د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي جرګه او د ملت برخلیک:

خان ولي کامران 07.04.2013 12:49

په ولسي جرګه کې له تېري یوې اونۍ راهیسی د هغو یولسو تنو وزیرانو د استحضاح چارې په دې موخه پیل شوي دي چې ګواکي خپله انکشافي بودیجه یې له پنځوسو سلنې څخه ښکته لګولی ده او په همدي اړه په ولسي جرګه کې د وزیرانو او وکیلانو ترمنځ اخ ډب روان دي، تېره اونۍ د اوو وزیرانو هر یو د پوهنې وزیر فاروق وردګ، د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدی، له نشه ای توکو سره د مبارزی وزیر ضرار مقبل، د اقتصاد وزیر ارغندیوال، د بریښنا وزیر اسماعیل خان، د معدن وزیر شهراني او د کلتور وزیر مخدوم رهین ور بلل شوي ول.
له دغو وزیرانو له جملي څخه لومړنې د دریو تنو څرګندونې د ولسي جرګي د وکیلانو د قناعت وړ وبلل شوي او له استحضاح څخه بریالي ووتل او په څرګندونو کې یې فقط همدومره زموږ تر غوږونو را ورسیدل چې په فلاني پروژه کې دومره پیسی لګول شوي دي چې د وزارت د انکشافی بودیجی له پنځه اویا سلنی څخه زیاتي دي خو نور نده معلومه چې ورته پیسي په کومو چارو لګول شوی ، څنګه لګول شوی خو فقط مصرف شوي دي او وکیلانو هم د وزیرانو څرګندونې پرځای او برئت یې ورکړ خو پاتې وزیرانو ته صندوق کېښودل شو او د شته وکیلانو د نصاب له مخې باید د هر یو وزیر لپاره ۱۰۴ رایې د تایید او د رد لپاره معیار وټاکل شو خو وروستي دوه وزیران مخدوم او شهراني د ۱۰۴ رد رایې واخیستي او ارغندیوال ۹۹ تایید او اسماعیل ۹۹ رد واخیستي چې ددغو دوو وزیرانو په اړه د ولسي جرګي اداري پلاوي اعلان وکړ چې دوی پر خپلو څوکیو پاتې او د رد رایو معیار يې پوره نکړو.
نو ددغه اعلان سره په ولسي جرګه کې ضدو نقیص نظرونه را پورته شول چې زیاترو وکیلانو په څرګندونو کې د معاملي څرک له ورایه څرګندیده خو څو وکیلانو یو څه ښه نظرونه درلودل له هغی جملي څخه یوه شکریه بارکزی وه چې ډېر ښه نظر وړاندی کړ او زیاته یې کړه د نړۍ په هیڅ یوه پارلمان کې به داسی پرېکړه نه وي شوی چې نن دلته د افغانستان په پارلمان کې کېږي چې هغه د اکثریت رد پواسطه په خپله څوکۍ پاتې کېږي حال دا چې د تایید لپاره يې ډېرې کمي رایې تر لاسه کړي دي خو نظرونه زیات او بلی ورځ ته یې موضوع وځنډول شوه .
د نوې اونۍ د شنبی په ورځ د اکثریت رد رایو واړه جمع اسعماعیل خان او ارغندیوال له مخدوم او شهراني سره سري سترګي له ولسي جرګي څخه بریالي را ووتل او بېرته یې د ولسي جرګي د غړو اکثریت رایې د تایید لپاره ترلاسه کړي او په خپلو څوکیو باندې پاتې شول چې پرون له همدغی ولسي جرګي لخوا رد شوي ول نو د خلکو په اند په ولسي جرګه او حکومت کې د پراخه فساد د شتون له امله دواړي خواوي په معاملو کې ښکیل دي او ملت شاته پاتې دي نو ددغسی حکومت او ولسي جرګي په شتون کې به د هېواد او خلکو برخلیک څرنګه وي نو ښکاره خبره ده چې ټول فساد دي حکومت په پروژو او نورو معاملو کې وهي او د ولسي جرګي غړي د استحضاح پواسطه له وزیرانو څخه خپله ونډه ترلاسه کوي.
د کونړ ولایت یو تن اوسیدونکې سید حفیظ الله سیدي وایې دوی له پارلمان او حکومت څخه هیڅ ښه هیله نلري او په خپلو رایو باندي چې دغو وکیلانو ته یې ورکړي دي پښیمانه دي، دده په وینا پارلمان یوه ورځ یوه پرېکړه وي او سبا یې بېرته بدله کړي وي او په سیاست کې استقرار باید موجود وي خو دده په خبره پارلمان په ثانیه کې تغیر خوړلي شي نو څنګه به ددغسی پارلمان په شتون کې د ولس او هېواد ګټي خوندي شي، سید حفیظ الله سیدي په ځوان کهول باندې اواز وکړو که غواړۍ خپل راتلوونکې روښانه او هېواد له شته فساد او ناخوالو څخه وژغورۍ نو راپورته او یو قاطع دریځ ونیسی او په راتلوونکو ټاکنو کې ددغه ډول خلکو له ټاکلو څخه مخنیوي وکړي چې ټولي پرېکړي د شخصي ګټو له امله کوي.
اینجنر عزت الله خان وایې ده ته کله کله په خوب کې هم خندا ورځی چې زموږ سرنوشت ددغه ډول کسانو په لاس کې چې هغوی د یوې ورځی لپاره په خپلو خبرو او کړنو باندې نشی دریدلي نو ولس به څنګه ښه ورځ وویني، دده په وینا پارلمان کې فساد ،حکومت کې فساد او د فساد پر ضد ادارو شتوالي چې ولسمشر کرزی یې هم ننداره کوي خو تصمیم نه نیسی ځکه هغه خپله په فساد کې ښکیل دي ځکه وزیر فساد کوي ، پارلمان فساد کوي او ټول حکومت په فساد کې غرق دي نو که داسي نه وي نو ولي یو وزیر په خپله څوکۍ باندي د پاتې کیدو لپاره په میلونونو ډالر مصرفوی او ولسمشر او د فساد ضد اداری یې هم له ورایه ګوري.
ځکه وزیران ډاډه دي که یو میلون ډالر مصرف کېږي نو بیرته لس میلونه په ناقانونو لارو ترلاسه کوي نو ځکه څومره مصرف په پارلمان باندي کېږي نو کوي يې چې څوکۍ له لاسه ورنکړي. نو هغه د عربې ژبې متل دي چې کل یوم البدتر نو رښتیا هم د هرې ورځي په تېریدو سره ددی پرځای چې بهتروالي رامنځ ته شي بدتر والي رامنځ ته کېږي نو په دغه لنډه موده کې د پارلمان تېره دوره او اوسنۍ دوره د ځمکې او اسمان توپېر لري نو له اوسنۍ پارلمان څخه هیڅ د خیر تمه نه کېږي ځکه دوی په خپلو پرېکړو باندی خیژی نو د ولس په څه کیسه کې دي دوی ته یوازې پیسي او ژوند غوره دی او نور د ولس او هېواد په کېسه هم نه دي.
نو ددغسي پارلمان او حکومت په شتوالي کې به څنګه وکړای شو له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو سره ډیپلوماتيکي اړېکي پرمخ یوسو ترڅو د نړیوال کاروان څخه وروسته پاتې نشو نو که همدغه ډول خلک پرموږ واکمن وي نو فکر نه کووم چې سل کاله وروسته هم موږ د نړۍ د کاروان ګردونو پسی هم نشو رسیدلي نو ولس او ځوانانو ته پکار ده چې یو د مثبت بدلون په لټه کې شی او همداسی د خیر په غونډۍ ورته پاتې نشي ګني هېواد او ولس به دغه اوسني مسولین په سیلابونو باندي یوسی.