د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په رسنیو کې د ناسمو جملو استعمال:

خان ولي کامران 22.05.2013 11:23

د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې د دیموکراسۍ د اصل په پام کې نیولو سره ژورنالیستان د خپل هېواد او خلکو د ملي ګټو پر اساس خپل راپورونه چمتو کوي او دغه اصل د نړیوالو رسنیو په خپرو شوو راپورونو کې په ښکاره توګه تر سترګو کېږي.
د افغانستان په نږدي ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې هم که مطبوعات له نږدي وڅاري نو په ټولو چاپي رسنیو، بریښنایې رسنیو، راډیویې او تلویزوني رسنیو کې له خپل هېواد او خلکو سره د مینې کچه له ورایه ښکارېږي.د بیلګي په توګه که د پاکستان له پېښوره خپریدونکې وحدت ورځپاڼه وګوري چې دومره قوي او مشهوره هم نه د نو که سرخیاني وګوري نو دغه اصل به پکې په ښکاره توګه څرګند شي یانې که زموږ ولسمشر کرزی هم پاکستان ته لاړ شي او هلته د ټیټ رتبی کسانو سره ګوري نو هغوۍ لومړي د خپل کس نوم لیکي او بیا د میلمه لیکي (له فلاني سره ولسمشر کرزي ولیدل )چې همداسي ډېري بیلګي موجودی دي نو لوستونکې کولای شی د اخبار سرخیانې وګوري او دغی موضوع ته فکر وکړي چې څومره خپلو ګټو او خلکو ته وفادار دي.
خو په افغانستان کې بیا هر څه سرچپه دي د ازادو رسنیو سربېره دولتي رسنۍ هم دغه اصل په پام کې نیسی او هر ډول لیکل چې زړه یې غواړي کوي او په رسنیو کې تر سترګو کېږي د بیلګي په توګه تیره شپه ما د افغانستان د په یو تلویزون کې د شپی خبرونه اوریدل نو پکې ډېری داسی جملي تر سترګو کیدي چې په اوریدو یې سړي ته خندا ورتله مثلا د یو تلویزون د ملي شورا د مشرانو جرګی څخه یو خبر وو چې په لیډ کې ویل شوی ول (( د مشرانو جرګي ریس فضل هادی مسلمیار له فلاني ....... سره وکتل )) چې دغه جمله د ژورنالیستیکي اصولو او د ادبیاتو له پلوه هم زما په اند ناسمه ده همدارنګه د ولسمشر حامد کرزي، ولسمشر مرستیالانو، وزیرانو ،د ملي شورا د مشرانو او والیانو په اړه هم ورته جملي په دولتي او هم په غیری دولتي رسنیو کې ترسترګو کېږي.
زه ددغو ښاغلو چې په یادو پوستونو کې کار کوي د شخصیتونو په اړه څه نه وایم او نه مې د لیکنې موخه ددوی شخصیتونه دي بلکې زما مطلب یاد موقفونه چې دوی پرې ناست دي چې هغه د افغانستان دي او باید ورته په درنه سترګه وکتل شي او په سمه بڼه الفاظ باید ورته وکارول شي چې زما په اند سمه بڼه یې کیدای شي داسی وي (( فلاني ...... د مشرانو جرګي له ریس فضل هادی مسلمیار سره وکتل)) او همداسی نور لکه ((د فلاني هېواد مشر د ولسمشر حامد کرزي سر ه ولیدل)) نه داسی چې زموږ په مطبوعاتو کې ویل کېږي (( ولسمشر حامد کرزي د فلاني هېواد له مشر سره ولیدل)) نو په لومړني جمله کې درنښت او د ولسمشر ارزښت تر سترګو کېږي او په ډاګه معلومېږي چې فلاني راغلي او له هغه سره یې د هغه په دفتر کې ګوري او په دویمه جمله کې زما په اند درنښت خپل ولسمشر او د هېواد ملي موقف ته ترسترګو کېږي او کوم کس چې له ولمسمشر سره ګورې ټول درنښت هغه ته ورکول کېږي خو زما په اند د جملي مخکي یا وروسته والي دومره شاید مهم نه هم اوسی خو د جملي متن ته باید وکتل شي چې کوم لوري ته زیات درنښت او ارزښت ورکول شوي دي. نو زموږ په افغاني مطبوعاتو کې همداسی نوري هم ډیري بیلګي شته چې باید خبري پرې وشي خو موش نمونه یې خروار ده.