د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وزیران په کومو معیارونو ټاکل کېږي؟

خان ولي کامران 22.02.2015 14:31

که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو او منډو ترړو پرمهال د ولسمشرۍ څوکۍ ته ټولو کاندیدانو او په ځانګړې توګه د اوسني ملي وحدت حکومت د رامنځ ته کیدو سرلارې رهبران هریو غني او عبدالله له خپلو خلکو سره ژمنې کولای چې په هېواد کې به د کابیني وزیران او ټولي څوکۍ د وړتیا او اهلیت پر اساس ورکول کېږي نه د اړیکو او قومي ټیکه دارانو د فشار او زور له امله، خو متاسفانه د خلکو دا هيلی پوره نشوې او یو شمېر داسي کسان د کابیني د وزیرانو په توګه وړاندي شول چې هغوي په خپلو ورکړل شوو مسولیتونو کې نه ټېټي، نه منځنۍ او نه هم لوړې زده کړې لرلي ، نه یې یوه ورځ کارې تجربه او نه یې هم خپلو خلکو او هېواد ته رښتينې ژمنتیا لرله خو د ولسي جرګي دې کور ودان وي چې ځیني يې دې موخو ته ونه رسول او په لوی اکثریت سره رد کړل خو اوس مهال داسي ګونګسی بیا اوریدل کېږي چې هماغسي کسان چې په هیڅ معیار پوره نه دي خو یوازې ولسمشر او اجراییوي ریس شخصي ګټو او غوړه مالیو ته ژمن دي د وزیرانو په توګه ولسي جرګي ته پېژندل کېږي.
کله کله په خپلو فکرونو او سوچونو کې داسي هیجان شم چې د افغانستان په څه باندې دیرش میلوني نفوس کې پنځه وېشت کسان په کار پوه او د ښه نوم څښتان نه پیدا کېږي چې د ملي وحدت حکومت جنابان یې د وزیرانو په توګه وړاندي کړي بلکي د ښه نوم او په کارپوه کسان په هېواد کې شته دي چې له هر پلوه په تول پوره دي خو متاسفانه دغو ښاغلو مشرانو ته لاس رسی نلري څه موده وړاندي د فیسبوک په ټولنیزه پاڼه باندې د هېواد محترم کدر ډاکټر صیب لطیف بهاند چې زما په اند له هره پلوه که هغه د شخصیت له مخي وي، د علمیت له مخي وي، د ښه نوم او ښه شهرت له مخي وي نو محترم بهاند صیب یې په خپل وجود کې لري هغه په خپله پاڼه لیکلي ول (د ملي حکومت د مشرانو څخه مې چې د ټاکنو پرمهال د اهلیت او وړتیا اوازي اوریدلي وي نو مي د خپلې المارې په تاخچو کې په خپلو راکړل شوو دیپلومونو که هغه د ډاکترۍ په سویه وه ، د ماسټرۍ په سویه وه او یا که د لیسانس په سویه وه او یا د کارونو پرمهال په نورو سرټیفکونو او تقدیرنامو نازول شوې وم ګوتي ووهلي چې اوس مو وخت راغی خو خبر نه وم چې د اهلیت او وړتیا اوازې هسي یوازې د شعار تر پولو وي او بس همداسي د بهاند په څیر په سلګونو کسان نور هم په هېواد کې شته چې دغه ټولي وړتیاوي په خپل وجود کې لري خو کوم سیاسي زورور نلري نو ځکه همداسي په سپین میدان پاتې دي.
نو د ملي حکومت له مشرانو څخه هیله کوو چې حداقل د لیسانس په کچه زده کړي د یو معیار په توګه ومني ،کاري تجربه ، هېواد او ولس ته رښتيني ژمنتیا او ښه نوم ورسره مله کړه چې وکړای شي د خپلو هېوادوالو د خدمت مصدر وګرځي نو په دغو معیارونو داسي ډېر کسان شته دي چې زه د یو شمېر کسانو نومونه د بیلګو په توګه اخلم چې د وزارت د چلولو وړتیا په ځان کې لري.
1. ډاکټر صیب لطیف بهاند د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت ته وړ کس دي.
2. استاد حکم خان حبیبی د کرنې او مالدارۍ وزارت لپاره وړ کس دی.
3. دبادغیس اوسني والي احمدالله علیزی چې هم زده کړي لري او هم کارې تجربه د قومونو او قبایلو چارو او یا د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت لپاره وړ او مناسب کس دی.
4. مزمل شېنوارې د هېواد ځوان کدر او په لږ وخت کې د کارونو پرمهاد ل د ښه نوم څښتن دی د سوداګرې او صنایعو وزارت لپاره وړ او مناسب شخصیت دی.
5. علی احمد جلالی چې په فوځی برخه کې د کاري تجربو او ښه نوم څښتن دي د ملي دفاع وزارت لپاره وړ کس دی.
6. محترم ګلاب منګل چې یو ټولنیز شخصیت دی او له خلکو سره په ښه سلوک باندې نوم لري د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته وړ او مناسب شخص دی.
7. حاجي صیب سید داود چې یو ټول منلي فرهنګي شخصیت دی د وزارت لپاره وړ دی.
همدارنګه نور په لسګونو او سلګونو کسان چې زه یې نه غواړم د ټولو نومونو دلته واخلم په هېواد کې شته دي چې د هرې څوکۍ لپاره وړ او مناسب دي او دغه پورته څوکسان مې چې د بیلګو په توګه راوړل غواړم د ملي وحدت حکومت مشران په دې پوه شي چې افغانستان قجط الرجال نه دي بلکي افغانستان د کار سړي لري خو که څوک ورته د کار موقع په لاس ورکړي.
نو په پای کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو او مشاورینو څخه هیله کوم چې پاتې وزیران د وړتیا او اهلیت پربنسټ چې په ټولنه کې د ښه نوم څښتن، هېواد ته ژمن او هم ولس ته په خدمت کې سورمخي دي د وزیرانو په توګه معرفي کړي چې نور افغانان د ژوند له ستونزو څخه خلاص شي ځکه دا پنځمه میاشت ده چې زموږ حکومت نیمګړی دي او د ټول افغانستان حکومت مسولین سرپرستان دي .