د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ ملی اتل شهید محمد قاسم خان

عبدالله افغان 03.05.2013 00:41

افغانستان خو له پیړیو راهیسی د غازیانو، شهیدانو او اتلانو کور دی خو پدی وروستیو لسیزو کی ځینو تش په نامه افغانانو په مختلفونومونو خپل هیواد فرهنګ تاریخ او هرڅه د خپلو شخصی ګټو په خاطر وپلورل او د خپلو نیکونو هغه ګټلی نوم او عزت یی له خاورو سره خاوری کړ.
خودا پدی معنی نده چی نور نو پدی وطن کی میړنی او له سره تیر خلک نشته بلکه په لکونو داسی میړنی ځوانان اوس هم شته چی له خپل دین، وطن، ملت او ناموس څخه دخپل سر په بیه دفاع او ساتنه وکړی.
یو له دی باتوروشا زلمیانوڅخه د هیواد د آزادی اتل او شهید محمد قاسم خان دی.
څومره عزت خدای پاک ورپه نصیب کړ، په ریښتیا چی وطن ته خدمت کول او بیا په همدی لاره کی شهید کیدل ډیره لویه خبره ده.
هغه محمد قاسم چی ترپرونه پوری یوازی د ده کورنی او خپلوانو پیژانده نن یی ټوله نړی پیژنی او په عزت او حترام سره یی نوم اخلی.
تر پرونه د خپلی کورنی ویاړ وو خو نن ټول افغانان پری ویاړی.
ترپرونه به ده ته خلکو قاسم ویل خو نن ټول ورته د ملی اتل او شهید محمد قاسم خان خطاب کوی.
د یوه بډایه او یا هم ستر سیاسی شخصیت په جنازه کی به هم دومره کسان ګډون ونکړی لکه څومره چی د شهید قاسم خان په جنازه کی وواو هغه هم په دومره کم وخت کی او یواځی په جلال آباد کی.
نن به شهید قاسم خان ته د شهیدانو ارواحی دوعاوی کوی، نن به د هیواد کونډی او یتیمان هم لوی خدای (ج) ته دوعاوی کوی چی لویه خدایه شهید قاسم خان ته فردوس جنت ورپه نصیب کړی، نن به د شهید لپاره ملایکی هم خدای (ج) ته لاس په دوعاوی.
نن به یی مور یعنی د افغانستان خاوره د هرکلی لپاره خپله غیږه خلاصه نیولی وی او ورته وایی به راشه زما غیرتی زویه راشه زما میړنیه زویه زما غیږی ته راشه، تا زما د آزادی لپاره خپل سر قربان کړ راشه زما اتله زویه زه پرتا ویاړم.
دا عزت دا مرتبه خدای (ج) خپلو خاصو بندګانو ته ورپه برخه کوی.
دا ویاړ د شهید او اتل قاسم خان په نصیب ځکه شو چی له وطن سره یی مینه لرله.
شهید قاسم خان او ملګرو یی نن یوځل بیا د افغانانو ویاړلی تاریخ راژوندی کړ د شهید ورور قاسم خان شهادت موږ ته دا پیغام راکوی چی وطن یواځی په خبرو نه جوړیږی بلکه قربانی ته هم اړتیا لری.
د قاسم خان شهادت د عبرت درس دی هغو وطنپلورونکو ته چی د خپلو شخصی ګټو په خاطر د خپلی مور د بدن غړی پلوری، هغوی باید پدی پوه شی چی ولس له دوی سره پدی خاینانه سودا کی مل ندی.
زما غوښتنه له هر هغه افغان څخه چی له خپل وطن سره مینه لری داده چی زموږ ملی اتل او شهید قاسم خان ته د زړه له کومی دوعا وکړی او له کورنی سره یی د خپل وس او توان په اندازه مرسته وکړی.
په پای کی زه د شهید کورنی ته مبارکی وایم او له خدایه پاکه ورته د جمیل صبر غوښتونکی یم.
زموږ د میړنیو، باهمته با غیرته او په وطن مینو ځوانانو د لا بریاوو په هیله.
ستاسو مرګ شهادت او ژوند مو د غازیانو دی او په هرحال کی بریا ستاسوده.
ځینی خلک د مسلمانانو په مینځ کی ځان ته چاودنه ورکوی او بیا ځانونه شهیدان او فدایان بولی خو په اصل کی شهید او فدایی داسی خلکو ته ویل کیږی لکه شهید محمد قاسم خان چی د خپل دین، وطن او ملت د ساتنی لپاره یی خپل سرونه قربانوی.
ژوندی او بریالی دی وی زموږ ملی امنیتی ځواکونه.
د خدای (ج) په قهر دی اخته شی هغه کسان چی د پردیو لپاره خپل وطن ورانوی او خپل خلک وژنی.
لوی خدای (ج) دی هلاک کړی هغه خلک چی د خپلو ګټو په خاطر زموږ وطن او ملت قربانوی.

آمین یا رب العالمین