د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که یې له مخي یو طرف ته شوې؟؟؟

خان ولي کامران 18.08.2013 13:19

که یې له مخي یو طرف ته شوې نو هیر به دې کړي
زما جانان لکه هنداره حافظه نلری
که څه هم د اوسنۍ زماني ځوانان، لویان، سیاستوال، استادان، پوهان، عالیمان، ملایان، تجاران، دوکانداران یانې د ټولنې د هرې طبقي خلک د شاعر د پورته بیت په څیر دي چې مخامخ درته غرونه غوښي او سیندونه ښورواوي کړي خو که یې له مخي پناه شوي نو بیا دي په شیبو کې هیروي او د ورځو او میاشتو پورې وخت ته اړتیا هم نلري.
نو په دغسی حالاتو کې ډېر کم خلک پیدا کېږي چې یاد خواص ونلري خو دغه کسان د ګوتو په شمېر دي چې هغوۍ ځانونه د لیلآی د پیکي ګلونه ګرځولي دي لکه چې یو شاعر وایې خو خدای دې وکړی چې ددغه شعر اره بڼه راڅخه غلطه نه وي
په غرو رغو کې رنګ ګا رنګ ګلونه شنه وي
چې یو نیم پکې لیلای پیکي ته رسي
نو دغه ځوان چې زه یې له تاسو سره په دغه وړه لکینه کې خبري کووم تر اوسه یې د ژوند دري لسیزی نه دي پوره شوي او لا هم د ځوانۍ پرمهال پورته روان دي چې په راتلوونکې کې ورڅخه ډېري هیلي کیدای شي چې څومره ورڅخه اوسمهال کېږي.
دغه ځوان د افغانستان د لوګر ولایت پورې اړوند په یوې کیلوالي سېمه کې دې نیمګړی دونیا ته سترګي غړولی چې ورسره جوخت په هېواد باندي د زبرځواکونو د تیری له امله کډوال او د ژوند لومړني شیبي د کوزي پښتونخوا د پېښور د کډوالو په لمرینو سرو کمپونو کې د نورو افغانانو په څېر تیرې کړي دي او هملته یې لومړنې او منځنۍ ذده کړي د کورنۍ د تشویق له امله هم ترسره کړي دي نو کله چې هېواد ته راستون شو نو نوې د ځواني بریتي هم راغلي وې او ځواني هم د چنار د ونې سیوري ونیوه نو له همدغي ځوانۍ له برکته په پلازمیني کابل کې له ګردونو څخه او په نورو ګرمو ولایتونو کې د ګرمۍ له تاوو څخه په امن کې وې نو د نښترو او څیړیو په ځنګلونو باندي پټ ولایت د خوست پوهنتون ته د کانکور د ازموینې له لیاری د یاد ولایت پوهنتون د کرنې پوهنځی ته بریالي شو چې په ټولګي کې له لومړی سره تر فارغیدو پورې د خپل ټولګي سرلاري پاتې شوي دي.
نور مو په انتظار کې نه پرېږدم دغه د چنار په څېر ځوان او ګل شاپور عبدالرحیم زی نومېږي چې له پوهنتون څخه د فراغت وروسته يې په کم سن کې په ډېرو لویو پوستونو باندي کارونه اجرا کړي چې ویل کېږي د کرنې وزارت د یوې مرستندویې ټولني لخوا د شمالي ولایتونو مسول هم پاتې شوي دي.
نو یوه ټپه ده چې وایې
ستا د ښایست ګلونه ډېر دی
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه.
نو د شاپور د بریالیتوب راز دده د نږدي ملګرو په وینا دده طبیعی اسعتداد وو او د طبیعی اسعتداد د غوړیدو ترڅنګ دده د چنار غوندي ځوانی، ښکلي قواره، اخلاق او ټولنیز کړه وړه دي چې نوموړي دېته یې مجبور کړي چې د هېواد د سمسورتیا او خپلو خلکو د چوپړ لپاره کار وکړي، نوموړې د کارونو ترڅنګ تل هڅه کړي چې زده کړي وکړي نو د خپلو کارونو ترڅنګ په دوه زره لسم میلادی کال کې د یوې ازادی سیالۍ له لیاری سکالرشیب ترلاسه کړ او له هېواده لري په زرګونو کیلومترونو واټن کې د هالینډ هېواد په یو مشهور پوهنتون کې د کلیوالي پراختیا او اړیکو په څانګه کې د ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړي بشپړې کړي او هېواد ته سرې سترګي راستون شو که څه هم دده یو شمېر نږدي ملګري په یوروپ کې د ارام ژوند تیرولو په تمه پاتې شول خو ده مناسبه ونه ګڼله چې په یوروپ کې پاتې شي.
که څه هم د ځوانۍ سټایل یوروپې مېشتو په څیر وو او خلک پرې له ورایه هم غلطېږي چې نوموړې یو ښاري میشته هلک دي خو که له نږدي ییاېې وګوري نو بیا د هغه کیلوال ځوان په څېردی چې ټول یې د یو کلیوالی ځوان خواص په خپل وجود کې لري او کوم د ناز او ادا سټایلونه چې کوي نو هغه یې حق جوړېږي ځکه یو شاعر وایې
ناز ادا کبر او غرور ستم
چا ویل چې له ښکلو سره نه لګي
او یا دا چې
ښکلي چې ناز کوي ښکلا به لري
نو دا ....... ناز په څه شي کوي.
نو شاپور عبدالرحیم زی اوس مهال د پوهنې وزارت د تخنیکی او مسلکي زده کړو معینیت اړوند د افغان- هالینډ د پروژې لخوا په یو رامنځ ته شوې د کرنې ( نایک ) په انستیتوټ کې په کار بوخت دی او په یاد انستیتوټ کې د خپلی کاري وړتیا له امله ځلیدلي چې د انستیتوت د بهرنیو او داخلي مسولینو لخوا اوسمهال د یاد انستیتوټ د چلولو چارې هم ورپه برخه شوي دي خو په یاد انستیتوټ کې داسی چلند کوي چې خلک داسي فکر ونکړي چې دلته څوک مشر شته دی .
لمن مې ډکه ده له کاڼو خو څوک نه پرې ولم
په عادتونو کې دا یو عادت د غره لرمه.
نو د شاپور ځینې ملګري هغه ته د نازه ګل وایې او په رښتیا د ګل په څېر تازه او ښکلي ځوانۍ لری خو ځوانۍ یې د ګل مه شه او د ګل په څېر دي خدای تل ترتله تازه او بریالي لري.
په درنښت
کابل- افغانستان
18/08/2013