برى يې راوړ
02.03.2010 21:45ملي لوبه شوه کرکټ برى يې راوړ
خلکو وخندل کټ کټ برى يې راوړ
کريم منډو جوړولو کې کامياب شو
حميد واخيسته ويکټ برى يې راوړ
که نوروز منګل ددې لوبې کپتان دى
تاج ملوک يې دى بنسټ برى يې راوړ
اوس د ټولو پښتنو محمد نبي شو
افرين يې شه په مټ برى يې راوړ
دا وروستۍ خو عجيبه غوندې سيالۍ وې
ما چې څو ګراوه څټ برى يې راوړ

