د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شخصي وسلوال

خان ولي کامران 18.11.2013 16:28

که څه هم په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې په شخصي جامو کې وسلوال زیات د خلکو تر سترګو کېږي خو د ننګرهار ولایت په ولسواليو او د جلال اباد په ښار کې زیات شخصي وسلوال لیدل کېږي چې ګڼو خلکو ته یې امنیتي ستونزې را ولاړي کړي دي.
دغي موضوع ته مې نن ځکه د لیکلو په اړه پام راوګرځیده چې سهار د کابل ولایت د باګرامیو ولسوالۍ اړوند د احمدشاه بابا له مینې سره له یو څو تنو شخصي ملګرو سره د یوې تلاشي څخه د تېریدو په حال کې وو، ددغې امینتي تلاشۍ پرمهال په شخصي جامو کې ولاړ وسلوالو د موټرو څار او تلاشي کوله چې زه او ملګرې مو یو څه وویریدو ځکه له موږ سره په موټر کې ناست یو پخواني دولتي چارواکي هم وه خو تلاشی وشوه او له یادې سېمي څخه د وتو په حال کې دوستانو ویل په پلازمینه کې کابل کې د مشورتي لویې جرګي چمتوالی او په واټونو او سړکونو کې د شخصي وسلوالو تلاشي زیاتي امنیتي ننګوني رامنځ ته کولای شي او همداسي د کابل ولایت په نورو څنډو کې هم ورته په شخصي جامو کې وسلوال لیدل کېږي.
له پلازمینې کابل پرته د ننګرهار ولایت چې یو وخت یې د امن کور لقب یې په ټول هېواد کې ګټلي وو اوس اوس د ناامنیو په میدان بدل شوي، وسلوالي غلاوي، سړي تښتوونکي ډلي، ځای ځاي د وسلوالو لخوا امنیتي تلاشۍ، فساد، زور زیاتي، د ځمکو غصب او نورې هغه ستونزي په دغه ولایت کې  دامنیتي ستونزو د ډېریدو لامل شوي دي.
که څه هم د امنيتی ستونزو له کبله را څخه په ننګرهار کې خپل پلرنې ټاټوبې (خوګیاني کوزبیار) پاتې شوي او پخوا به په هر غم ، ښادۍ او اخترونو کې به کلي ته تلو او له خپلو خلکو او خپلوانو سره به مو د زړه حوالې کولي خو اوس راڅخه دا هر څه د امنیتي ستونزو له کبله پاتې دي چې اوس یې د امنیتي ستونزو لمن تر جلال اباد ښاره پورې را وغځیده او څوک په خپل کور ( جلال اباد ښار )کې هم یوه شپه په امن کې د تېرولو هېله نلري.
تېره اونۍ په هېواد کې د محرم د ر خصتي پرمهال جلال اباد ښار ته لاړم هلته د ښار په هره کوڅه او سړک باندې په شخصي جامو کې وسلوال لیدل کېږي چې زما په څېر یې ډېرو خلکو ته امنیتي ستونزې را پورته کړي دي چې دغه حالت له خلکو څخه غل او مل ورک کړي او څوک نه پوهېږي چې دا دولتي کسان دي او که غیر مسول  وسلوال دي حتي له نوو تنکیو ماشومانو سره هم په موټرسایکلونو باندې سپاره کلاشینکوفي لیدل کېږي نو اوس مهال د امن کور د ناامنیو په کور بدل شوي دي.
د افغان امنيتي مسولینو او په ځانګړې ډول د ننګرهار له نوي والي مولوی عطاالله لودین صیب څخه چې تازه ننګرهار ته د والي په صفت تللي هېله کوو چې دغه حالت ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو خلک په یو ډاډمن حالت کې خپل ورځني ژوند پرمخ یوسي ګني د ننګرهار په ناامنه کیدو سره به هېواد یو ځل بیا پخوانیو وختونو (تنظیم واکي) حالت ته ور وګرځي چې سمبالول بیا به ډېر ستونزمن وي.