د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولنیزی اړیکی

سید رقیب شاه هاشمي 08.10.2013 15:21

لطفاّ مضمون ولولی دخپل نظرترڅنګ یونوم هم وټاکی
انسان یواجتماعې موجوددی پدی خبره ټول متفق دی خو دعلل اواسباب په برخه کی اختلاف موجوددی. زمونږدټولنیزاړیکوموخه داده چې یوبل سره پوره وپیژنو دیوبل دپیژندلودپاره الهی احکامواوعقلی قوانینوپه درشل کې دبشری اړیکودسازماندهی ورخلاص کړو.
داسلام مبارک دین اودبشردژوند طرزدي خبري ته خاصه توجه کړی چی دصالح عمل په کولوټولنیز مسؤلیت څخه خلاصون پیداکولی شو. (سورة عصر)
کامل انسان داسلام مبارک دین له نظره هغه دی چې دالهې وحې اوعقل په زده کړه دخلکوپه وړاندی خپل مسؤولیت وپیژنی. انسان په ټولنه کې دیوبل نیازمند دی همدلته ده چې قوانین ،اصول ،مقررات دټولنی دسالمو اړیکودپاره ټاکل کیږي .
معاشرت کلیمه یوه عربی کلیمه ده چې دعشره څخه اخیستل شویده چې د اړیکوپه معنې دي اوپه اصطلاح کې ددوستی ،تګ راتګ، دیوبل سره دخبرو،ګډژوند ،انډیوالی،ناسته پاسته ، خوړل څښل ،په معنی دی اووخت مطرح نه دی په لنډواویااوږدومودوکی داړیکوتامین دي .
لکه څنګه چې الله ج دپیامبرانوص پواسطه بشری ټولنی  ته سم اوسالم معاشرت ورپه ګوته کوی ددینی اوعقلی علومو علما‌ء دټولنیزجوړښت د پاره هاند کوی .
مونږدلته دټولنیزی معاشری دسالمواوناسالمو ارتباطی مسیر چې دسالمی ټولنی دویجاړی سبب ګرځی یادونه کوو دینی اوعقلی علوموعلماءدی په دی برخه کی زیات تبصری ،څیړنی ،موعضی اولیکنی وکړی اودسالمی ټولنی دایجاد ،دانحرافاتودکمولو اودټولنی درهبری صراط المستقیم ته په برخه کی نقلی اوعقلی علوموپه درشل کی زیات کارته ضرورت دی .
دځینومفرداتویواځی ( صرف) نوم اخلم چی باید دی پری کاروشی :
ازاراواذیت ، دنورواستهزاء، افترااوتهمت، زشت القاب ، بخل اوکینه ،تبعیض ، دنوروپه کارکی تجسس ، دنوروتحقیردهغوپه بدنام کولوکې ، دځان جګ ګڼله ، تکبر، په مالی برخه کی خیانت ، دنوروعقایدوته ښکنځل ، دقهرخبری ،دښمنی ، په جګ اوازخبری کول ،ظلم اوستم ، دنوروعیب لیدنه ،غیبت ، بدګمانی ، دګناه په کارکی همکاری اومرسته ،اومنت کول ،دی.
دټولنی ځینی مهم ټکی چی باید هغه ته خاصه توجه وشی لکه:
پوهانواوعلماءوته احترام ،دمعلم مقام ته احترام ، په نورواحسان کول ، عقایدوته احترام ،  ښه چلنداوبرخورد،مجلس ته دننوتلوپه وخت سلام کول اواجازه غوښتل، امانت داری، کورته دننوتلواجازه ، په کاروبارکی رعایت اوانصاف ، په خبروکی نرمښت ،دمیلمستیاددعوت مننه ،نیکی کول،تواضع اوفروتنی ،دتکبرنه پرهیز، نورومخی ته پاڅیدل ،خپل اودنورودابروساتنه ،نیک سلوک ،دمخالفانوخبروته غوږنیول ،صبرا و شکیبایی ،په خبرواواعمالوکی صداقت ،دنورودخطاګانوعفوه،دخلکوسره مشوره ،په کرداراوګفتارکی مهربانی ،په عهدوفاکول، دښځوسره سم اړیکی او سلوک کولی شی دټولنی مسیرسالم لورته سوق اودشخص شخصیت خوندی پاتی شی.په ټولنه کی درسم اورواج ،شرعی اوعقلی اصولوجوړونکی لارچی انسانی سلوک جوړونکی ،ټولنه جوړونکی وی اومونږدسمی لارپه موندلویاری کوی .
دټولنی ناسم اعمال دی چی دشخص اودټولنی په بدنام کولواثرلری زه دلته یوازی لنده معنی کوم دینی علماء اودروانشناسی علماءدی هربرخه ښه وڅیړی اوپوره تفصیل اوتفسیردی کړی :
ظالم چاته ویل کیږی؟
دالهی کلام اواجتماعی قوانینو،اصولو،مقرراتونقض کوونکی دی .
فرومایګان څوک دی؟
هغه کسان دی چی تل داخلاقی بدلمنیوپه ترویج اوتوسعه کی بوخت وی الهی کلام اواجتماعی قوانین نادیده ګڼی اوهیڅ اصولوته پابندنه دی اونه احترام لری .
فاجران څوک دی ؟
هغه کسان دی چی فرومایه اوفریب کاردی اوپه ټولنه کی اجتماعی ککړتیاوی منځ ته راوړی په ټولنه کی داسی خلک منفوراورټل شوی وی.
فاسق څوک دی ؟
هغه کسان دی چی دسمی لاری منحرف  شوی دی پست،فرمایه چی یواځی دمنافعوپه لټه وی که ګټه یی وی دوستی کوی اوکه ګټه یی نه وی دګټوپه خاطرخپله دوستی ته اوراچوی او دخدای ج نه بیزاردی.
بخیلان څوک دی ؟
هغه کسان دی چی ډیرتنګ نظروی دنوروترقی اوپرمختګ نه شی منلی اوهغه څه چی خدای ج ورکړی دی پټوی دداسی کسان سره دوستی مه کوی،دداسی کسانوسره بحث اوخبری مه کوی دلاری انډیوالی یی هم مه کوی بخیل دفاسق څخه هم بددی بخیل له تاسواخلی خودورکولو خیال نه لری.
احمق څوک دی ؟
بی عقله اواحمق غواړی چی تاسوته ګټه ورسوی خوزیان رسوی د احمقا نوله دوستی څخه ځان وساتی.
اشرارڅوک دي ؟
هغه کسان دی چی ظاهر یی ښکلی اوباطن یی زشت دی .داکسان دپلیدو معاشروسره ناسته لری اوپه نورمال حالت اودعادی خبری له پاره هم ارامش نلری .
جاهلان څوک دی؟
جاهلان په خپلواطرافیانوستم کوی ،دلاس لاندی کسانوباندی تعدی ،په مشرانوباندی تکبراوبی له دی نه چی تشخیص وکړی خبری کوی.
دروغ ویونکی  ؟
دروغ ویل یوبدصفت دی که په چاکی داصفت وی اویاپیداشی دداسی کسانوسره څوک دوستی نه کوی داکسان دسراب په شان غلط شیان سم اوسم شیان غلط ورپه ګوته کوی اوشخص ته اشتباه اچوی .
ګنهګاران ؟
دالهی احکامو،ټولنیزونافذوقوانینواورسم اورواج له چوکاټ څخه وځی .دګنهګارانوسره ناسته مه کوی،دستمګرانوسره یاری مه کوی دفاسقانوسره مه نږدی کیږی.
خائنان څوک دی؟
 الله ج فرمایی : «ولا تجادل عن الذين يختانون انفسهم-ان الله لایحب من کان خوانا اثیما»  هیڅ کله له خائنانو حمایت مه کوی الله ج خائنان نه خوښوی .اوپیامبر(ص) ته امرکوی هرګزله  خائنانو حمايت مه کوی  (نساء- 107)
خائن هم لکه ګنهګاردالهی احکامو،ټولنیزوقوانین،عرف له چوکاټ خلاف ورزی کوی الله ج خائنان نه خوښوی د خائنانو څخه په هیڅ ډول ملاتړ مه کوی .
منافق چا ته ویل کیږی؟
الله ج فرمایی (ان المنفقین فی الدرک الاسفل من النارولن تجد لهم نصیرا)بی شکه چی منافقان به داورپه خورا ښکته نی برخه کی وی اونه به هغوی ته کوم ملاتر مینده نه کړی شی (نساء-144)
هغه صفت دی چی په ظاهره مسلمان بریخی خوباطن کی له کافروبدتروی داکسان دالهی عدالت دشدیدومجازاتومستحق دی .
کافران ؟
قرانکریم کی الله ج مومنان د کافرانوله دوستی شديداًمنع کوی
په سورة ابراهیم ایه ۳ الله ج فرمایی : (الذین یستحبون الحیوة الدنیا علی الاخرة ویصدون عن سبیل الله ویبغونها عوجا – اولک فی ضلل بعید )کافران هغه کسان دی چی دین یی په دنیا خرڅ کړی .
مونږ اکثراُدافکرکوو کافران هغه څوک دی چی خدای ج اودهغه رسول ص نه منی مګردفقی علما هغه کسان چی مسلمانان هم دی مګر دکفرنه بدتر کارونه کوی هم د کافرانو په قطارکی شمیری .الله ج مودی وساتی .
دټولنی دپرمختګ شاخص په دی کی دی چی دټولنی خپل منځی اړیکی اومناسبات وپیژنوترکومه حده اخلاقی ،ټولنیزاوانسانی معیارونه عملی کیږی څومره شفافیت، صمیمت،اعتماد په حقوقوکی رعیت کیږی او څومره دټولنیزواړیکوعینیت مطرح دی.
دنورودخطاګانو،بدیو،ظلم،خیانت، منافقت ، ګناه ،شرارت،جهالت،دروغ ویل،بخل ،فسق،حماقت،غلطیو،اشتباهاتو،ستمګریو،بی نزاکتویو،احسان فراموشیو،که نادیده ونیسونودټولنی دحرکت مسیر به دانتقام جوی په لورنه وی روان اوداامکان به منځ ته راوړی چی داصلاح په لوررهبری شی شاید ځینی به دفرصت په انتظارکی ناست وی خوعفوه تیریدنه (ګذشت)،احسان کول هغه امکانات منځ ته راوړی چی دیوسالم محیط دپاره ټولنیز اړیکی پیاوړی شی اما په بشری اړیکوکی معیارونه موجوددی چی مونږڅه نادیده نیولی نه شواو دالله ج په کلام کی صریح احکام موجوددی .
انسانی قوانین دالهی احکاموترڅنګ هم معیارونه لری دجنګی جنایتونو عاملین دعمومی عفوه په مزایایوکی واقع کیدی نه شی هریوبایددجرم په نظرکی نیولوسره دموظف څارنوال اقامه دعوی اودمحکمی دحکم په اساس مجازات شی ترڅودنورودعبرت موجب وګرځی
که دسالم معاشرت ټول معیارونه په نظر ولری اودمعاشری انسان جوړونکی اوټولنه جوړونکی اهدافومسیر تعقیب کړو.دایمان مسئله دمومنانواوغیرمومنانوپه منځ تاثیرګذاره ده ددوستی اوټولنیزواړیکودپاره ایمان اړین دی .
اسلامی ټولنه کی دایمانی ورونوترمنځ دوستی دمحبت په پایه استواردی دافرادوپه خطاګانوکه سترګی پټی کړواودالهی نعمتونولوی نعمت دسولی فرصت چی دلوی الله ج لطف دی استفاده وکړونوپه ټولنه کی ورانکاران ورځ په ورځ زیاتیږی .
الله ج فرمایی :(والذین یوذون المومنین والمومنت بغیر مااکتسبوا فقد احتملوا بهتناواثمامبینا) احزاب ۵۸
ترجمه : څوک چی مومن سړی اومومنه ښځه ایله په ایله ربړوی نوپه رښتیا چی دلویودروغواوښکاره ګناه پیټی یی په سرکیښود.
دعبدالله بن عمروبن عاص رض نه روایت دی چی رسول الله ص وفرمایل :مسلمان هغه څوک دی چی نورمسلمانان یی دژبی ،اولاس په امان وی اومهاجر( کامل )هغه دی هغه څه چی الله ج منع کړی دی منع اوترک کړی .متفق علیه
دری متل دی : (هرکی رادردی رسد ناچارګوید وای وای )
دمینی دښمنان،دښکلادمنځه وړونکی ،ددوستی بندونکی ،دځوانانوبی لاره کوونکی،وطن خرڅونکی،دبی دینی ترویج کوونکی ،لاس پوڅی ،بی کلتوره ،حرفوی قاتلین ،اوبل اخره دالله ج دښکلی بهشت ،ښکلی اوپه زړه پوری حوره ته دبی حرمتی کلیماتوویونکوته زماپه اند چی دبښلووړهم نه دی دمحکمی کیدوترڅنګ څه نوم ورکړو؟
راځی چی په ګډه دانوم پیداکړولطف وکړی خپل نظرموشریک کړی چی زړه مو پری یخ شی .