د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپښتواوپاړسي (دري) پرتله :

وکيلي 11.06.2013 00:21

هره ږبه دځانه ځانګړتیاوي لري . دغه ځانګړتیاوي بیاښه والی اونقصان لري . پاړسي (دري) ژبه دګرامر له مخه آسانه ژبه ده ؛داځکه چي دمصدر ګردان ئې په ښځینه اونرینه پوري نه دی تړلی . یواځي ددرو ضمیرونو یاني نومځیو پوري اړه لري اوبس . هرڅه چي پښتو ژبه ده ګردان دمصدرو ئې په مذکر اومؤنث پوري اړه لري او په مهالو کي ضمیر بدلون مومي . دغه بدلونونه بیاپه پاړسي کي نسته ؛داځکه چي یوازي دمصدرساده ګردان لري . ضمیر دغایب مذکراو مؤنث لپاره یوازي (او) لري . حال داچي په پښتو کي ښځینه اونرینه ضمیرونه څرګنددي . دفعلونوګردان هم په دغو نومځیوپوري تړلی دی . دساري په توګه : په پاړسي (دري) کي وايي : ( او آمد .) اوس نه ښکاري،چي ( او مد .) نر راغی که ښځه راغله؟ په پښتوکي داخبره څرګنده ده . دښځي لپاره وايي : « دا راغله .» دنرلپاره وایي : « دی راغی .» او دمتعدي کړني دپاره بیا په پښتو کي وایي : «دې وویل .» ښځینه حالت ئې دی او نرینه ئې « ده وویل . » دلته ګورو چي ضمیر غایب فاعلي بدلون وموند؛خو فعل په دواړو کي یوشی دی .په (دري)ژبه کي یوازي وایي : ( اوګفت .) دلته ګورو،چي د(دري ژبي) زده کړه دیوه پردي سړي لپاره څومره ساده ده . اوس راځودتوضیح اوتشریح له مخي چي پښتوژبه څومره پراخه «فراخه» ده، مذکراومؤنث اودهرکړونکي کړنه ځان ته څرګنده ده . واوریدونکي اولوستونکي ته څرګندیږي،چي د دغه فاعل څوک دی . په (دري ) ژبه کي فاعلي ضمرونه بدلون نه مومي . په دغه ژبه کي که منفصل ضمیراوکه متصل ضمیردی پر خپل حال دګردان پرمهال پاته وي . لکه : ( من می روم . یامی روم . ؛ تومی روی . یامی روی .؛اومی رود . یامیرود .)دا دیوه لازمی مصدر ګردان وو ددرو فاعلي ضمیرو دګردان سره . اوس ئې ګور په پښتوژبه کي ددغه فعل ګردان! « زه ځم .؛ ته ځې .؛ دی ځي . داځي .) اوس ئې دماضي مطلق په زمانه کي د یوه متعدي فعل ګردان په (دري) ژبه کي ګورو! (من خوردم .؛توخوردي .؛ اوخورد . ) په پښتوژبه کي : « ماوخواړه .؛تاوخواړه .؛ ده وخواړه .؛ دې وخواړه . ) څرنګه چي دلته په دغه ګردان کي ګوروپه پښتوژبه کي فاعلي ضمیروبدلون وموند یاني ( زه؛ما— اوته؛تا— دی؛ ده --دا؛دې ) سوه . خوپه دري کي بدلون رانه غی .
شخصي ضمیرونه ( personal pronouns ) په پاړسي کي (من،تو،او) اوپه پښتو کي ( زه،ما؛ ته،تا؛ده،دی؛دا،دې) په پښتوژبه کي ضمیرشخصي فاعلي ( subject pronoun)او ضمیرشخصي مفعولي (object pronoun )یوشی دي . اوس ئې حالت فاعلي ګورو. ( زه ځم . ته ځې . دی ځي . داځي .) اوحالت مفعولي ئې ! ( زه ئې ووهلم . ته ئې ووهلې . دی ئې وواهه . دا ئې ووهله .) اوبل په پښتوکي بېله لازمي افعالو ( intransitive vrbs ) او متعدي افعالو ( transitive verbs) چي پرضمیرو باندي آغېزه لري مهال هم تاثیر پر کوي یاني د «زه» څخه «ما» کیږي . په فاړسي کي ضمیرشخصي فاعلي ( من،تو،او )
( من می روم .تومی روی .اومی رود .) حالت مفعولي ئې : ( مرا زد . ترا زد . اورا زد . ) په پښتوژبه کي چي پردی دغه ضمیرونه په کار وړي ورته ډېر ستونزمن کار دی،چي دفاعل او دمفعول توپیر وکړي یاني د (ما) او (زه) توپیر وکړي . لکه : ( زه ئې وداړلم .)مفعولي حالت دی . (زه ئې خورم .) فاعلي حالت دی . (مااکرم بیایي .) مفعولي حالت دی . ( مااکرم بوت .) فاعلي حالت دی . لکه : ( ماسپی داړي . ) او ( زه سپی داړم . ) دغه توپیر وغیري پښتون ته ستونزمن دی . خو پاړسي دلته آسانه ده .( سګ مرامیگزد . ) مفعولي حالت دی . او ( من سګ را میگزم .)فاعلي حالت دی . دلته دضمیري فاعلي (من ) اوضمیر مفعولي (مرا )توپیر سوی دی .څرنګه چي ګورو دپښتو ژبي زده کړه وپردو ته ډېر ځیرغواړي . خو دپاړسي ژبي زدکړه دومره ځیرتیانه غواړي .
اشاري ضمیر ( demonstrative pronoun ) په پاړسي (دري ) کي دلیري دپاره ( آن ) اودنږدې لپاره (این ) ویل کیږي دذي روح او غیرذي روح او مذکر اومؤنث لپاره یوشان په کارځي . لکه : ( این کتاب من است . این مرد ازکجامی آید .) - ( آن درخت توت است . آن مردرامی شناسم .) ( آن مرد وآن زن کجامی روند .) او په پښتو کي دنږدې لپاره اشاره (دغه ) اولیري دپاره اشاره (هغه)ده . دمذکرنږدې لپاره (دغه) اودمؤنث نږدې دپاره ( دغي) اومذکرلیري دپاره (هغه) اومؤنث لیري لپاره (هغي )راځي دذي روح اوغیري ذي روح مذکر اومؤنث لپاره دغه اشارې دي. دبولګي په توګه : (دغه سړی راغلی وو . دغه کتاب زمادی .) - ( دغي ښځي ډوډۍ پخه کړه . دغي هنداري ته وګوره .) - ( هغه نه وو راغلی .) - (هغي ښځي کالي ومینځل .) ځیني مهال ( دغه اوهغه) اشارې ومذکر او مؤنث ته په پښتوکي یوشان په کار ځي . لکه : (دغه راغلی وو . دغه ئې بوتله . ) - ( هغه نه وو راغلی . هغه ئې بونتله . ) په پښتوکي د واټن له مخي درې ډوله اشارې لرو . نږدې (دغه)؛ لیري (هغه)؛ لاښه لیري (هوغه) .لکه چي وایي : ( دغه کتاب نه هغه کتاب هم نه بلکي هوغه کتاب درښه یم .) څرنګه چي کتل کیږي پښتو ډېره پراخ ګرامر ( Grammar)لري چي تشرېح ئې ډېر دقیق اوپراخ دی . دپاړسي ژبه دلته دټولو اشارو دپاره یوازي ( این او آن) لري . البته دزده کونکي لپاره څه آسان تیا راولي .
اوس ګورو،چي هېوادونه دپښتواوپاړسي په جملوکي د ادات ( particle ) سره څرنګه راځي . دپښتو ژبي له مخه هغه هېوادونه چي ښځینه دي او دنامه پای ئې په « ا » سره پای ته رسي په جمله کي ئې په کار وړل دغسي دي لکه دمذکر هېواد . دغه هېوادونه چي مؤنث دي او دنامه پای ئې په الپ پای ته رسي : [ کاناډا، استرلیا، امریکا،«هوانا»] . په جمله کي : ( زه کاناډا ته ځم .) - ( زه جرمني ته ځم .) دلته که ګورو دمذکر اومؤنث هېوادتوپیرنه کیږي . په پاړسي که بېله دېنه هم توپیر نه لري .
هغه مؤنث هېوادونه چي پای ئې په جلي « ه »سره راځي . لکه : [ ترکیه،سوریه،اوردنیه،برتانیه، البانیه،فرانسه ] څرګندیږي،چي مؤنث نومان دی . لکه : ( زه ترکیي ته ځم . دی سوریي ته ځي، دا اوردنیي ته ولاړه .) په پاړسي کي وايي : ( من به ترکیه رفتم . تو به سوریه رفتي . او به امریکارفت . من به جرمنی رفتم .) دلته ټوله مؤنث مذکر نومونه په یوشان سره راولي هیڅ کوم بدلون پکښې نسته . داستعمال له مخي آسانه ده . « به » دپاړسي او « ته » دپښتو ادات دي . دواړه دلته ظرف مکاني دي، چي په پښتوکي ترنامه وروسته راغلې ده او په پاړسي کي تر نامه ترمخ راغلې ده .
په داڅوپورته بولګيوکه مودپښتوژبي اوپاړسي (دري) ژبي توپیر ونه وښوول،چي آساني دپاړسي ژبي په کم ځای کي ده او دپښتو ژبي دزده کړي سختواله په کم ځای کي ده . پښتو ژبه مؤنث اومذکر لري اوپراخه پښویه لري؛ دپه کاروړلو پر مهال خاماخاځیروالی غوړي .

لیکونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه :
۱- پښتو ګرامر جزاول پوهاندصدیق الله (رشتین)
۲- دستور زبان فارسي «پنج استاد»
۳- تست وګرامر انګلیسی نګارش : جوادعسکری
۴- دپښتوژبښود (دپښتوګرامر) محمدسرور وکیلي