د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فساد په څلورلاروکی

سید رقیب شاه هاشمي 16.04.2015 12:19

دکابل ښار په زړه دپل خشتی جومات ته څیرمه د څلورلاری په منځ دهیوادداستقلال غوښتنی دمبارزوپه لړکې دمیوند دغزا۱۸۷۹-۱۸۸۰ م چی دهیواد دنومیالیو په کارناموسره دملالی دشجاعت اوجنګ قصی چی دبیرغ یی په لاس کی ونیوه اود ځوانانو دهڅولوپه اند دجنګ په میدان کی وځلیده او په زړورتوب وجنګیده چی دعامو خلکوپه ژبوقراردرلود اولاتر اوسه قرارلری چی دښځو دزړورتوب یوه بیلګه ګڼل کیږی داعلیحضرت محمد ظاهرشاه د سلطنت دور اوو د شاه محمود خان دصدارت په وخت کی ۱۳۲۷- ۱۳۳۲ هـ ش حکومت تصمیم ونیوه چی بلدید ی یا ښاروالی ګانی انتخابی شی اولین انتخابی دکابل ښاروال دیپلوم انجنیر غلام محمد (فرهاد )وټآکل شوحکومت تصمیم ونیوه چی دپخوانی جوړشوی څلی سپاهی ګمنام ( دافغان انګلیس ددریمی جګړی په یاد جوړشوی څلی ) پر ځای دی دمیوند څلی جوړشی   اودادنده یی نوی ښاروال ته وسپارله  .
سپاهی ګمنام څلی چی استوانه یی ډوله لس متره جګوالی درلود څلی اوو اودپخو ښختو جوړشوی اوو وران اونوی څلی دمیوند دڅلی په نامه جوړشی .
دمیوند اوسنی څلی (سرچوک ) په کال ۱۳۲۹ هـ ش کی تکمیل او جوړشو داوسنی سینما پامیر نه شروع تر سر چوک پوری جوړشوی جاده د میوند جاده اوله برخه او دسرچوک نه تر چمن حضوری پوری جاده دمیوند جاده دوهمه برخه ونومول شوه .
دمیوند افتخاری څلی په ابی رنګه کاشی ګانو مزین شوی وه دتنظیمی جګړو په وخت کی دا افتخاری څلی یو څه وران شوه خو دنیکه مرغه یو ځل بیا ورغول شوخو اوس یو ځل بیا په بد حالت کی قرارنیولی دی کثافات ، بی توله عکسونه اوبده خو داده چی د کیسه برانو په مرکزبدل شوی د څلی په څلور خواوو کی یعنی  په څلور لاری کی دترانسپورت وزارت مربوط دکابل ترانسپورت ریاست دبی کفایتی او مالی فسادله امله ۱۴ مختلفی ولایتی ، ولسوالیو او ناحیوی ترانسپورتی ګاډی ،او ډیر زیات تکسی ګان ولاړوی اومختلفو ځایونو د سوارلیو ډکولو ناری سوری وهی په یوه خوادڅلورلاری کی دکابل ښاروالی دبی کفایتی او مالی فساد له امله دترکاریو اومیووډکی کراچی ګانی ،دڅلورلاری په بله خواکی زاړه خرڅونکی ، اوګن نورپه لاس کی نیولی شیان خرڅوی دعمو می سړک په سرځینوقالین خرڅوونکو قالینی هموارکړیدی اولاره یی بنده کړیده دی وضیعت دکابل ترافیکو دمسئولینو غواوی لنګی کړیدی اوترافیکان له موټرو څخه خپله برخه اخلی اوپه لوی سړک اوڅلورلاری کی ښکاره چورروان دی رشوت خورانو ته په دعاوکړی .
دکابل ترانسپورت ریاست یوڅوتنه معیوبین دموټرودهډوتنظیمنونکی تعین کړی اوهمداکار دښاروالی ریاست هم یادکړی هغوی هم معیوبین دپیسوراټولولودپاره ګمارلی دی دکراچیوانانو ،لاس خرڅونکو ، زاړه خرڅونکو څخه پیسی راټولوی اواوس همداچل دپولیسو حوزوهم یادکړی دجادی په سر دموټرودودریدوسره جوښت دمعیوبینو ډلګی راځی اوپیسی غواړی دیوعراده موټرڅخه ۵۰ افغانی ترلاسه کوی جالبه خوداوه چی دښاروالی دریاست چاپ شوی تکتونه هم ورسره شته اودپولیسو یوتن عسکر هم موجود وی په ښاروالی کی مو دعایداتو دمدیر څخه وپوښته چی دجادی دسر عاید مو څومره دی هغه دعاید دتحویلی څخه ناخبری وخودله.
دفساد کچه هره ورځ په نوی بڼه په بیړه مخ په  زیاتیدودی رشوت خوری له حالت څخه وتلی د چورشکل نیولی  ،ددفترڅخه بهرپه لویو لارو، څلورلارو کی شتون لری لکه : پښتونستان څلورلاری ، ده افغانان، دحاجی عبدالحق څلورلاری اونور دی همدا خبره اوس په ولایاتوکی هم شروع شوی اوپه بیړه دولسوالیو په لور دتګ په حال کی ده عاقبت په خیر .
همداوجه ده چی عمومی لاری اوجادی بندی وی اوساعتونه ساعتونه لاری دترافیکو پرمخ بندوی عام خلک دلویو ستونزوسره مخ دی الله دی عاموخلکوته اجرونه ورکړی ډیری ستونزی زغمی  .

ایا دلته څوک شته چی ددی فساد مخه ونیسی ؟