د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ژړا هغه سترګې ژاړي

عزت الله ځواب 17.08.2013 00:11

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د نورالحق حداد او پروېز افګار راسره شپه وه، پروېز راته کړه: هلکه ځوابه! کېنه مړه، ليکنه خو دې خلکو خوښه کړه، خو افغانستان د ژړاګانو وطن دى، په روان انقلاب کې ډېر افغانان وژړېدل او لا معلومه نه ده چې تر کومه به ژړېږي، دا هم له ياده مه باسه.

هغه سره خو مې هغه شېبه ډېر بحث وکړ، چې مونږ ډېر وژړل، ډېرو وژړولو، لږه د خندا اړتيا ده.

بس دى، چې ځينې ملا صېبان ، د خوښيو په مراسمو کې هم د غم تقريرونه کوي او د جنت د نعمتونو پرځاى د دوزخ بلاګانې د خلکو مخې مخې ته کوي.

په رسنيو کې هم، هره ورځ د مطبوعاتو د نړيوالو اصولو خلاف، د وينو او ژوبلو کرکجن تصويرونه خپرېږي، چې دليدونکو په روان بده اغېزه کوي.

زمونږ ملګري ژورنالېست مجيب انګار خو څو ځل په فيسبوک وړانديز وکړ، چې د خداى په خاطر زمونږ خپل مړي ډېر دي، پرېږدئ، چې همدا وژاړو، دا د پرديو مړو عکسونه مه خپروئ، خو په چا يې منې؟

که فکر مو کړى وي، زمونږ ديو شمېر ليکوالو ډېرى لنډې کيسې هم په تراژيدۍ پاى مومي.

له انځور صېب مې په يوه مرکه ددې لامل وپوښته، چې زمونږ د کيسو په اخره کې کرکټرونه حتا مرکزي لوبغاړي مري، بم والوزي، موټر يې ووهي، وويشتل شي... ددې لامل څه دى؟

هغه وويل چې ليکوال ملامت نه دي، دا تراژيدي اوږده شوه، زمونږ ژوند اوس تراژيدي ګرځېدلې، خو ليکوال بايد د قلم په کمال، د خوښيو په بنډارونو کې هم خپل لوستونکي له ځانه سره شريک کړي.

هيچا هم د چا له لېمو اوښکې پاکې نه کړې، د زورورو په مالت کې خو څوک په چغو ژړا هم نه شي کولاى، شفيق الله شاداب وايي

ژړا په ستوني کې ساتو سهار تر لسو بجو

که نه شړي مو ددې کلي خان له خوبه وځي

حمزه بابا ناصح ته وايي چې تاته به د اشنا نوم اخيستل اسانه وي خو زه يې په اورېدو ژړا نه شم قابو کولاى

نور مې نوم د اشنا مه اخله ناصحه

ګورې نه چې له ژړا نه لر و بر يم

که فرهاد د شېرينۍ لپاره غر سورى کړى، نو دروېش دراني هم د يار لخوا په ژړا د پابندۍ غوښتنه پوره کړې:

ما د يار دغه غوښتنه هم پوره کړه

نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم

د ختيځ ادبي بهير په غونډه کې ملګرو د جلال امرخېل ټول غزل خوښ کړ، خو ما ترې د ژړا يو بيت وليکه:

زه تانه نه کوم ګيله چې په ژړا دې کړم

زه يم خبر چې دى د خاورې ضرورت باران

ښه نه ده چې څوک دې څوک وژړوي، خو له نورو سره ژړا او په غم کې شريکېدل په کار دي، استاد ګل پاچا الفت وايي:

نه ښايي انسان ته چې د بل په غم غمجن نه شي

لويه بدبختي ده چې څوک نه ژاړي له چا سره

انسان په دنيا کې ړومبى په ژړا خوله بېرته کوي او ځينې وګړي، خو بيا په تللو هم ځان پسې عالمونه ژړوي.

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه

داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

افغانانو په خپل عمر کې دومره غمونه وليدل، چې په ژړا يې ستړي کړل، خو لا يې د غليمانو خوا نه ده سړه شوې او تر اوسه يې ژړوي.

ځينې غمونه دومره درانه وي چې هر څه دې له ياده باسي.

زموږ په هېواد کې ډېرې داسې کورنۍ وې، چې د يوې مخې له منځه لاړې او د ژړا يې هم څوک پاتې نه شو.

زه چې خپله د وړوکتوب هغه ورځ رايادوم، چې روسانو زمونږ په کلي کې عام وژنه کړې وه، ټولو کليوالو ښځو او نرو ژړل، پلار مې د غبرګو کاکا زامنو د جنازو لاندې په ځمکه توغلېده او پرته له ژړا او چغو يې نور څه نه لرل.

هغه ډېره بدمرغه ورځ وه، زمونږ په کلي د وير او ماتم انګولا وه، څو ورځې مو له وګړو ساه وتلې وه او د حيواناتو په سترګو کې هم اوښکې ښکارېدې، بيا مو له کلي نه ډېرې کډې بار شوې، څه خلک په غرونو واوښتل او کچرو پسې يې منډې ووهلې او چاته موټر او سړک په نصيب شو.

په تورخم کې د جبر په کرښه د ملېشو کوتکونو ډېر خلک ژړولي، نوموتي ولسي شاعر بابرزي، خو يو وخت په شعر کې ښيرا کړې.

په ما راغلې دغه ورځ دې خداى په تا راولي

چې ماشومان دې خړ تورخم ته په ژړا راولي

متل دى چې غم او ښادي خور او ورور دي، داسې مې د احمد جمال جمال له خولې د حمزه شينواري دا شعر هم اورېدلى:

که خندل دي که ژړل دي يو له بله پيدا کېږي

که خندل او ژړل نه وو بيا به څه وو د کولو

که په (ديوداس ) فلم کې، شارخ خان له ځان سره ليدونکي ژړوي، نو د (بدعمله) پښتو فلم، هغه صحنه هم ډېره غمجنه ده، چې اصف خان پکې خپلې ناوې خور ته په واده کې خپل ګناهګار لاسونه ډالۍ کوي او هغه ورته ژاړي.

له ننګرهار ټلويزون څخه د حفيظ الله تراب (محلونه) ډرامه خپرېږي، په هغې کې، د يوې کرکټرې نوم سلګۍ ده، چې ډېره ژاړي.

د خوشالۍ نه هم اوښکې راځي او بيا چې مور او بندي يا مسافر زوى موده پس سره مخ شي، نو د دواړو په سترګو کې د خوښۍ اوښکې ځلېږي.

همدارنګه کېداى شي، دوه ملګري هم سره وژاړي، ميِنان هم ژاړي، د چا وينا ده چې مينه په اوښکو سپېڅلې کېږي.

هلک ميِن شي وطن پرېږدي

جينۍ ميِنه شي مخ پټ کړي وژاړينه

سياسي رهبران ، ولسمشران، لومړي وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره نمايشي اوښکې تويوي او د خلکو په مخ کې ژاړي.

د مهاجرت په ژوند کې مو ډېر څه واورېدل، د پاکستان صدر جنرال ضياالحق چې په الوتکه کې والوته، نو ويل کېده ،چې ورپسې ځينې افغاني جهادي مشران په ژړا شول.

دا مې هم واورېدل چې په بډه بېره کې مجاهدينو څو تنه د جګړې د ډګر نيولي روسان وژلي وو، نو په کابل کې پرې رنځور شاعر زړه سواند غمرازي ښکاره کړې وه او شعر يې ورته ليکلى و.

هسې خو نازيه اقبال هم په يو شمېر سندرو کې د ناز سلګۍ وهي، خو نعيم طوري هغه سندره ډېره ښه ويلې:

نن دې ژړوم ستا ژړولو ته مې زړه شوى

نن راته کنځل وکړه کنځلو ته مې زړه شوى

ځينې خلک ښايسته فصيحه ژبه او په وينا کې دومره ا غېز لري، چې خلک له ځانه سره ژړوي.

استاد ياسر چې په ١٣٧٥ ل کال د ننګرهار عالي لېسې ته راغلى و، زده کوونکي يې له ځان سره وژړول.

ژړا که د مکر هم وي قدر يې په کار دى، هره ژړا بېله مانا لري او د هر چا د ژړا ځانله سټايل وي.

که نه ژاړي هم، خو چې پېښوري پير پرست ملا حسين احسان الله ته په جومات کې ناست يې او په ژړا کې د پيغمبرانو او اولياو د ستونزمن ژوند کيسې اورې، نو ژاړې به.

ښايي ځينې رواني ناروغۍ وي، چې خلک ژړوي، ځينې خلک په چغو چغو ژاړي او بيا پکې يو دم وخاندي، چې دا هم د لېونتوب علامه ده.

پښتانه د ژړا کلتور لري، عموماً ښځې په مړي ژړا کوي او ځينې ښځې خو په ژړا کې داسې ساندې وايي او ټيکۍ اچوي، چې نورې له ځان سره ژړوي.

پښتنې پېغلې خو د واده په شپه هم ژاړي، يوه سندره ده:

ناوې همزولو ته ژړېږي د واده شپه يې ده

پټه په زړه کې خوشالېږي د واده شپه يې ده

له بده مرغه زمونږ ډېرې ميندې، په خوښيو او اخترونو کې د ځوانيمرګو بچيو په ياد ژاړي، ځينې ميندې خپلو يتيمو او بې سر پرسته اولادونو لپاره د کاليو او خوراکي توکو رانيولو ته ژاړي.

هر څوک ژاړي، ځينې کم ژاړي، ځينې زيات، شيعه ګان خو دحسنينو په وير کې ځانونه وهي او ژاړي .

نواز شريف هم په تېره دوره کې چې د هند سره په پوله د نښتې امر ورکړى و، بيا يې د خلکو په مخ کې اوښکې روانې وې، دده په ژړا (هندوستان کې قسم) فلم هم جوړ شوى، چې په اخره کې پکې نواز شريف اجى ديوګن ته ژاړي.

ولسمشر کرزى هم څو ځل په رسنيو کې خلکو په ژړا وليده او هغه ځل خو يې چې په کندهارکې د ورور په مړي ژړلي وو، نو مطيع الله عابد ورباندې کالم ليکلى و ( مه ژاړه بابا مه ژاړه !)

ملايان وايي، چې د خداى له وېرې به صحابه و په لمانځه کې ژړل، ادم عليه السلام ځمکې ته په راتګ پرلپسې ژړلي دي، د يعقوب عليه السلام خو د يوسف پسې په ژړا سترګې ړندې شوې وې.

ژړا د انسان په اختيار کې نه ده، د خپلوانو، دوستانو او خواخوږو په وير ډېر پېښ شوى يم او ورسره مې ژړلي دي، خو هغه ورځ چې د قبايلو په تالار کې د ځوانيمرګ ضمير علمدوست په ياد غونډه وه او د هغه ملګري هارون هاند ليکنه لوستله، نو خپله ژړا مې ټينګه نه شوه کړاى ، اجمل اند وايي:

دا زړګى مې له مرغيو هم نرى شو

له وړو وړو خبروسره ژاړم

پوليس او څارنوالان، خو د چا په ژړا باور نه کوي او قاضيان وايي، چې که مونږ داسې د هرې قضيې له ښکېلو سره وژاړو، نو په سترګو کې به مو اوښکې پاتې نه شي.

ميِنان په جدايى کې ژاړي،داسې هم شته چې په خپله ژړا څوک نه خبروي.

د جنکيو دا عادت وي

لوګى بانه کړي ژړا يار پسې کوينه

له درده هم زيات خلک ژاړي، ښه مې په ياد دي يوه ورځ ښار ته راغلى وم پيسې راسره نه وې، چې بېرته تلم په يو موټر پسې ونښتم، په پاخه سړک ترې ولوېدم، نور بچ شوم ، خو ښى لاس مې واوړېده، د شپې يې داسې درد پيل که، چې ټوله شپه مې ترې په ژړا تېره کړه.

په ماشومتوب کې مې ډېر ژړلي دي، په هغه کال، چې په ټول کلي کې مونږه او څو نورو غريبو کورنيو د لوى اختر قرباني نه وه کړې، زه په انګړ کې د غوا په اخور د پښو په سر کېناستم ژړل مې او له خدايه مې سوال وکه، که په بل اختر کې د قربانۍ وسه نه راکوې، نو مرګ راکه، مور مې زه له داسې ويلو منع کړم او راسره يې وژړل.

داسې مې ډېر ځله په خپله بې وسۍ هم ژړلي او د انسانانو د ظلم، وحشت او بربريت انځورونه مې لا په ذهن کې دي، چې ژړوي مې.

چې په مظلوم باندې د ظالم ظلم ګورې او د خلاصولو وسه يې نه لرې نو خامخا به ژړا درځي.

ځينې وخت چې څوک د مقابل لوري، د پوښتنې ځواب نه لري، نو سترګو ته يې اوښکې راشي.

په ځينو کورنيو کې مشران خپل کوچنيان تهديدوي او ژړوي يې او يو نيم خو ورکوټى ماشوم له مينې هم په ژړا کوي او ټيلفون ورته نزدې کوي، چې لالا يې په کابل کې ژړا واوري.

کله کله سړى په پخوانيو کړنو د پښېمانۍ ژړا کوي، چې ارواپوهان وايي څه ګټه نه لري او تللې اوبه بېرته نه راګرځي.

د نړۍ په ځينو هېوادونو کې، د خپګان اظهار په چوپتيا کېږي او په ځينو پېښو ملي ماتم اعلانېږي، چې پارلمانونه او غټ غټ اجلاسونه د څو دقيقو لپاره، غلي کېږي.

څو ورځې مخکې مې د يحيى يعقوبي د معلوماتي او جالبو مطالبوټولګه (خزانه) لوسته په هغې کې يې د ژړا ګټې داسې ښودلې وې: ( ژړل او خندل دواړه د مغزو له یوې برخې سره تړلې ریښې لري او هماغه راز چې خندا د بدن لپاره زیاتې ګټې لري، لکه د وینې فشار کموي، د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او له روحي پلوه انسان خوښ ساتي، ژړا هم ورته ځانګړنې لري.

د ژړا مختلف داخلي او یا بهرني محرکات شته لکه موسیقي اورېدل، د یوه فلم یا دردونکې صحنې لیدل ، د ترخو خاطرو یادېدل او نور، خو د پام وړ دا دي چې په دې وسیلې باید د انسان احساس او زړه تش شي.

په دې پوه شئ: چې ښځې نسبت نارینه وو ته څلور برابره زیاتې ژاړي او شوې څېړنې هم ښيي چې تر ژړا وروسته ښځې ۸۵ سلنه او نارینه ۷۲ سلنه د بهترۍ احساس کوي.

د پام وړ بل مهم ټکی دا دی: هماغومره چې اوښکه تویول یا ژړل د احساساتو د تشولو لپاره ګټور دي، نو هومره د خپګان او نه ژړلو عادت تاوان لري. مطالعو ثابته کړې ده چې د منفي احساساتو ساتل په انسان کې د وینې د فشار لوړوالي، قلبي تکالیفو زیاتوالي، سرطان او ډېرو نورو ناروغیو لامل ګرځي.)

په تېره روژه کې زمونږ د شاعر ملګري امين الله زهير ځوان ورور موټر سايکل ټکر کړ او په حق ورسېده،چې واړه، واړه بچي ترې پاتې شول، زهير پرون فيسبوک ته دا لنډۍ پورته کړې وه:

په ژړا هغه سترګې ژاړي

چې د پنجرې نه يې ساتلي توتيان ځينه