د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بې پلوټه الوتکو مخالفين ډېرېږي

پښتون زوی 06.04.2013 17:55

شاو خوا (سل ۱۰۰)کاله وړاندي ديوې ايټالوی الوتکي چلوونکي په لاس دوه کلويي بم پر ليبيا باندي دلمړي ځل لپاره واچاوه او د وژني دا کړنه يې خورا په لوړه کچه ولمانځل،په (۱۹۴۴ږ)کال کښي په لمړی ځل د(بې ۲۴)په نامه دجرمني ځواکونو د تباه کولو لپاره يوه داسي الوتکه تياره کړه تر څو له بارتو ډکه واولزول سي خو دجرمني څخه لېري چي کله پيلوټ(جوزوف کينډي)٭په پراشوټ کښي ځان کښته کاوه نو الوتکه له وخته مخکي وه چاودېده داد ډرون لمړی نابريالي پېښه وه .
خو د بې پلوټه الوتکي لمړی ماډل(پريډيټر-۲۰۰۱ږ)چي په افغانستان کښي يې ډېري وژني وکړي اوس په واشنګټن کښي د( نيشنل اېر اينډ سپيس)په ميوزيم کښي ولاړه ده.
لس کاله مخکي له امريکا سره پنځوس بې پلوټه الوتکي وي خو اوس دا شمېره(۷۵۰۰)ته رسېدلې ده .
خو نن بيا نړۍ له يوه بل بې ساه او بې رحمه...ډرون (ښکاري/بې پلوټه)ماشينونو څخه کړيږي.دا الوتکي له پخو،يخو او تودو ودانيو څخه ځارل کېږي چي په پښتنو قبايلو،عراقي سنيانو او یمني بې وزلو توغندی وه اوروي.
دا الوتکي د اسرائيلو پخواني د دفاع وزير تياري کړي چي وروسته دا دی له هلمندیانو اورو چي بې پلوټه څرخکي يې د هلمند په ګرمسير کښي په څار بوختي ليدلي دي .
ښکاري(بې پلوټه)الوتکي په يوه ګړی(ساعت)کښي يوولس سوه(۱۱۰۰)ډالره خرڅوي.او تر شپږ زره(۶۰۰۰)پونډه پوري وزن وړلاي سي .
ددې الوتکو د توغندي بريد په وخت کښي شاوخو(۲۱)کسه انلاين وي چي له ځايي څارګرو يې واخله بيا د سي ای
اې د ودانيو پوري رسېږي.
ويل کېږي چي تر اوسه په پښتونخوا کښي (۲۷۰۰) پښتانه قبايل، او په افغانستان کښي (۲۰۰ ماشومان-۷۰۰ملکیان)وژلي البت دا شمېره خپله دامريکا د مامورينو له خوا خپره سوي ده چي خپلواکي سرچينې يې تر دې ډېره بولي .
خپله په امريکا کښي ډېری ډيمکراټان ددې بريدونو په اړه سخته ناخوښي ښيي،خو د اولسمشر اوباما دوهم وار راتګ دې بريدونو ته يولس داسي لاري پيدا کړي چي خلګو ته روا ښکاره سي .هېره دي نه چي په نړۍ کښی (۱۶)داسي هيوادونه سته چي بايد څارګري الوتکي وه نه کاروي دا ماده امريکا هم لاسليک کړي ده .٭
ددې بريدونو لپاره په دننه امريکا کښی اوه ، خو دباندي تر
دې ډېر ځايونه لري چي ورته "کمانډ اينډکنټرول روم"ويل کېږي.دامريکاد ميکسيکو ولايت په (هولين ايېربېس)کښي ۳۴کلنه ښځينه"ونېزه ميېر" د ددې بريدونو لارښوده ده.
ددې په لاس پالل سوي "برينډن برائنټ"هغه وخت له خپل کار څخه لاس پر سر سو چي کله يې په خپل لاس يوه پنځه کلنه ماشومه وه وژل.
دی وايي "..دنيو ميکسيکو ښار په يوه کانټينر ډوله ودانۍ کښي چي په لسګونو کمپيوټر مانيټرونه او تڼی(کېز)لګول سوي او يوازي د يوې تڼی په کښېکښولو سره په لس زره کلوميټره ليري (افغانستان)کښي هر څه سره له انسانانو تباه کولای سي..".
کله چي يوه ورځ برينډن برائنټ له خپل ملګري سره د ښکاري(ډرون)اپريټ کاوه نو لس زره کلوميټره ليري(افغانستان)کښي يوخاورين کور له ورايه ښکاره کېده برائنټ ته دبريد لارښونه وه سوه .له لارښوني سره سم برائنټ بر خټين کور د لېزر نښه برابره کړه وروسته يې په کيڼ لاس سره يوه تڼی کښېکښووله ترڅود (هيلي پايټر)په نامه توغندي وه توغيي دا توغندی په شپاړسو شېبو(ثانيو)کښي تر ښکاره ځان رسولاي سي . ډرون الوتکي له ځان سره انفراريډ کېمرا هم لري تر څو خوڅنده انځورونه دچلونکي(پيلوټ) تر مانېټر پوري وه رسوي.
دتوغندی دتوغولو څخه لس شېبې(ثانيې)وروسته برائنټ يوه پنځه کلنه ماشومه بام ته په راختو وليده خو دا وخت اوبه تر ورخ تېري وي.لږ شېبه وروسته برائنټ ته پر پرده(سکرين)يوه برېښنا ښکاره سوه چي ورپسې زوروره چاودنه وسوه په چاودنه کښي ماشوم څه چي دخټين کور نښه هم پاته نه سوه له ملګري يې وه پوښتل "چي ما يوه ماشومه وه وژل؟"ملکري ورته وه "..هو تايوه ماشومه وه وژل."
ده دچېټ په کړکۍ کښي وه ليکل چي" ايا هغه يوه ماشومه وه؟"له ناڅرګند ځايه څخه وه ليکل سوه چي" نه هغه يو سپۍ وو!"خو برائنټ او ملګري دويډيو په کتو پوه سوه چي هغه سپی نه بلکي د دوو پښو ماشومه وه!.
کله چي برائنټ له کنټرول روم څخه وه وت نو پرېکړه يې وکړه چي نور بايد دا وژونکي کار پرېږدي( دبې ګنا افغان ماشومانو وژنه!!!).
خو دامريکا دولت په ډېر وياړ سره دا دجګړې نوي اړخ بولي چي وژنه يې لږده،خو په وړاندي يې دبرائنټ په ملګري توب په امريکا او نړۍ کښي ډېری خلګ ولاړ دي .راتلونکی به وښيي چي نړيوال به دبرائنټ تر شاه او که د اباما ترشاه وه درېږي؟.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
٭"جوزوف کينډي:دجان ايف کينډي مشر ورور وو"
٭"دا خبره مي له يو سیاسي څېړونکي او رېدلې ده"