د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه روشنفکران

شیر ساپی 03.09.2013 21:15

په قومي ټولنه کې لکه افغانستان ، روشنفکران دوه موقـفـــه لري  
الف : عمودي موقـف يا دقوم د نننۍ دنده .
ب : افقي موقـف یا دقوم بهرنۍ وظیفه .
الف : عمودي موقف يا دقوم داخلي وظیفه :  
هر اجتماعي قوم ځانته ځانګړى روشنفكره قشر لري، چې د خپل قوم د سازماندهۍ دنده په غاړه اخلي، نخبه ګان د خپل رسا لت پر بنسټ د قوم لپاره اجتماعي تګلاره سمبالوي او په پرګنو كې د ملي اندېښنو د خپرولو او د هغوى د هڅولو دنده هم په غاړه لري.
دغه ډله د قوم دننه رسالت په غاړه لري.
پښتنو منورینو دغه موقف ؛ ځوړ، بې واکه او تش تور دي.
په پښتنو کې قومي جوړښت دتاريخي دندې رسالت لا تراوسه پر نيمه لار ولاړ پاتی دي.
ب : افقي موقف یا دقوم بهرنۍ دنده :
د روشنفکرقشر بهرنۍ قومي دنده په تاریخ کې ددې قشر ځانګړنه ټاکي، سربېره پردې د تيورۍ او عمل ترمنځ د ارګانيك تړاو او اړيكو د سمبالولو دنده هم په غاړه اخلي. دغه خاصه ډله (ارګانيكه ډله) د يو قوم پر سازماندهۍ او لوري وركولو سربېره په نورو قومونو كې د ملي فرهنګ د خپرولو، پراخوالو ملي دنده په غاړه لري او په دې ترتيب په ټولنه كې د خپل فعاليت سيمه نوره پسې پراخوي. دغه ډله له يوې خوا د قوم دننه رسالت په غاړه لري او له بلې خوا د قوم بهر لوى نقش لوبوي. اود يوې پايدارې او دايمي ډلې په توګه څرګندېږي . لدې نظره هغوى د ټولنې د ټولو فرهنګي او معنوي ارزښتونو انتقالوونكي دي.
پښتانه په دغه بهیر کي دهېواد نۍ قومونو په نسبت لوړ، ځواکمن او مشبع دي.
پښتانه د قوم په دنننۍ دنده کې کمزوري او د قوم په بهرنۍ دنده کې قوي ده.
په رښتیا چې د پښتنو قومي جوړښت له کمي نظره  نيمګړی او په کیفي لحاظ  د واک پاېښتې بې زوره او لړزان دي.
 دا مسأله د افغانستان دملي وحدت لپاره خورا مهمه او د پښتنو لپاره حیاتي ده .
د قومي تناسب منطقي تعادل د پښتنو د بقاء لپاره د ژوندجګړه (تنازع للبقا) ده.
هيله ده چې سياسي ډلې او سياسي ليكوالان په پوره مسووليت په دې برخه كې ښكاره او علمي بحث وكړي.

په درناوی