د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خدا ګواه فلم د يوې سندرې کمپوز لوګرۍ محلي سندره ده

عبدالرحمان حبیب زوی 15.01.2013 19:28

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د خدا ګواه فلم يوې سندرې کمپوز لوګرۍ سندره ده
(بچه جان لوګري)

څېړندوی عبدالرحمان حبيب زوی
هند ،اتراپردېش
د لوګرۍ موسيقي مشهورې سندرې په سيمه کې د محبوبيت له امله د ډيرو هنرمندانو لخوا بلې سندرې ته د کمپوز په ډول کاورل شوي يا هم په نوي کمپوز سره ويل شوي دي.د بيلګې په توګه يو له دغو سندرو څخه لوګرۍ دري محلي سندره «بچه جان لوګري» ده،چې په مشهور هندي فلم« خدا ګواه» کې د« تو نه جا ميري بادشاه ايکې وعدې کي ليي» سندرې لپاره د کمپوز په بڼه غوره شوې ده.په دې مانا،چې د تونه جا ميري بادشاه ايکي وعدې کي ليي سندرې کمپوز د لوګرۍ موسيقي دري محلي سندره ده ((بچه جان لوګري رفتارت کوک زري- ناله و مغرور هستي دل زبرم ميبري)) دا خبره د استاد دري لوګري زوی سلام لوګري کړې او همداراز په لوګرۍ موسيقي کتاب کې هم ذکر شوې ده.راځئ چې دا سندره په بشپړه توګه واورو!




سندره او کمپوز: دُری لوګری
بچه جان لوګري
بچه جان لوګري رفتارت کوک زري
ناله و مغرور استي دل ز برم ميبري
از دور مينمايي خنده کده ميايي
نقشت کنم به ديوال ظالم جان از کجايي
رفتي رفتي رفتانايت،قربان راه ګشتنايت
دستار کج بسته يي،قربان کج بستنايت
بچه جان لوګري رفتارت کوک زري
ناله و مغرور استي دل ز برم ميبري
عالم خريدارت اس،عاشق ديدارت اس
دلهاي پيرو جوان بسته به دستارت اس
بجه جان لوګري رفتارت کوک زري
ناله و مغرور استي دل ز برم ميبري

خدا ګوه فلم په ۱۹۹۲ز د افغانستان او هند د ملګرتيا د بېلګې په توګه په افغانستان،نيپال او بوتان کې جوړ شو.د افغانستان د حکومت واګي هغه مهال د ډاکټر نجيب الله په لاس کې وو،چې له هند سره يې پراخې اړېکې درلودې.خدا ګواه فلم کې د بالي وډ مشهوره هنري څېره اميتاب بچن د باچاخان په نامه د يوه افغان پښتون رول مخ ته بيايي.دا فلم د افغانستان په کابل دهمزنګ ،مزار شريف او شمالي صفحاتو کې شوټ شوی دی،چې تر دې مهاله يې نوم ،کيسه او سندرې د خلکو په دذهنونو کې پاتې دي.
خدا ګواه فلم کيسه د افغانستان د يوې محلي لوبې اوزلوبه څخه پيليږي،پادشاه خان د اوزلوبې پر مهال،چې له يوې بلې افغانې قبيلې سره يې کوي،پر سارا ديوي،چې د يوې افغانې پېغلې رول تر سره کوي ميېنيږي.په دې ترڅ کې باچاخان لوبه وګټي،خو خپل زړه پر بېنظيرې باندې وبايلې،بلاخره بېنظيرې ته د واده بلنه ورکوي،خو هغه ورته په دې شرط هوکړه کوي،چې په هند کې د نوموړې د پلار د قاتل حبيب الله سر ده ته راوړي، دا سندره په فلم کې هغه مهال د ساراديوي او اميتاب بچن لخوا ويله کيږي،کله چې اميتاپ(پادشاه خان) له افغانستان نه په دې موخه هند ته سفر پيلوي،چې د بېنظيرې(ساراديوي) د پلار قاتل سر ورته راوړي.

سارا ديوي (بېنظره): تو نه جا ميري پادشاه ايکي وعدې کي لي ايکي وعده توړه کي
پادشاه خان اميتاب : مې واپس اونګا جارهاهو ميا يها جان اپني چوړ کې
ساراديوي: خدا کا توجې واسطه لوټ کرن انا تيرا،ديکونګي مې راسته
پادشاه خان: يې وعده هې ميرامې اګر مر بيي ګيا تو مې واپس اونګا
همداسې.....................................
نوموړي فلم څلور ځله اېوارډونه وړي او په ۱۹۹۲ز کې د Limca Book of Records کې ثبت شوی هم دی.دا فلم ۱۹۳دقيقې ده او د ماکول انند لخوا ډايريکټ شوی،موسيقي تړون يې لکسمېکنټ پاريال کړی دی،د دې سندرې شعر انند بخشي کړی دی