د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درواغ ویل د افغاني کلتور برخه ګرځیدلې:

خان ولي کامران 15.04.2013 13:51

که څه هم زموږ په افغاني ټولنه کې دروغ ویل اوس مهال د خلکو یو عادی دود ګرځیدلې ځکه په کوچنیوالي کې د مور، پلار، مشرانو او نورو خپلو خپلوانو لخوا په ډېره ساده ژبه ماشوم ته دروغ ویل کېږي. د بیلګي په توګه کله چې یو ماشوم ژاړي نو د مور او پلار لخوا هغه ته له غرونو څخه غوښي او له سیندونو څخه ښورواوي جوړېږي ترڅو خپل ماشوم کرار کړی خو د ماشوم د راتلوونکې ژوند پایلو ته نه ګوري چې دغه دروغ ویل د ماشوم په راتلوونکې ژوند باندې څومره اغیزه کوي ځکه ماشوم فکر کوي چې دروغ ویل یو روا او ښه کار دی نو ځکه د مور او پلار لخوا ورته ویل کیده او دغه ماشوم چې کله را لوی شی نو هغه یې په ورځنې ژوند کې د یو دود په اساس وایې.
نو د دروغو ویلو په پس منظر پسي نور نه ګرځېږو ځکه اوس مهال د هېواد په هر ځای کې د هر قشر سړی په دروغو مبتلا دی ، په لاره کې، په بازار کې، په هټۍ کې، په موټر کې، په دفتر کې، په کوڅه کې ، په هوټل کې ، په موبایل کې، په ریاست کې، په کاروبار کې، په پارلمان کې، په وزارت کې، په ولایت کې، په کور کې ، په ارګ کې او حتی په مسجد کې د خلکو لخوا په ډېره ساده او له مهارته ډکه ژبه باندې دروغ ویل کېږي چې زموږ غوندې ساده ګان ورته د هو سرونه هم خوځوو او نور په هیڅ نه پوهېږو چې ( دونیا چېرته روانه ده موږ اوس هم بې ته بوو وایوـــــــ ایله په اکو بکو سرسیندکو کې را لوی شو).
نو موږ په دغه لیکنه کې د ټولني په نورو قشرونو باندې زیاتي خبري نه کوو بلکی یوازې په اوسني حکومت کې پر یو شمېر لوړ پوړو مسولینو باندې یو څو خبری کوو ځکه د دوی هره خبره په تاریخ کې پاتې کېږي او خلک ورته ګوري د بیلګي په توګه ولسمشر، وزیران، والیان، وکیلان، قوماندانان، ریسان او عام دولتي مسولین ټول له خپل ولس او خلکو په دروغو باندې چلېږي چې موږ یې دغلته د څو یادونه کوو.
ولسمشر: په ارګ کې ولسمشر حامد کرزی له خلکو سره د خبرو پرمهال، دغونډو پرمهال، د مرکو پرمهال، د وینا پرمهال ، د پریس کنفرانسونو پرمهال او د ژوند په نورو چارو کې دروغ وایې او داسی دروغ وایې که هغه د سهار مهال وي نو په مازیګر کې پرې خپله رښتیا کېږي چې د خلکو د خندا وړ او شخصیت یې تر سوال لاندې راځي ځکه هغه د پښتو متل دی چې د دروغو مزل لنډ وي نو پکار ده چې ولسمشر هغه خبری له خلکو سره په یادو مجلسونو کې وکړي چې هغه د تطبیق وړ او رښتینې وي هلته په شخصي مجسلونو کې هم له دروغ ویلو څخه ډډه وکړي ځکه د ولسمشر هره خبره په تاریخ کې ثبت کېږي او راتلوونکو نسلونو ته پاتې کېږي چې په دغه ‌ډګر کې ورڅخه هم څوک مخکي نشته دي او په دروغو کې تر ټولو هم سرلاری دي.
د کابینی وزیران: همدارنګه د ولسمشر د کابینی زیاتره وزیران هم له خلکو سره په ټولو مجسلونو کې دروغ وایې خلکو ته ژمني او وعدی ورکوي د کارونو او پروژو په اړه بیا خلک ورپسی په میاشتو او کلونو ګرځېږي او درک یې معلوم نه وي نو وزیران هم چې د حکومت سر لاری کسان دي باید په خپلو خبرو کې له خلکو سره له دروغو څخه ډډه وکړی او کوم کار او یا پروژه یې چې په وس کې نه وي نو ښکاره دی خلکو ته ووایې چې په دغه برخه کې نشم کولای او کوښښ به وکړم که وشو نو تور توتان له تاسو قربان او که ونشو نو ګیله به راڅخه نه کوئ.
د پارلمان وکیلان: هم په دروغو کې له ولسمشر او د کابینی له وزیرانو څخه څو ګامه وړاندي دي او هره ورځ له خپلو مواکلینو سره په خروارونو دروغ وایې چې په پوره کولو کې بیا یو خورد هم رښتیا کېږي نه چې د وکیلانو د دروغو له امله موکلین فاصله پیدا کوي او هغه باور چې د وکیل او موکل ترمنځ موجود وي هغه له منځه ځی او د وکیل شخصیت ته ورسره صدمه رسېږي نو دوی ته دی هم خدای هدایت وکړي چې له درواغو ویلو څخه ډډه وکړي ترڅو د خلکو باور خپل کړي.
والیان: په ولایتونو کې والیان هم له خپلو خلکو او مراجعینو سره د خبرو پرمهال دروغ وایې چې زیاترو والیانو خپل شخصیتونه له لاسه ورکړي دي ما اوریدلی چې یو شمېر والیانو د خپلو کارونو په لومړیو سرونو کې له خلکو سره د یو شمېر کارونو د ترسره کولو ژمنې کړي چې پر هغوی تر شپږو اوو کلونو زیات تېر شوي خو خپله خبره یې عملی کړی نده او حتي بیخی په ذهن کې هم نه ګرځېږي چې ما له خلکو سره فلانی ژمنه کړي او باید پوره یې کړم ځکه هغه ټوله ورځ او شپه په دروغو سر وي نو ځکه یې تېري ژمنې په ذهن کې یوه هم نه وې پاتې شوي.
ریسان : ریسان هم تر خپل محبوب ولسمشر، محبوب وزیر، محبوب والي او د محبوب پارلمان وکیل تر مستقیم تاثیر لاندي وي نو دوی هم په دروغو باندې بریک نه نیسی او همداسی په ټاپ ګېر کې روان وي نو څوک ورته ویلی هم نشی چې وړاندي جمپ دی او پکې به پرمخي را ولوېږي ریسان هم دومره دروغ له خپلو مامورینو سربېره له خلکو سره وایې ته به وایې دا ټول وطن همدوی جوړ کړي او نور هیچا هیڅ کار نه دي کړي.
پایله: نو پایله دا شوه چې د حکومت ټول مسولین له ولسمشر څخه نیولی تر کشره پورې درواغ او له خلکو سره په دوکو چلېږي نو همدا لامل دی چې د ولس او د حکومت ترمنځ د باور فضا له منځه تللي ده حتی د حکومت د مسولینو په رښتینو خبرو باندې هم د خلکو تر هغی پورې باور نه راځی چې هغه کار دوی عملي نه وي ترسره کړې.
نو د ولسمشر سربیره ، وزیرانو، والیانو، وکیلانو ، قوماندانانو او ریسانو ته پکار ده چې له دروغو ویلو څخه ډډه وکړي ځکه په دروغو سره د خلکو شخصیت ته زیان رسېږي او له بلې خوا دروغ زموږ په مبارک اسلام دین کې هم یو ناروا عمل دی علماکرام وایې دروغ د ټولو ګناهونو مور ده دروغ دی چې انسان له ګړنګونو څخه غورځوي علماو وایې یو ورځ پیغمبر (ص) ته یو څوک راغی او ورته ویل له ما څخه ګناهونه کېږي نو پیغمبر (ص) ورته وویل یوازې دروغ مه وایه نور کولای شي هر کار وکړئ نو هماغه وو چې یاد سړي له ټولو ګناهونو څخه د یو دروغ نه ویلو له امله را وګرځیده نو که زموږ مسولین او چارواکي هم له خپلو خلکو سره له دروغو ویلو څخه ډډه وکړي نو ډېر ژر به زموږ ګران هېواد د یوې رښتینې رغونی او د سولي خواته ګام پورته کړي.