته وغواړي خیر راورسوي نو رسوي شی.
داسې غلامي کیداي شی یوه واکمني د بلې واکمنی وکړي، دیوه ملک حاکم د بل ملک د حاکم وکړي، په ملک کې دننه یو چارواکی د بل چارواکي، یو کس د بل کس وکړي لنډه دا چې دا غلامي هم په وړه کچه کیدای شی او هم په غټه. که چیرته یوه حکمراني د بلې حکمرانئ تابع داره وي او په دې باندې معتقده وي چې خیر او شر ورته د مقابلي حکمرانئ څخه دي نو په دې وخت کې که زوروره حکمراني یا واکمني کافره وي نو په ډاګه ده چې په دې وخت کې به د کافرې واکمنۍ غوښتنې څه وی د مثال په ډول یی د یو څو نه په لاندې ډول یادونه کولای شو.
    •    اوله غوښتنه د غلامې واکمنۍ څخه په ملک کې د شریعت ختمول وي او په ځای یې دهغوئ د قانون مطابق حکومتي چارې مخ ته بول وی.
    •    دوهمه غوښتنه به یی د همغې واکمنۍ د ګټو پاللو په خاطر دغلامې واکمنۍ هر راز کړنې وي ، یغنې په دې صورت کې دې غلامې واکمنی ته د خپلو خلکو ګټي مطرح نه دي ،خپلې ملي ګټې تر پخو لاندې کوي تر څو یی باداره واکمني خفه نه شی.
    •    دریمه غوښتنه به یی د هغوئ کلتور او د رسم او رواج انتقال وي غلامې واکمنۍ ته.
ډیرې داسې نورې نا وړه غوښتنې هم لری چې شمیر یې ډیر زیات دی.
    •    که چیرته یو کس په دوهم قسم غلامئ ککړ وی یعنی د مال او جایداد د تر لاسه کولو لپاره د یو مالدار او شتمن سړی بندګی کوی، خپل ځان د هغه په وړاندې ذلیل او نا چاره پیژنی، هغه ورته د پیسو په درلودلو عزتمن او پتمن ښکاري، د خپل عزت د ترلاسه کولو لپاره یی پیسه معیار ګرځولئ وي،شیطان ورته پیسه د ژوند اصلی هدف ګرځولئ وي، ټولې هڅې یی د پیسو د ترلاسه کولو په موخه وي، خپل ځان ورته د شتمن په څنګ کې معزز او پتمن ښکاري نو همدا نقاط ددی سبب کیږي چې دغه کس د وخت د مالدار بندګي وکړي، د اصلی معبود بندګي ورڅخه پاتې وشي. که دغه کس خپل ژوند ته متوجه شي له لاندې تاوانونو سره مخامخ کیږی:
    •    دغه کس د الله ج بندګي پریښې چې په دې سره به دی په اخرت کې ډیر دردناک عذاب وڅکي
    •    ددې په ځای چې دی معزز شی دی ذلیل شوئ، دی سپک شوئ.
    •    د هغه هدف لپاره چې الله ج انسان پیدا کړی دی نه ګرځي لیکن دی د شیطاني او طاعوتي هدف پسې چې هغه خاص الخاص د پیسې لاسته رواړل دی ګرځی.
    •    هغه څه چې د عزت سبب کیږی هغه پیسه نه بلکې تقوی او پرهیزګاري ده او پیسه د عزت معیار ګرځول لار ورکي ده نو همدا ده چې دغه کس لار ورکی دی.
3.که چیرته یو کس د دریمې ډلې د غلامانو له جملې څخه وی د ځینو خلکو یا یوې ځانګړې ډلې په وړاندې یی زړه د کینې،بدنیتی،تعصب او شیطانی غوصې نه ډک وی نو ددې لپاره چې د هغو خلکو یا ډلې سره زیاتی وکړي، د هغو سره ظلم وکړی نو دی دیته اړ کیږي چې د یو زورور او ظالم انسان بندګي وکړي او د هغه د بندګئ تر څنګ د هغه د زور څخه په استفادې په هغو خلکو چې دده هدف دي ظلم او زیاتی کوي، په دغه صورت کې دا معمول ده چې هغه ظالم زورور په ده هم ظلم او زیاتی کوي دده په لږې ګناه یا سرغړاوی سره د زیاتې سزا خاوند کیږی، دی به همیشه د هغه ظالم هر امر ته چمتو ولاړ وي، د هغه هر رنګه ظالمانه او وحشی کړنه به دده په لاس سرته رسیږی نو دغه رنګه غلام به د لاندې تاوانونه سره مخ وي:
    •    دغه غلام ډیر ناولی هدف لري او د ناولي هدف درلودل او دهغی د ترلاسه کولو هڅی انسان ناولی کوي، د خلکو د نفرت باعث کیږ، ټول خلک ورسره کینه پیدا کوي او په اخره کې د الله ج د غضب سره مخ کیږي.
    •    دغه غلام ددی لپاره چې په نورو ظلمونه وکړی خپله هم د ډیر ظلم سره مخ کیږی، هغه زورور چې دی یی غلام دی ده ته رنګارنګ جزاوې ورکوي او دی بیا له نورو خلکو سره ظلمونه کوی.
    •       دغه غلام بعضي وخت ددی په ځای چې هغو کسانوسر ظلم وکړی چې دده ورسره کینه ده په هغو ظلم کوی کوم چې دده ورسره مینه ده ځکه هغه به د بادار نه خوښیږی او داسې مثالونه په تاریخ کې ډیر لیدل کیږی.
4.که چیرته یو کس د څلورمې ډلې غلامانو له جملې څخه وی یعنی د ددې لپاره چې د وخت د زورور له ظلم نه ځان وساتی د هغه غلامی ته پناه وروړی، او له هغه نه د غلامئ په بدل کې غواړی چې ضرر ورته ونه رسوی، دغه رقم غلامان ډیر ضعیف او بی عقیدې خلک وی که لږ خبره نوره هم ساده کړو دغه خلک ډیر ډارن اوسی او د ډیر ډارن توب په وجه یی ایمان له لاسه ورکړی وی یعنی د الله ج په ټولواک توب او قوت یی باور کم شوی وی، د الله ج دربار یی هیر کړی وی، ددي په ځای چې له الله ج نه وغواړي چې د انس او جن له شر نه یی وساتي دی هغه د وخت زورور ته سوال او زارئ کوي او ورنه غواړي چې ورته ضرر ونه رسوي. که دغه کس متوجه شي نو دی به له لاندنیو تاوانونو سره مخ وی.
    •     دغه کس  به د نورو غلامانو په شان د عوامو خلکو په وړاندې ذلیل او شرمنده وي.
    •    دغه کس به د خپل اهل، قوم او سمت لپاره یو شرمناک تاریخ جوړ کړی وي.
    •    په دغه حالت کې ددې کس مړه کیدل او ددی دنیا څخه رخصتیدل په بی ایمانی کي حسابیږی یعنی دی له دی دنیا څخه بی ایمانه ځي.
5.که چیرته یو کس د پنځمې ډلې د غلامانو له جملی څخه وی یعنی غلامی ورته د پلار او نیکه نه په میراث پاتی وی، دوی خو له یوې خوا په دې ملامته دي چې غلامي کوي خو له بلې خو ورته ملامته په دې نشو ویلای چې ددوی فکر او ذهنیت د شروع نه داسې جوړ شوی چې ضرور به د زورور یا مالدار غلامي کوي، دغه غلامان عینا لکه د پورتنیو څلورو ډولو غلامانو نیمګړتیاوو درلودونکی دی او تاوانونه یی هم د نورو غلامانو په شان یادولی شو.
 
تیره لنډه تبصیره خاص ددی لپاره ده چې ټول مسلمانان ددې بد خاصیت څخه ځان وساتي تر څو د عزت او شرافت خاوند شي، او نور د انسانانو د بندګئ په ځای د لوی او متعال الله ج بندګئ ته پوره مخه کړي، بندګي مو په ټوله معنی خاص الله ج ته وي، د انسانانو سره ښه تعلقات باید د الله ج د رضایت په خاطر وي نه د الله ج څخه د نافرمانئ په خاطر، د الله ج بندګي انسان ته عزت ور بښی او د الله ج څخه پرته د هر څه بندګي انسان ته ذلت او سپکوالی وربښي.

د هر مسلمان د ازاد ژوند په هیله
ستاسو ورور
ذبیح الله جبارخیل