د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رښتینی مشر

پښتون زوی 18.03.2014 20:47

۲ برخه .
د کندهار ولايت يوه سناتور کسيه راته کوله چي"... د اڅکزو ځينو مشرانو غوښته له ښاغلي شاولي خان کرزي سره وه ويني ،د ليدلو ورځ مو وه ټاکل کله چي له سپين ږيرو سره په کوټه ورننوتو ښاغلي شاولي خان کرزي په موبايل کي په کم اپلکېشن اخته وه په ناسته يې له سپين ږيرو سره په يوه لاس پداسي حال کي ستړې مسي وکړه چي سترګي يې د موبايل په ښيښه (سکرين) ښخي کړي وې، له لږو خبرو وروسته د سپين ږيرو په ناخوښي پوه سوم،بس سترګه يې راته وه وهل چي ځو............"!
ځيني واکمنان په دنګو ماڼيو کي اوسي خو دملت زړه نسي خپلولاي، خو د ځينو واکمنانو کورنو ته يو ساده کور لا نسو ويلاي خو د ملت د زړه کور خامخا يې .
زموږ په نړۍ کي د ګوتو په شمار څو داسي مشران سته چي ژوند يې د يوه عام انسان غوندي تيرېږي. تشريفات، نازونه، ساتندويان د نړي ګران بيه توکي....... هر څه يې تر شا کړي، د حيرانتيا خبره دا ده چي همدغه لوېدلي، مسکين او قبايلي ډوله مشران دخپلي ټولني په پرمختګ او خوشالۍ کي بريالي سوي وي .
له همدې ډلي څخه ښاغلی "نـــک عبدالعزيز"در پېژنم:
عبد العزيز چي د ماليزيا د کيلنټان ايالت لمړی وزير دی په نړۍ کي د اوږدې واکمنۍ دوهم نمبر دی، دی ۲۲ کاله ۶ مياشتي ۱۴ ورځي لمړي وزير وو،دا هر څه پداسي حال کي چي مرکزي دولت دده په مخ کي خنډونه اچول خو هر ځل ټاکني ده ګټلې .
عبدالعزيز په کام (نک)په ۱۹۳۳ز کي پيداسوي،نوموړی عالم ،بزګر او يو پوه سياستوال دی،کله چي نوموړی په لمړي وار لمړی وزير سو نو د کيلنټان ايالت چي پخوا د نېستی بېلګه بلل کېده په ډېر لنډ وخت کي له داسي پرمختګه برخمن کړئ چي دا وخت يې د نېستمنو کچه يوازي ۱۱سلمه ده .
مرکزي دولت کوښښ کوي چي دده په وړاندي ډول ډول چمونه جوړ کړي پدې ډول د نوموړي زوی د ترورستي کړنو په نامه له ۲۰۰۰ز څخه تر اوسه لا په زندان کي دی، بله لا دا چي د ماليزيا د ودانولو پلار (مها تير محمد) هم له ده سره ندی جوړ، دا ځکه چي ده د ډېرو سياستوالو پايې ور خامي کړي دي .
کله چي نوموړی په ۱۹۹۰ز کي لمړی وزير سو ډېر بدلونونه يې راوستل لمړي دا چي د ځان په ګډون يې د خپلي کابينې تنخاوي نيمی کړې،نامسمانانو ته د خپلو عبادت خونو د هر ځوني جګولو واک ورکړل سو،د ماليزيا په نورو سيمو کي نامسلمانانو ته اجازه نسته چي عبادتخوني دي تر اسلامي ماجتونو نه لوړي کړي.د لمړی وزير هغه ودانۍ چي د اوبو پر غاړه جوړی سوي وې، خرڅي او پيسې يې دولتي خزانې ته ورکړې،هغه په سوونو ساتندويان چي بايد له ده سره واي نورو ادارو ته واستول ځکه چي دده په اند ساتندويان دده او اولس په مابينځ کي بېلوالي راولي.
پايله دا چي په دې ايالت کي يې د يو داسي پاک سياست بنسټ کښېښووئ هم اولس او هم سياستوالو ته منلی او پر ځاي دی.
لمړی برخه :http://www.tolafghan.com/posts/28627